جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپینتاګون د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان...

پینتاګون د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان په اړه څه نه وايي

تاند (شنبه، د میزان ۱۹) د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ تر راتلونکي کرسمیس پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان په داسې حال کې وکړ چې له طالبانو سره د افغانستان د دولت خبرو تقریباً هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

ځینې امریکايي رسنۍ او شنونکي؛ سره له دې چې په دې کې شک نه ویني چې ولسمشر ټرمپ د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی خو له افغانستانه تر مهالوېش وړاندې د ځواکونو د ایستلو په اړه د ده وروستی ټویټ د امریکا د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره تړلی ګڼي.

اکثره امریکایان له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي.

خو امریکايي رسنۍ د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ ټویټ د توقع خلاف بولي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون تراوسه پورې د ولسمشر ټرمپ د اعلان په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

خو د پوځ یوه چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط د امریکا غږ انګلیسي برخې ته ویلي چې د ټرمپ خبرې یې په دې اړه د لومړي ځل لپاره په ټویټر کې ولیدې او په دې اړه له دوی سره خبرې نه دی شوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پنتاګون د چارواکو په قول ویلي، دوی له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له دې پلانه، چې ولسمشر ټرمپ اعلان کړی، خبر نه دي او نه دوی ته ویل شوي چې د ځواکونو ایستل چټک کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو په اړه د پنتاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي خبرداری ورکوي او وايي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره د مشخصې نېټې ټاکل کېدای شي د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بریالیتوب له خنډ سره مخامخ کړي.

د ولسواکۍ د دفاع بنسټ د څېړنیز انستیتیوت غړی براډلي باومن امریکا غږ ته وویل:

«ولې موږ ۲، ۳، ۴ زره ځواکونه له هغه ځایه وباسو چې په نړۍ کې تر بل هر ځای هلته ډېر  تروریستان، تروریستي ډلې او تنظیمونه شته، دا ډېره بده پالیسي ده. بیخي ښکاره ده چې ولسمشر تر انتخاباتو مخکې د سیاسي هدف لپاره اعلان کړه.»

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان په داسې وخت کې وکړ چې دفاع وزیر مارک ایسپر له هیواده دباندې و او د پنتاګون د چارواکو اکثره غړي د کورونا ویروس د خپرېدو په خاطر قرنطین دي.

د دې ورځپاڼې پر اساس د پنتاګون چارواکو پرون (پنجشنبه) د ټرمپ د ټویټ په اړه، چې تر کرسمیس پورې امریکايي پوځیان له افغانستانه باسي، له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې په دې باب له سپینې ماڼۍ څخه معلومات واخلي.

درې اوونۍ وړاندې د پنتاګون یوه جګپوړي چارواکي کانګریس ته ویلي و چې تر نوومبر پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۵ زرو ته کم کړي.

خو په داسې حال کې چې یو شمېر امریکايي چارواکي او کتونکي تر مهالوېش وړاندې او بې قید و شرطه د امریکايي ځواکونو ایستل د افغانستان د سولې لپاره زیانمن ګڼي طالبانو د ولسمشر ټرمپ د ټویټ هرکلی کړی دی او هغه یې د سولې لور ته یو ګام بللی دی.

1 COMMENT

  1. افغانان هم دا تمه لری چی ټول امریکایان لدی پاکی خاوری ووځی او افغانان د خپل هیواد سرنوشت پخپله وټاکی مګر داسی ښکاری چی دا ډول خبری د ټرمپ کمپاینی خبری دی او عملی جنبه نلری ځکه یوه ورځ ښآغلی امرالله صالح د طلوع تلویزیون سره مرکه کی وویل چی امریکا په سیمه او افغانستان ګډی ګټی لری او افغانستان د امریکا لپاره ستراتیژیکه نقطه ده کچیری دوی ووځی نو هغه وعدی چی دوی د بن په کنفرانس کی کړی تر اوسه عملی کړی ندی نو پدی پوه شی چی امریکا په سیاست او جنګ کی ماتی خوری او د پوځ له وتلو سره داسی شی لکه څرنګه چی روسان له افغانستان څخه ووتل او داخلی اقتصاد ته یی ضربه ورسیده نو امکان شته چی امریکا د اقتصاد او سیاست له پلوه ماتی وخوری او تر ۲۰ نورو کالو پوری هم خپل ځان سمبال نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب