Homeخبرونهملي امنیت ریاست وايي، پر امرالله صالح یې د برید پلان کوونکې...

ملي امنیت ریاست وايي، پر امرالله صالح یې د برید پلان کوونکې ډله نيولې

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د ملي امنیت ریاست وايي د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه لس کسیزه ډله یې نیولې چې پر امرالله صالح یې د برید پلان جوړ کړی و.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې دا کسان د یو لړ علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

یاد ریاست تر اوسه دا نه دي ویلي چې دا کسان یې چېرته او کله نیولي خو زیاتوي چې په دې اړه به وروسته جزیات خپاره شي.

څه موده وړاندې کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې نوموړی پکې برسېرن ټپي شو، خو ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...