جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړل

اذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړل

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوربند له ټینګیدو وروسته اوس دواړو خواووې یو پر بل د اوربند د نقض کېدو تورونه پورې کوي.

د ارمنستان د دفاع وزارت پر مقابل لوري تور لګولی چې د اوربند له ټینګېدو څو ساعته وروسته یې د نګورنو قره باغ سیمه کې عملیات کړي دي.

په ورته مهال اذربایجان هم ویلي چې ارمنستاني ځواکونو د نګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې د دوی خاوره بمبار کړې ده.

د راپورونو له مخې دواړو هیوادونو تیره شپه شاوخوا دولس بجې د روسیې په منځګړتوب تر اوربند کولو څو ساعته وروسته تازه بريدونه کړي دي.

د اوربند کولو دغه هوکړه روسیې ته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر وروسته شوې چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو په تبادله هم سلا شوې وه.

دغه اوربند د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په منځګړتوب له لس ساعته خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوی و.

باید وویل شي چې د آذربایجان او ارمنستان تر منځ د نګورنو قره باغ په نوم سیمه کې د جګړې له پیلېدو راپدېخوا سلګونه کورونه او وسایط له منځه تللي او څه باندې ۴۰۰ کسان پکې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب