جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېنجونې، د سولې استازې| شمس الحق حیران

نجونې، د سولې استازې| شمس الحق حیران

نجونې د الهام بښونکي ژوند بېلګې او د هیلو ډېوې دي. بشر یې په موسکا پايي او د عاطفې تودې وړانګې یې د انساني ژوند د ګلبڼ له سره د جګړې او نښتو د تورو ورېځو غرونه ویلي کوي، د مینې او عاطفې په نازکو څاڅکو یې بدلوي او زموږ پر مخ د رڼا کړکۍ پرانیزي. نجونې په نړیواله کچه په هر پېر او هېواد کې د سولې استازې پاتې شوې او تل له شخړو او نښتو کرکه لري. نجونې لومړی لانجې نه کوي، که یې خدای مه کړه په کومه خبره له نورو سره لانجه شي، د ټوپک په خوله خبرې نه کوي، بلکې ټولې شخړې او ستونزې د خبرو او قناعت له لارې حلوي. دوی د قانون او مقرراتو اطاعت کوي، هره یوه یې د ژوند په زړه پورې سلیقه او مثبت فکر لري او له نورو په ځانګړې توګه نارینه پوړکي تل د متقابل درناوي او باارزښته چلند هیله لري. 

پر دې ټولو زړه راښکونکو ځانګړنو سربېره، نجونې په کور، ښوونځي، پوهنتون او کاري چاپېریال کې د عالي فرهنګ نمونې دي. په کوم ښوونځي کې چې ما زده کړې کولې، د سهار له خوا به موږ هلکان ورتللو او د ماسپښین له خوا نجونې. اعتراف کوم چې زه او ټولګیوال مې ډېر شوخ وو، د ښوونځي دسپلیني اصول مو ماتول، جامې او درېشۍ مو نامنظمې او ګډې وډې وې، ځينو سرځېله هلکانو به د ټولګي ښيښې او څوکۍ ماتولې او په دېوالونو به یې بې ځایه تورې کرښې کاږلې، آن له ټولګي د وتلو پر وخت به مو یو بل ټېل وهل او کله ناکله به ځينې هلکان سخت ژوبلېدل. باید ووایم چې موږ ټول داسې نه وو، ډېر لږ شمېر هلکان به له نورو متفاوت او د نظم تابع هم وو خو؛ باور وکړئ، ښوونځي ته په ننوتو به دې لیدل چې د نجونو له رخصتېدو وروسته د ښوونځي انګړ له خاورو خځلو او اضافي کاغذونو پاک او تازه دی، د ټولګي مېزونه، څوکۍ او نور توکي هر څه منظم او په خپل ځای اېښي، په هېڅ څوکۍ د فلانۍ یا فلانۍ د ملکیت دعوا نه ده لیکلې، په هېڅ دېوال ښځينه نومونه په تورو رنګونو او تېرو توکو نه دي راښکل شوي او هېڅ ښيښه نه ده ماته شوې. د دې برعکس به مو لیدل چې د ښوونځي په دهلیز کې د هر ټولګي د دروازې تر څنګ د نجونو د هنر زړه وړونکې نظمي او نثري لیکنې، انځورګرۍ او په زړه پورې ادبي ټوټې په رنګ آمیزه کاغذونو د دېوالي جریدې په ښيښو کې ځای په ځای شوې او د لوستونکو  زړه او ذهن د مثبتې انګیرنې، لوړې انګېزې او هڅونې په رنګینیو ښکلی کوي. ښوونځي ته د تګ پر مهال به هم ټولو نجونو یو ډول حجاب او ځانګړې درنې جامې کارولې، د هېچا سپينې سترګې به نه وراوښتې او دوی به د پوهنې په عظیمه لار خپل سپېڅلی مزل کاوه. له نېکه مرغه دا بهیر لاهم دوام لري او له ټولو ستونزو سره سره، د هېواد لکونه لوڼې زده کړې کوي. 

نجونې، دا د آرامۍ او وقار نمونې حق لري چې ښوونځي ته ولاړې شي، پوهنځۍ ولولي، د کورنۍ د پاللو تر څنګ په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره فعالانه رول ولوبوي، استعدادونه یې د ټولنې دردونه دوا کړي، خپل او د نورو ژوند ته خواږه وبښي. راځئ، د افغان نجونو د ټولو شرعي، قانوني او بشري حقونو د تأمین لپاره مبارزه وکړو او دا مبارزه له خپلو خویندو، لوڼو او مېرمنې پیل کړو. راځئ خپلو خویندو میندو او لوڼو ته مینه ورکړو او په ستومانیو او لاس ته راوړنو یې سترګې پټې نه کړو، ویې ستایو، پرې وویاړو، لاسنیوی یې وکړو، آسانتیاوې ورته برابرې کړو، ډاډ ورکړو او د ژوند له کږلېچونو ډکه لار کې یې له اوږو د ستونزو درانه پېټي واخلو. 

نن د نجونو نړیواله ورځ ده. دا ویاړلې ورځ دې ټولو افغان ملالو نجونو، زما خویندو او ورېرې ګلې وړانګې او د سږني کانکور د اتلې آغلې شمسیې په ګډون هغو  زرګونو نومورکو اتلو نجونو ته مبارکه وي چې د ویاړنو، استعداد، شخصیت، جادوګرو الفاظو او خدای ورکړو وړتیاو غمي یې د ناوړه ټولنیزو دودونو او باورونو په ايرو کې پټ دي. په دې هیله چې یوه ورځ به د جګړې له غبار لرې، د سولې په فضا کې د دې ځلانده غمیو له ځلا د ایرو بڅري څنډ وهو او هرې افغانې نجلۍ ته به د ټولو انساني حقونو د ورکړې خوب په واقعیت بدلوو. 

د تلې شلمه، د نجونو نړیواله ورځ!?❤️? 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب