پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهچارواکي: بدخشان کې ۲۰ ولسي پاڅون کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي

چارواکي: بدخشان کې ۲۰ ولسي پاڅون کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د بدخشان ځايي چارواکي وایي، ددغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌ کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د خواهان ولسوالۍ په حوض سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه پیل کړي او ډېری پوستې یې کلابندې کړې وې چې په پایله کې یې یاد سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ښاغلي روحاني په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو وياند ذبیح‌ الله مجاهد ویلي چې د بدخشان خواهان ولسوالۍ حوض شاه سيمه کې ۵۱ پوليس او ولسي‌ پاڅون ‌کوونکي له خپلو تجهیزاتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب