چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد مالي صندوق کارکوونکي: ولسمشر ته د غلطو معلوماتو رسېدو له امله...

د مالي صندوق کارکوونکي: ولسمشر ته د غلطو معلوماتو رسېدو له امله دا صندوق لغوه شوی

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د افغانستان د ملي مالي صندوق کارکوونکي وایي، ولسمشر دا صندوق د غلطو معلوماتو پر اساس لغوه کړی دی.

دې کسانو غوښتنه کړې چې د یاد صندوق د لغوه کېدو عوامل دې د یو بې طرفه کمیسیون له لوري په بشپړه توګه وڅېړل شي.

د ملي مالي صندوق د کارکوونکو په وینا د پرېکړو د عالي بورډ له لوري ولسمشر ته په لېږل شوې راپور کې د دې بنسټ په اړه غلط معلومات ورکړل شوي نو ځکه یې لغوه کړی دی.

خو د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې په دې اداره کې یوازې تنخواګانې اخیستل کېدې او تش پروپوزلونه پکې ښکته او پورته کېدل.

سرچینه کاږي په دې اداره کې فساد اوج ته رسېدلی وو او کومه لاسته راوړنه یې هم نه لرله.

دا بنسټ څه موده مخکې د ولسمشر اشرف غني له لوري د یوه فرمان په صادرولو سره لغوه کړل شو.

1 COMMENT

  1. ولسمشر هر کار د ځینو خارجی کسانو سره په مشوره سرته رسوی مګر بیا وروسته چی پوه شی چی دا کار را څخه په غلطی کی شوی نو بیا پښیمانه وی نو لومړی ولسمشر باید داسی افغان مشاورین ځان ته انتخاب کړی چی پدی خاوره او پدی ولس یی زړه دردیږی او وزارتو، ریاستونو او نورو معینتونو څوکیو ته داسی اشخاص وګماری چی خاوری ته ژمن وی نه دا چی خارجی هیوادونو ته لکه امریکا، برتانیه ، روسیه، جرمنی، فرانسه، ایران، پاکستان او هند او همدارنګه چین ته متعهد وی

    ولسمشر لا تر اوسه خپل ځان ندی پیژندلی چی زما دنده او مسؤلیت څه ده او زما صلاحیت څومره ده

    د پارلمان له ډاره یی جنرال سادات لیری کړ او اوس د غلو اندازه تر دی حده راورسیده چی د کورنیو چارو وزیر یی د ویشتلو امر کوی یوه ورځ کورنیو چارو وزارت څو کسان د غلاوو په تور نیولی وو چی ددی وزارت یوه چارواکی ددی غلو انځورونه په فیسبوک پاڼه نشر کړی چی ټول پنجشیریان وو چی زیاتره پنجشیریان غبرګون ښودلی وو مګر ولسمشر اشرف غنی د تیر ولسمشر کرزی په څیر همدوی یعنی پنجشیریان ته زیات امتیازات ورکړی او ورکوی یی

    کچیری د قدرت د بقا لپاره دا کار کوی بهتره ده چی همدا نن ولس ته رښتیا ووایی چی فلانی چارواکی د همدی غلو او مافیا ډلو څخه مالی او نظامی اوسیاسی ملاتړ کوی کچیری نومونه نشی اخیستی بیا ریاست جمهوری څوکی مخی ته وړل د افغانانو رنځ نشی دوا کولی نو بهتره ده چی تری تیر شی

    ځکه همدا کسان پدی ۲۰ کلنه دوره کی ډالر هم کسب کړل او ظلم او ناروا یی هم وکړ آن تردی چی قاتل پدی ولس باندی مارشال کړ اود قهرمانو څیری خو ټول فیسبوک نیولی داسی ښکاری چی د هیواد اصلی تباه کوونکی افغان ولس دی په تیره بیا پښتانه ځکه تر اوسه دی پښتنو میشتو سیمو ته هیڅ کار ندی شوی او هرڅوک د خپل سمت لپاره کار کوی او خپل خپلوان لوړو څوکیو باندی ګماری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب