تاند (شنبه د میزان ۱۹) شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې شپږو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې دا پېښه نن سهار د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په ماڼه مندره سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستاني چارواکو په وینا وسله والو په دې سیمه کې پر یوې پوستې برید کړی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت کوم چار یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دوه نو چي شي دي۔ خوله به مو ماته شي چې 200 تنه ووايی۔
پاکستاني مجاهدين زنده باد،