پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبطنزونهتياره خوبونه او راڼه تعبيرونه (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

تياره خوبونه او راڼه تعبيرونه (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

دوهمه برخه

په خوب کي موټر ليدل:

که يو وزير خوب ويني چي موټر يې پنچر سوی، خو دی بيا هم موټر په همدې پنچر سويو ټايرونو چلوي، نو تعبير يې دا دی چې د وزارت څوکۍ به يې د اختلاس او غلا په تور وځنډول سي، خو دی به يې لکه ګلمرجان نه مني او ځان به بيا هم وزير بولي، سږمې به يې لکه کفچه مار پړسولي، وسله وال سړي او زغره وال موټر  به ورسره وي او تر پخوا به ډېر د وزارت معینانو او رئيسانو ته اخطارونه ورکوي.

علامه شيخ الفساد و شرالعباد فرمايي چي که په همدې خوب کي د وزير صاحب  د موټر پنچري ونيول سوه، نو دا مانا لري وزير صاحب به د څارنوالانو او قاضیانو په مخ کي په پزه خط وکاږي او د نصوحا په شان به ريښتينې توبه وباسي چي بيا به د غلا پيسې يوازي نه خوري، بلکي د وطن او ملت د عاشقانو ونډه به هيڅکله هم نه هېروي لکه څارنوالان، قاضيان، د ولسي جرګې  وکيلان ، جهادي رهبران او داسي نور غټايټ چارواکي ، بس هغه دی چې قاضیان او څاروالان به هم د هغوی توبه قبوله کړي او بيرته به وزير سي، خو دا وار به له (مار) څخه د (ښامار) مقام ته ترفيع وکړي او هره ورځ به په سپينه ورځ د  قاضيانو په مخ کي د ملينونو ډالرو غوړي ګولې ژوندۍ ژوندۍ تېروي، خو هيڅوک به حساب نه ورسره کوي، بيا به دا ډار نه وي لکه په دې متل چي ويل سوي دي: (( زما بي بي غوړي خوري، د بي بي کونه چينجي خوري)).  

که کوم جهادي رهبر خوب ويني چي د کلونو کلونو زوړ موټر چي يوازي يې هډوکي پاته و، له سره ترميم کړی دی او تر نورو موټرو ډېره چټکه منډه کوي، نو دا تعبير لري چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به يې نوم له تور لیست څخه وباسي او د ډيموکراسۍ په ورا کي به د ډوول او سندرو په بدرګه کابل ته  ننوزي. مولانا شيخ الاصنام و عدووالانام  وايي چي که همدا ستر  رهبر خوب ويني چي کابل ته د ننوتلو پر مهال يې د موټر يو ټاير پنچر کېږي، نو تعبير يې دا دی چي يوازي د امنيت شورا له تور لیست څخه وتل کفایت نه کوي، په کابل کي د امنیت شورا ګڼ شمېر لمسيان او پرکټيان هم پاته دي، بايد د هغوی دوعا هم واخيستل سي چي هغوی يې هم له خپل تور لیست څخه وباسي، که نه نو په کابل کي ژوند کول داسي اسانه کار هم نه دی. دا جهادي رهبر  يوازي په دې نه بخښي چي مشهور غل  (سقاو) يې ستر مجاهد او قهرمان وباله، بايد په شفاهي او ليکلې بڼه توبه وباسي. دی بايد خپلو پخوانيو جهادي فتواوو او ويناوو ته نوې توجيه پيدا کړي، د نوي ډيموکراسۍ پرتوګ ورواغوندي او بيا کابل ته ننوزي.

مولانا ګنج الفساد و ميکروب العباد  فرمايي چي که همدا جهادي رهبر خوب ويني چي د کابل د يوه پر سر يې موټر درولی، نو تعبير يې دا دی چې د کابل ټولي دولتي او شخصي ځمکي زورواکانو نيولي او ده ته يوازي همدا غرونه ور پاته دي، خو متل دی چي وايي: دا ستر رهبر  د يوه بل جهادي رهبر په تقليد  کولای سي چي د پغمان غوندي په غرونو کي پاچهي جوړه او د غرونو له پاسه لوړ  او عالیشانه  قصرونه اباد  کړي.  

که کوم سپين ږيری سياسي رهبر  خوب ويني چي موټر يې د تګ پر مهال ناڅاپه درېږي او سلف نه وهي، نو تعبير يې دا دی چې د مرګ وخت يې رارسېدلی او ډېر ژر به يې زړه ودرېږي، نو ښه به دا وي چي د برېښنا د څوارلسو کالو محصول ورکړي، که نه نو په قبر کي به د نکير او منکر له سختو پوښتنوګروېږنو سره مخ سي، بیا که يې تر مړيني وروسته زامن له شرمه دا پيسې دولت ته تحويل هم کړي، نو راپور يې د نکير او منکر  ډيټابيس ته نه رسېږي او دی به د قيامت تر ورځي پوري دومره ګوزارونه وخوري چي په کابل کي د شر او فساد راکټونه به ورپه ياد سي.  

که د ولسي جرګې يو وکيل خوب ويني چي چا يې موټر غلا کړی، نو تعبير يې دا دی چې دی به د ژمي په رخصتيو کي د خپلو موکلينو د پوښتني پر ځای اروپا ته تللی او په غياب کي يې اجرائيه قوې داسي فرمانونه او چلونه عملي کړي چي کله دی په پسرلي کي بيرته راستون سي، نو ګوته به په غاښ ورته ونيسي، نه به د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحيت سوي وزيران له کاره ګوښه سي او نه  به نوي وزيران ورمعرفي کېږي، تر څو چي ژمی تېرېږي، نو د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه به هم اعلان سوې وي، دا به داسي بد خبر وي چي له ټولو وکيلانو څخه به ژرنده او مسجد هېر کړي. بس لکه  د محشر ورځ  هرڅوک به د نورو پر ځای د ( نفسي، نفسي) نارې وهي.

شيخ  لړم بن کرم صاحب فرمايي چي که داخله وزير خوب ليده چي د موټر اسناد يې تر وخت تېر سوي، نو تعبير يې دا دی چې د تابعيت تذکرې به د عصر حجر غوندي د کتابچې په بڼه چاپ سي، نه به اليکټرونيکي تذکرې او نه به پخوانۍ پيسې پاته سي، دا لنګه غوا به ناڅاپه وچه سي او د ولسي جرګې د وکيلانو هغه چنې او مبارزې به هم اوبه يوسي چي د يوې کلمې د اصلاح په خاطر يې ګاللي وې.  

که د ګمرګ رئيس خوب ويني چي د ماليې وزارت موټر په واوره کي بند سوی، خو دده موټر ښه ګړندی روان دی، نو دا تعبير لري چي د واوري د ډېر اورښت له امله به له کابل څخه ولايتونو ته ټولي غځېدلي لاري بندي سي،  په دې صورت کي د ماليې وزارت د ګمرکي عايداتو د نظارت لپاره د دوی سيمي ته هيئت نه سي استولای. د ګمرک رئيس کولای سي چي له دې طلايي فرصت څخه ګټه واخلي او هغه ترازو بند کړي چي باري موټرونه  تلي، د واوري په پلمه متبادلي لاري غوره کړي، ګمرکي تعارفې لکه د واوري غرټي غوندي دومره غټي جوړي کړي. په همدې څو ورځو کي ځان دومره موړ کړي چي د محشر په ورځ راکښېني، نو دومره لوی او دروند ټېغ وباسي لکه د ژيړي ډبې چاودنه.

که کوم ټرافيکي پوليس خوب ويني چي موټر يې ټکر سوی، نو دا تعبير لري چي يو نشه ځوان به په نيمه شپه کي د ده مخکي يو نوی ماډل او ډېر قيمتي موټر ټکر کړي، کله چي دی موټر له نژدې وګوري، نو له ځوان سره به له پیسو پرته بل هيڅ ډول  اسناد نه وي، ځوان به ده ته دومره پيسې ورکړي چي د يوه کال معاش به وي. يو متل دی چي وايي د خره مرګ د سپو اختر وي، خو دا متل به په خوب کي داسي وي: د موټر ټکر د ترافيکي پوليسو اختر وي.

که د ګازو او تېلو د شرکت يو  مشر خوب ويني چي د موټر تېل يې هيڅ نه خلاصېږي، نو مانا يې دا ده چي د واوري د اورېدو له امله به د هيواد ټولي لويي لاري بندي سي، دی به له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د تېلو او ګازو بيه به دوه برابره لوړه کړي، خو که د همدې شرکت رئيس خوب ليده چي د موټر د تېلو ټانکۍ يې سورۍ سوې، نو دا مانا لري چي له دې لاري لاس ته راغلي پيسې يوازي نه سي خوړلای، بايد د پوليسو او عدلي ارګانونو کولمې هم ورغوړي کړي، خو که داسي و نه کړي، نو له عدالت څخه به هيڅ ځای هم پټ پاته نه سي.  

که کوم سفير خوب ويني چي له خپل نوي موټر سره سيلفي عکس اخلي، نو دا مانا لري چي له يوه بهرني ولسمشر سره به ملاقات وکړي، په دې ملاقات کي به د خپل وطن مسائل  پاته وي او موضوع به دا وي چي کله په نوموړي هيواد کي د ده وظيفه پای ته ورسېږي، نو ده ته دي د دې هيواد تابعيت ورکړل سي. ولسمشر به د سفير پر دې احمقانه خبره باندي وخاندي، خو دی به داسي فکر کوي لکه هغه چي ورته خندلي وي، داسي په خوند به غاړه اوږده کړي لکه د مينده پسه  لاندي برخي ته چي لاس وروړې. د ملاقات په  اخير کي به له ولسمشر سره يو جانانه سيلفي عکس هم واخلي، پر خپله فيسبوک پاڼه به يې خپور کړي او داسي به ورسره وليکي: (( افغانانو نوې بريا مو مبارک سه!))   

که د کوم خصوصي ټلويزيون مشر خوب ويني چي په تورو ښيښو والا موټر کي سپور دی،  نو دا خوب بدشګون لري. مولانا  ټلويزيون  والانفلاسيون فرمايي چي دا ټلويزيون له ده پرته بل هيڅوک هم نه ګوري. خلک ځکه ځني خواتوري او ستړي سوي چي ټوله ورځ دده خپلي ويډيوګاني او انځورونه پورته و کښته کوي. د ده ټلويزيون  که څه هم له هيواده دباندي يو خبريال هم نه لري او يوازي په دوو ژبو خپروني کوي، خو دی يې نړيوال ټلويزيون بولي. متل دی چي وايي: کارګه ويل زما سپين ککيه زويه او ځيږګي ويل زما پستکيه زويه.    

که د محلي پوليسو يو قوماندان خوب ويني چي موټر يې غلا کړی او يو پټ ځای يې ساتلی دی، نو دا تعبير لري چي يوه لويه ګناه به وکړي. د خپلو لنډغرو په وسيله به يوه معصومه پېغله نجلۍ وتښتوي او په خپل ځانګړي کور کي به يې ساتي، له خپلو لنډه غرور سره به  هره ورځ په ډله ييز ډول جنسي تېری ورباندي کوي،  خو څو مياشتي وروسته به رسوا سي. مفتي احمق بن زنبق فرمايي چي  که همدا قوماندان خوب ويني چي د موټر د غلا په تور نيول کېږي او بيرته خوشي کېږي، نو دامانا لري چي دی به د محکمې د يوه قاضي کولمې ورغوړي کړي. قاضي به خپله ورته ووايي چي غم مه کوه، زه به نکاح خط درجوړ کړم او يو کال مخکي تاريخ به ورباندي ووهم، د تحقيق پر مهال پوليسو ته ووایه چي دا مي خپله مېرمن  او حلاله نکاح مي ورسره تړلې ده، اوس يې ځکه په ما دا تور پوري کړی چي له بل چا سره لار لري. په دې ډول به پوليس تا پرېږدي او نجلۍ به د امن خوني ته واستوي.  

مولانا چنګاښ بن پرتوګاښ  فرمايي چي که همدا قوماندان خوب ويني چي خزدکي (ګونګټي) چټلي په پښو کي نيولې او د ده د  موټر له مخکينۍ ښيښې سره ټکر کوي، نو دا تعبير لري چي دا ظلم به يې دوام و نه کړي، د سړک د غاړي پر يوه لويه او تکه ژيړه ډبه (بوشکه) به وربرابر سي، تر څو چي ملګري يې ور رسېږي، نو د ده چټلۍ به مخکي لا خزدکو خپلو خوراکي ګودامونو ته وړي وي.   

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    یاره عبدالنافع “ همت“ صاحب ! ډیر په زړهء پورې طنز دی.په مغزاوقلم دې برکتونه…
    خدای دې له عزیز نسین څخه هم مخکښ کړه.آمین.

    تاند والاوو وروڼو! که دهمدې (تیاره خوبونه او راڼه تعبیرونه ) طنز لومړۍ برخه هم د دې دوهمې برخې پای کې لینک کړئ او یا ېې بیا خپره کړئ ، لطف به مو وي، البته که زحمت نکیږي. په پوره درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب