پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د روحي ناروغۍ لومړنۍ نښې

د روحي ناروغۍ لومړنۍ نښې

نن د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. د رواني روغتیا د لرلو لپاره دا لاندې ټکي په پام کې لري. دا په رواني ناروغۍ د اخته کېدو لومړنۍ نښې دي:

تر اندازې ډېر خوړل یا لږ خوړل.

تر اندازې ډېر ویدیدل یا برعکس تر اندازې لږ خوب کول.

له خلکو ځان لېرې ساتل او له معمول فعالیتونو دډه کول.

ځان ډېر بې انرژۍ او سست احساسول.

د بې تفاوتۍ د احساس زیاتوالی.

د داسې درد احساسول چې دلیل او ځای یې تشخیص کولی نه شئ.

د بېچاره توب او نهیلۍ احساس

څوک چې عمل لري، مثلاً سیګرېټ او نور په استعمال کې یې افراط کول.

ځان مغشوش، منزوي، هېرجن، خوابدی، اندېښمن یا بېرېدلی احساسول.

د کورنۍ له غړیو او دوستانو سره خوابدي او جنجال کول.

داسې خلق تنګي چې له نورو سره د اړیکو د خرابېدو سبب کېږي.

په دې فکر کول چې ځان یا نورو ته ضرر ورسوي.

داسې احساسول چې په غوږنو کې ږغونه اوري خو په حقیقت کې څه نه وي او بل څوک یې نه اوري.

د ځینو فکرونو او خاطرو چې غواړي هېر یې کړي او نه یې هېرېږي او نه یې له ذهنه وځي.

د خپلو ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې پاتې راتلل لکه د خپلو ماشومانو د پاللو یا د ښوونځي په کارونو کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...