جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، هیله لري چې ټرمپ انتخابات وګټي

طالبان وايي، هیله لري چې ټرمپ انتخابات وګټي

تاند (شنبه، د میزان ۱۹) افغان طالبان وايي، هیله لري چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دونالډ ټرمب بریالی شي.

سي بي ایس نیوز تلویزیون وايي، ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ له یوې داسې ډلې د تایید رایه ترلاسه کړه چې د ده جمهوریپال ګوند یې ردوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دې شبکې ته په ټېلفوني مرکه کې وویل«موږ هیله لرو چې دی (ټرمپ) به انتخابات وګټي او له افغانستان څخه به امریکايي پوځیان وباسي.»

سي بي ایس وايي، طالبان د کورونا ویرس له درکه د ښاغلي ټرمپ په اړه یو څه اندېښنه لري.

د طالبانو یوه بل مشر سي بي ایس ته وویل«کله چې موږ خبر شوو چې ټرمپ په کورونا ویروس اخته شوی، موږ ته د ده د روغتیا په اړه اندېښنه پیدا شوه، خو داسې ښکاري چې په ښه کېدو دی.»

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ارتباطاتو رييس ټیم مورتا په یوه بیان کې سي بي ایس ته ویلي چې دوی د طالبانو ملاتړ ردوي او طالبان باید پوی شي چې ټرمپ به تل په هرې ضروري وسیلې د امریکایانو ګټې وساتي.

https://taand.net/%d9%be%db%8c%d9%86%d8%aa%d8%a7%da%ab%d9%88%d9%86-%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3/

حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵ زره لږ دی او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې د راتلونکي میلادي کال په پیل کې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر نه وي. خو دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې تر کرسمیس پورې یه تقریباً ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

د ټرمپ د دې اعلان په اړه ګڼو امریکايي او اروپايي چارواکو حیرانتیا ښودلې. د امریکا د دفاع وزارت ځینو چارواکو او د ناټو سرمنشي ویلي چې له دوی سره په دې اړه مشوره نه ده شوې.

طالبانو د ټرمپ د دې اعلان هرکلی وکړ.

3 COMMENTS

  1. ټول طالیبان نفلونه،ختمونه ،روژی.دعاګانی شروع کړی چه ستاسو نوی بادار ټرمپ انتخبات وګټی

  2. پنجابی قیدانی طالبان خپل هم قطاره وحشی ترمپ ته د انتخاباتو ګټلو لپاره خدای پاک دربار ته په سوالو لګیا شوی دی دا امر به البته د ترمپ له خوا د آي ایس آی له لاری ورته شوۍ وی ، امریکا ملت د همداسی پلیتو اشخاصو له خوا ګروګان شوۍ دی لکه د افغان غیرتی ملت په شان ، د تاسو عادتی سجدی به دی لیونی ترمپ لپاره ګټه ونه رسوی بلکه تاسی خپله غلامی پدی پلیت اظهار سره نوره هم روښانه تمثیل کوۍ !!!!

  3. طالبان هرچاته غلامي کوي که روس ، که پاکي ، که ترمپ او که کمونست چين وي مقصد چه د دوی ګټي پکشي خوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب