کله چې مقدوني سکندر د خپل پلار له مړينې وروسته د یونان واکمن شو، د نړۍ نیولو ته يې ملا وتړله. د ډېرو هیوادونو او سیمو تر نیولو وروسته يې عراق او ایران ته مخه کړه.
د عراق او ایران له نیولو سره افغانستان ته را تیر شو. امريکايې ليکوال ستیوین تانير په خپل اثر د افغانستان د جګړو تاريخ کې ليکي:
«کله چې سکندر بلخ او د بلخ شاوخوا سیمې ونیولې، د بلخ د واکمنۍ یو مخور کس چې (اوکسي ارت) نومېده له خپلو وسله والو کسانو سره د غره پر سر په خپله ډېره کلکه کلا کې ځای پر ځای شو.
تر خونړیو جګړو وروسته اوکسي ارت د سکندر له خوا ونيول شو. سکندر د هغه د وژلو پر ځای د هغه د ښکلې لور (روکسانې) سره واده وکړ.
د واده مراسم په بلخ کې ۳۲۷ کاله مخکې له زیږدیز کال ډیر په درز تر سره شول. ستوني تانير لیکي:
«روکسانه د نړۍ ډیره ښکلې ښځه وه او په ښایست کې يې ساري نه لرلو.»
سکندر لا ۳۳ کلن نه و چې په ځوانۍ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ده تر مړيني وروسته له روکسانې څخه د سکندر زوی وزيږید. یونانیانو هغه د څلورم سکندر په نامه ونوماوه.
وروسته روکسانه د خپل یوولس کلن زوی څلورم سکندر سره یو ځای په مقدونیه کې د مقدوني سکندر ځایناستي (انت پاتا) د زوی (کاساندر) له خوا ووژل شوه.
تانير وايي: «د سکندر دويمه ميرمن چې د دريم داريوش لور وه د روکسانې له خوا وژل شوې وه.»