سه شنبه, جنوري 14, 2025
Home+د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د وطن غمي

د لوړاګي په بټۍ کې زموږ شریکباڼي ټیلفون ته کولپ اچولی و، کله به چې د هغه خوښه وه، نو کولپ به یې پرانست، ما د شمېرو وړه کتابچه په ګوتو کې اړوله را اړوله چې شریکباڼی راغی:

ـ څه کړې؟

ـ یو ټیلفون کړم.

ـ لوکل؟

ـ لوکل یې څنګه؟!

ـ همدلته لواړګي کې که بل چېرته؟

ـ پېښور ته.

ـ ښه دا خو کوډ غواړي!

ـ له دې ځایه نشي که څنګه؟

ـ کېږي، خو ډېره خرچه پرې راځي.

په مړاو ګوتو یې کولپ پرانست، کتابچه یې را نه واخسته.

ـ په دې خو زه نه پوږم (پوهېږم)!

ـ ولې؟

ـ دا ده(دې) په پښتو لیکلي.

ـ نو ته په پښتو شمېرو هم نه پوهېږو.

ـ نه کنه، مونږ سره انګلېش کې خبرې کړه.

کتابچه مې ترې ټک وهله، یوه یوه شمېره مې ور ته ویلې او دلته د ټیلفون ګردۍ پرې تاووله. یوه شېبه یې خپل غوږ ته نیولې وه:

ـ واخله خبرې وکړه.

یوه نا اشنا نري تت غږ سره مخ شوم، و مې پوښت:

ـ انځور صاحب مې پکار دی.

ـ غوږ کې دې وي.

یوه شېبه وروسته غږ راغی:

ـ انځور یم.

ـ زه ازمون یم.

ستړي مشي خواره مشي وشوه، دستي یې را ته وویل:

ـ راځه که نه؟!

ـ زه خو اوس لوړاګي کې یم.

ـ نو څه وخت دې خوا را ځي؟

ـ دوه ورځې وروسته

ـ هرکله راشې!

له ژمنې سره سم دوه ورځې وروسته د ۱۳۷۱ل کال د غبرګولي په څلورمه د پېښور ابدره روډ په خیبر پلازه کې افغان کولتوري ټولنې دفتر ته ورغلم، استاد انځور یوې سړې کوټې ته چې د دوی عمومي دفتر و، ور وستم. خولې را پورې وچې شوې، د کوټې په یوه کونج کې مې وره ته څېرمه پر یوه وچ کلک سړي، سترګې خوږې شوې، له سپینو او تورو ډکو ډک وېښتان یې شا ته اړولي وو، قره قلۍ یې د مېز پر سر ایښې وه،  په نریو سپینو قاسمي غاړه جامو کې یې نرۍ نرۍ پوښتۍ له ورایه شمېرل کېدې، غومبري یې هم د مخ په ژوره زېړ بخنه کاسه کې ورک او بادامي سترګې یې په ګڼو وروځو کې رپېدلې، لکه په عمر عمر مې چې ورسره لیدلي کتلي او په یوه جومات کې مې ورسره تل لمونځ کړی وي، د لطف او مهربانۍ غېږه یې پرانسته، بېرته خپل مېز ته کېناست، یو لوی کتاب یې مخ ته غوړېدلی و، په ویښتانو به یې لاس تېر کړ او غوړېدلي کتاب ته یې له سترګیو پرته کتل، د واښه رنګه لاجوردي تسبو په اوږد لړ کې یې وړې وړې دانې په ډېره مینه او لطف نریو ګوتو کې اړولې را اړولې او یوه یې له بلې سره غاړه غړۍ کوله. د چایو یوه غټه پیاله یې مخ ته ایښې وه، سمدستي یې یو کس په سترګو کې پوه کړ چې مېلمه ته چای راوړه، ما ددغه انسان تودې مینې او د چوپتیا په شور کې نرۍ نرۍ ښکالو ته کتل، دغه خواږه او په مانا کې ورک انسان، لکه د لاجوردي تسبو دانې، شمېرلې او له شرنګه ډکې رڼې رڼې خبرې کولې، له ځانه سره بوخت وم چې دی به څوک وي؟ د انځور له خولې مې دغه لوی انسان پخپلې غزلیزه شاعرۍ کې پیدا کړ.د لطف او مهربانۍ دغه ستر انسان محمد صدیق پسرلی و. اخوا ترې یو بل خیالولی تک سپین ځوان ناست و، د مخ پر سپینه کاسه یې نرۍ توره پرېټ شوې ږیره وه، تک تور تاند برېتونه یې پر نریو شونډو راخواره وو، ویښتان یې ورو ورو د سر له کوپړۍ الوته، خیالولی خیالولی غږېده. له سپینو جامو یې ګلابي وږمه را الوته، دا خیالولی او ظریف انسان امان الله ساهو و.

 انځور صاحب د دوی له پېژندنې وروسته زه هم ور وپېژندم، بیا یې را ته د پسرلي صاحب د شاعرۍ ستاینه وکړه، د پسرلي صاحب یو څه شعرونه مې ددوی پر مټ خوره شوې سپېدې مجله کې لوستي وو.

پسرلی مې نازکخیاله شاعر وموند، ساهو پاڅېد، سمدستي یې سپېدې مجلې او ځینې نور کتابونه راکړل، دا مهال یو بل ږیره خرېیلی، پنډ سړی چې غټې غټې تورې چشمې یې په سترګو وې؛ خوله خوله پر کوټه را ننوت، له دوی سره تر ستړي مشي وروسته خپلې کوټې او مېز ته لاړ، انځور صاحب را ته وویل:

– دا رفېع صاحب دی.

رفېع صاحب مې هم پخوا نه و لیدلی، دده د ځوانۍ تصویرونه مې لیدلي وو، خو اوس په هغه دم کې نه و پاتې، انځور  صاحب یې کوټې ته وروستم، هغه په څه لیک بوخت و، کله یې چې پر موږ سترګې ولګېدې، نو قلم یې کېښود او ویې ویل:

ـ د یارانو کتل او اورېدل پخپله لیک دی.

سمدستي پاڅېد، په مهربانو ګوتو یې  خپلې منظومې ټولګې را ته ډالۍ کړې، ګڼ  نور کتابونه یې هم راکړل، بیا مو یو له بله سره  شعرونه ولوستل.

انځور صاحب را نه همدا غوښتنه کوله چې یو بل ووایه او یو بل ووایه، زه د شعرونو په لوستو کې وم چې یو ببر سری ځوان پر کوټه راننوت، سلام یې وکړ ، انځور صاحب را ته وویل:

–  دا نورالحبیب نثار دی.

له نثار صاحب سره بلد څه چې تر دې دمه مې دده نوم هم نه و اورېدی، زما شعر ویلو دی هم وسکونډه او له حافظې نه یې یوه اوږده غزله واوروله.

مشاعره درې کسیزه شوه، زما برخه پکې غوښنه وه، دوی ویل، ته مېلمه یې زیات شعرونه ووایه. بل زه دوی ته نوی بوټی وم.

ما لا کتابچه را نغاړلې نه وه چې یو بل غوښن، تسمه، پاک سوچه مخ خو له خولو ډک سړی پر کوټه راننوت، ساه نیولی ساه نیولی پر ټولو تاو را تاو شو، پر ژبه یې د جان او قربان الفاظ وو، انځور صاحب دا جان قربان پیرمحمد کاروان را وپېژانده او را ته یې وویل:

ـ کاروان ښه شاعر دی.

 زه د کاروان له نوم او شعر دواړو سره بلد نه وم، دا لومړی ځل و چې د انځور صاحب له برکته مې دی هم ولید، انځور صاحب زه ور وپېژندلم او ور ته یې وویل:

ـ دی هم زموږ ځوان شاعر دی، اوس یې را ته یو څو شعرونه ولوستل.

کاروان صاحب وویل:

ـ که ما ته یې هم ولولي.

ما بیا لکه تیراوال ملا غوږ کې ګوته کېښوده او په شرنګ شرنګ مې دوه درې غزلې او ازاد نظمونه وړاندې کړل، کاروان له هر شعر سره چوق چوق کاوه، ما هم له ده نه د غزل اورولو هیله وکړه، کاروان  را ته سمدستي لکه ډک کړی ټوپک خپل یو غزل چې تازه یې لیکلی و، ولوست، د هغه غزل مطلع دا وه چې:

دغه مې چاړه دغه مې پړی دی

تا ته مې توی وړی واک در کړی دی

مقطع یې دا وه:

سور د روح په وینو د کاروان غزل

ته وا د کابل د پېغلې مړی دی

له دوی سره ناستې او مجلس مې شاعرانه رګونه تاند کړل، له دغه ځایه مې تګ ته زړه نه کېده ، خلک خو وايي چې پېښور د پېښو ور او د سلېښتو ډنډ دی، خو د شاعرانو ناستی ترې زیات دی.

 تېر مازیګر و چې له دوی نه مې رخصت واخیست . په ټوله لاره مې کتابونو ته کتل او دا هر یو مې د ذهن پر پرده انځوراوه.

د ټل مشاعره

د《۱۳۷۲》لمریز د دوبي سخته ګرمي وه، ننګرهار پوهنتون رخصت شوی و، کله به چې پوهنتون رخصت شو، نو زما زړه به راتنګ شو او مخ په پېښور به شوم، پېښور بیا هم ښه و، که نور څه نه وو؛ یار و دوست، ازادې خبرې، سندرې، کیسې او ټوکې ټکالې په کې وې، پېښور زړه تنګی نه و، دوپ او ګرمي یې ډېره زیاته وه، خو فضا، هوا او د خلکو ناسته یې ډېره ښکلې وه، زړه تنګوونکی ځای نه و:《پېښور چې نه خورې، بد پرې مه وایه.》دا خو نو پخوانی متل دی.

 د پېښور په کوڅو، واټونو او بسونو کې له ګرځېدو به مې هسې خوند اخیست، خو چې کابل به رایاد شو نو یو شین لوګی به مې له خولې وخوت.

د پېښور د صدر ننداره مې وکړه، دا ځای د نندارې ځای دی، د پوهاند زیار او پسرلي کورونه په نوتیه کې یو بل ته مخامخ دي، د پسرلي صاحب اخلاص ډېر زیات و، خوږ مجلس یې کاوه، پسرلی صاحب ښه مېلمه پال او  حوصله من سړی و، کله به چې زه دده کور ته لاړم، بېرته به را ته د راوتلو لار  نه ښکارېده، زړه به مې دده له مجلسه تګ ته  نه کېده، دی ډېر خوش صحبته سړی و، بل که د ځان صفت و نه شي، نو زه پرې ګران وم، نه به یې پرېښودم، کیسې به یې راته کولې. همدا به یې را ته ویل:

: – مه ځه، دلته اوسه …

پسرلی صاحب ډېر مهربان او  خوږ انسان و.

 د صدر له نندارې، ستړیا او ګرمۍ نه د پسرلي صاحب کور ته لاړم، پسرلی صاحب خپله راووت، د بېټک ور یې پرانیست، ویل یې:

– راځه!

شربت، چای، هرڅه یې راوړل، په زهیر ځان یې زما خدمت کاوه، حال و احوال یې وپوښت.

یو څوک راغی، ور ته ویې ویل:

– پسرلی صاحب!؟

– د ټل مشاعره ده، د محمدین مقید زوی په نوې هډه کې ستاسې انتظار باسي، ، بیا یې د زیار صاحب د کور پوښتنه وکړه.

پسرلي صاحب په ګوته ور وښود:

–  دغه مخامخ دی.

زیار صاحب ته یې ور وټکاوه، زیار صاحب راووت، د مشاعرې خبره یې ورسره غوټه کړه، د بېټک ور د زیار صاحب کور ته مخامخ و، په ما یې سترګې ولګېدې، راته ویې ویل:

– والکه! ته څه وخت راغلی یې؟

– کوم ځای نه؟

– ننګرهار نه؟

– دا څو ورځې کېږي استاده!

– ښه!؟ کور کلي کې خیر و؟ پلار دې ښه و؟

د وړو غټو پوښتنه یې وکړه، زیار صاحب هم ډېر زړه سواندی او مهربان انسان دی، دی هم د پسرلي صاحب بېټک ته راغی، را سره کېناست، درېواړو خبره غوټه کړه چې دې مشاعرې ته به ځو، له همدې ځایه به په ګډه حرکت کوو.

پسرلي صاحب سره مې غرمه شوه، ما ور ته وویل:

– استاده! ته مې ډېر په عذاب کړې.

هغه پر وچو وښکو ګوتې راښکلې:

– دا خبره مه کوه، زه خو تا غوندې سړي ته ډېر خوشحالېږم، خدای دې وطن جوړ کړي چې لاړ شو او په خپلو پراخو هوجرو، دېرو او بانډو  وګرځو.

په دې ناسته  کې یې راته د کونړ سفر یاد کړ، ویل یې:

– یو کال کونړ ته د چمبېلي صاحب دېرې ته لاړم، ډېر خوش صحبته انسان و، د هغه دېره او هوجره د غره په ډډه کې وه، سخت خوند مې ترې واخیست، شپه مې ورسره وکړه، اوس مې هم هغه شپه، د چمبېلي صاحب مرکه او ناسته ولاړه یادېږي، کونړ عجب ځای و، خلک یې هم ډېر ښه خلک وو او چمبېلی صاحب خو بېخي ښه سړی و.

تر ماسپښینه مو په همدې خبرو اترو او خوراک څښاک ورځ لنډه کړه، له دې ځایه درېواړه مخ په نوې هډه وخوځېدو، د سترګو په رپ کې نوې هډې ته ورسېدو، هلته را ته د غم لایقه د محمدین مقید زوی منتظر و، موږ دېواړه یې په یوه فلاین کوچ موټر کې کېنولو، دا وخت همدا درې وو، یو نیم کس بل هم راپیدا شو، یو سورسپین، قره قلۍ  پر سر کس چې یو موټی ږیره یې هم پرېښې وه، را سره ملګری شو، دی ډېر غږېده، پسرلي صاحب ویل: دا سعادت سحر دی.  شېبه لا تېره نه وه چې حنیف خلیل هم راپیدا شو، حنیف خلیل مې پېژانده، یو بل شاعر و، لاس یې نه و، حنیف خلیل ورته 《ناساپه》وایه، دا هم راغی، څو کسان برابر شوو، فلاین کوچ کې کېناستو او مخ پر ټل روان شوو، دا مې ړومبی ځل و چې ټل مې لیده، تر دې وړاندې خو مې کواټ لیدلی و.

د کوهاټ  په غاښي واوښتو، پسرلي صاحب کیسې کولې، ورو ورو غږېده، زیار صاحب ګرمۍ راخیستی و، ځای ناځای به چې موټر ودرېد، نو ده به منډې کړې، پایپ ته به یې سر ونیوه او یا به یې دسمال لوند خیشت کړ او په سر به یې واچوه، سخته ګرمي وه.

په ګمکول کمپ واوښتو، تر دې ځایه مې دا لاره لیدلې وه، اخوا مې دې خدای مل شي، ګرمۍ خوله لګولې وه، خو د لارې منظرې نازولو، ځای ناځای به د ونو ساړه سیوري  څانګې څانګې را خواره شول، ورو، ورو هوا سړېده، تر پېښوره یې بلا هم ښه وه.

 تېر مازیګر ټل ته ورسېدو، کوربنو ځای برابر کړی و، موږ څو تنه یې د یو چا په کور ننه ایستو، نه پوهېږم د چا به و؟ خو دلته یې د ډوډۍ انتظام کړی و، له موږ سره په کوټه کې د مروتو کسرونو لیکوال، بیټني او غازي سیال په نامه شاعران هم ملګري شول، نور هم وو خو اوس را نه هېر دي.  موږ له دوی سره په خبرو کې وو چې یو منډلی، تک سور سپین ځوان راغی،  ټولو سره یې اشنا روغبړ وکړ، پسرلي صاحب وویل:

– دا لطف الله مشعل دی.

هغه راوپېژانده، مشعل همدلته اوسي، د مشاعرې وخت شو، د ښار په یوه سرای کې یې په آزاد فضا کې دریځ ایښی و، شاوخوا یې څوکۍ پرتې وې، موږ چې څنګه ور ننوتو، نو د مشاعرې لوډسپیکر وکړنګېده، ټول خلک کله د کلي سندرغاړو ته  په یو خاص شوق او ذوق را ټول شوي وو، په دې کې ځینې په دې تمه وو چې اوس به یو غوږ ته لاس کړي او له ټنګ ټکور سره به غاړه وېسي، خو لکه چې دا ارمان یې پوره نه شي، ځکه دلته خو ټولې پښې ګرګې راغلې وې، بې ذوقه خلک هم په کې وو، چغې به یې کړې:

– بیا یې ووایه، واه …

چټي، چټي شعرونو او شعارونو ته به یې هسې هسې  چغې وهلې، ما وویل:

– دا خلک لکه چې په شعر نه پوهېږي، خو چې شپه څومره اوږدېده او نیمایي ته رسېده، هوا سړېده، خو مشاعره تودېده، اصل شاعران لکه پاخه سندرغاړي میدان ته را لوېدل، د مشاعرې فضا هوا یې برابره کړه.

دا مشاعره د محمدین مقید په نامه وه، محمددین مقید ددې سیمې یو لوی شاعر و، د سیمې پر خلکو ډېر ګران و. صاحب دیوان شاعر و، ما ویل؛ دا به کوم یو وي؟ ځکه چې ما یې شعر نه و اورېدی، خو دده په یوه مشهور شعر مشاعره شروع شوه:

ګیله مې ځکه وکړه وه زما یاره شېرینه

زه ستا د غاړې هار یم

دا شعر سردار علي ټکر ویلی و، دا شعر د مقید و، زیار صاحب سره خوا کې ناست وم، ویل یې:

ـ ته اوس دا ګوره، که څه وایم، جانې کډه کوي، ګنې مقید ته څه اړتیا؟ دلته کم پښتو نومونه دي چې تا پر ځان مقید نوم کېښوده.

 ما ورته وویل:

ـ استاده ژباړې خو به یې نه؟

هغه خوله تاوه را تاوه کړه:

ـ ورسره په کار خو دي، خو بیا به ترې بېخي بل څه جوړ شي.

له دغه مشهوره شعره بد شاعر نه معلومېده، خو ټول یې همداسې وي، پسرلي صاحب ویل:

ـ دا هم ټکر په خوله کې ډېر اړولی را اړولی دی.

زیار صاحب ویل:

ـ کوم ځل مې پخوا  لیدلی هم دی، خو چې پسرلی صاحب یې وا نه وري دا یو هم له سبیل مړې قافیې نه تېرېږي.

مشاعرې  د سهار تر بانګه وړانګې وغځولې، ګڼ شمېر شاعرانو شعرونه واورول، موږ هم په کې اغه دغه خواري وکړه، ایله یو بیت استقبال شو:

ته د نښترو له منځ وځه، هسکه سپینه غاړه

موږ د کابل لارو ته ګورو  پرې زخمونه ګنډو

دا یو غزل و، ما په سوات کې لیکلی و، هلته په یوه ځنګل کې ناست وم، کابل رایادېده، په یاد مې یې دغه غزل ولیکه، دا غزل مې  ښې او بدې ته ساتلی و، په دې مشاعره کې مې واوراوه، پسرلي صاحب ډېر وهڅولم، داد یې راکړ، زیار صاحب هم راته وویل:

– شابسې! ښه غزل دې وویلې، خو ازاد شعرونه لیکه، دا قافيي نورې پرېږده.

د پسرلي هڅونې د غزل په برخه کې نوې وې،همدا یې ویل:

ـ ازمون جانه ته دغزل لپاره ښه ذهن لرې.

 مشاعرې خوند وکړ، شپه مو په شعر رڼه کړه، خوب نه و، کیسې وې، زیار صاحب بېټنی او یو بل وزیر یې  را  نیولی و، نوي ټکي یې ددوی له خولو لیکل.

ماته یې وویل:

– زه خو پخوا ګرځېدلی یم، ډېر وییونه مې راټول کړي دي، د《وړاندیز》کلمه هم له وزیرستان نه راغلې ده. دا سیمه د کره او نږه پښتو ښه وییزېرمه لري.

زیار صاحب د دې خلکو په لهجه بحثونه کول، پسرلي صاحب بیا  پر شعر غږېده.

سهار چې څنګه کوڅې له خلکو ډکې شوې، نو موږ هم خپل ګوډی تر څنګ کړ او مخ په پېښور وخوځېدو، لاره کې ترنمونه وو، کیسې وې، شعرونه وو، له دې ښکارېدل چې لا هم دا خلک ډک پاتې وو.

کله چې متنو ته ورسېدو، زیار صاحب اشاره وکړه:

– راځه چې دلته ښکته شوو، لطیف اپریدی به وګورو.

خبره غوټه شوه، پسرلی صاحب د کور لاره غوره وګڼله،  ښکته نه شو، موږ په یوه خوړ کې واچول، لطیف اپریدی خو ما په کابل کې لیدلی و، خوږ سړی و، د لطیف اپرېدي کلي ته مو هی کړل، همدا د خوړ لاره مو ونیوه، ګرمي هم وه، خو د لطیف لالا مینې راخیستي وو، په ګرمۍ نه وو، دا نو د جومې ورځ وه، کله چې هوجرې ته ورسېدو، ګڼ خلک راغلي وو، خو لطیف لالا په کلي کې نه و، زیار صاحب وویل:

– راځه کټونه به پیدا کړو چې لطیف لالا راځي؛ موږ به یوه سترګه پټه کړي وي، تیار به ورته دمه یو.

کوربانه دې خیر اوسي، موږ یې یوې سړې کوټې ته وبللو، یوه شېبه مو سترګه خوږه کړه، په همدې کې درز دروز شو، د لالا راغی غږ مو تر غوږه شو.

دا لطیف لالا و، هغه له خندا ډکه غېږ پرانسته:

– پخیر راغلئ، پخیر راغلئ. ستړي مشو ستړي مشو

بیا یې خپلو کسانو ته وویل:

– روټۍ  همدلته خورو.

په همدې سړه کوټه کې یې ډوډۍ برابره کړه، غټې وریجې یې پخ کړې وې، منځ کې یې جورغالی و، سوچه غوړي یې پر مورګو را اوښتل، نوره یې هم څه ټکه پوکه برابره کړې وه، ښایسته غرمنۍ وه، تر مازیګره همدلته پاتې شوو.

بیا یو څو ځوانان راغله، لطیف لالا سره یې د خپلو حرکتونو په باب مشورې کولې، کله یې چې د تګ وخت شو، نو موږ له لطیف لالا مخه ښه واخیسته، لطیف لالا ځوانانو ته وویل:

– دوی دواړه نابلده او زما نازولي میلمانه دي، دا به تاسې سره په موټر کې لاړ شي.

ډاډسن موټر و، زیار صاحب مخکې سیټ کې کېناست او زه شاته په باډۍ کې.

له یو ځوان سره مې خبرې کولې، له ده سره د شمس بونېري یاده وشوه، هغه یې سمدستي شمېره راکړه، دا خبر یې هم راکړ چې:

– شمس اکسېډنټ کړی دی، د کراکړ له غرونو غورځېدلی، په ډېرو ستونزو خبرې کوي.

هغه شمس چې قلقلې به یې وکولې، اوس هغه شمس نه دی.

د ې خلکو تر یو ځایه ورسولو، زیار صاحب خپل کور ته ولاړ او ما د اراباب روډ  لاره ونیوه.

دوه لوی څلي

انځورونه شېبې خوندي کوي، په لیدو یې د تېر ژوند شېبې ساه اخلي. د سړي ذهن لرې زمانې ته ځي، تېرو وختونو ته ځي، رښتیا هم چې انځورونه شیبې خوندي کوي. د دوو لویو څلیو تصویر په لیدو یوې زمانې ته لاړم، یو مهال ته لاړم. د هغه مهال یوه خاطره لیکم:

تېر مازیګر و، دغه دوه سترې هستۍ، د پښتو ادب ځلاندې او نوښتګرې څېرې چې په لیدو یې هر وخت سړی تازه کېږي، جلال اباد ته راغلې، ټلیفون یې را ته وکړ:

– چېرته یې؟

– اووو استاده دا خو ته یې!

– هو کنه، بل څوک هم ستا پوښتنه کوي؟

– نه

کټ  کټ په خندا شو، ویې ویل: نو ما سره دلته یوه بله هستي هم شته.

– استاده، څوک درسره دی؟

– وبه یې وینې، دا وایه چېرته یې؟

– استاده! ته کوم ځای کې یې؟

– زه خو دا دی… ته ودرېږه… دا کوم ځای دی؟ (له ډریور نه پوښتنه  کوي)

زه ور ته غوږ غوږ وم:

ـ لعل پاچا! ډرېور وايي چې زه دا دی اوس دا د سره رود  او خوګیاڼیو دوه سرکې سره یم، ها چې زیار  ور ته دوه لارې وایې.

– ښه نو بیا خو نیږدې یاستی.

– اوس ته وایه چې چېرته درشو؟

– زه به در ته پښتونستان واټ کې ولاړ یم.

ځان مې په منډه منډه پښتونستان واټ ته ورساوه.

یوه سره بخنه  غواګۍ ( موټر) وه، څوک یې سراچه بولي. استاد شپون د موټر مخکینۍ څوکۍ کې ناست و، تر شا یې قره قلۍ پر سر سړی ناست و،  ورنږدې شوم:

ـ هۍ دا خو استاد پسرلی دی.

 پر دوو لویو هستیو مې سترګې رڼې شوې.

د دواړو لاسونه مې ښکل کړل، له خوشحالۍ نه ستړي مشي خواره مشي را نه هېره شوه، په سترګو کې مې غبرګې اوښکې راتاوې شوې. ور ته مې وویل:

ـ که ستړي نه یی، لږ چکر درکوم.

استاد شپون  راغږ کړ:

ـ ستړي څنګه نه یو؟ زوروره، ته مست یې مست!

– ښه نو کور ته ځو

– کور کې خو دې یوه کوډله ده، ما لیدلې ده، هغې کې  لړمان دي او دا وخت ګرمي ده، نو حتمي به پکې لړمان او ماران راوځي، هلته مو په لړمانو او مارانو مه  چیچه، بل ځای کې مو غم وخوره.

– استاده، لړمان او ماران نشته، هغه ډېره ښه کوټه ده، خامه ده خو سړه ده!

استاد پسرلي ور ته وویل:

ـ خامه کوټه عجب خوند کوي، خپل ځای دی، هغه ځای ښه دی.

خو استاد شپون همدا ویل:

ـ ځان په لړم و مار نه چیچم.

استاد پسرلی موسک شو، ور ته ویې ویل:

ـ ته اوس میلمه یې که کوربه؟

ـ ته ملامته نه یې تا هغه ځای نه دی لیدلی، ما لیدلی دی.

ـ ما هغه کوټه لیدلې، راځه هملته دا شپه کوو.

استاد شپون سر ښيي او کيڼې ډډې ته واړاوه را واړاوه:

ـ  زه خو هلته شپه نه کوم او تا هم نه پریدم.

دې سره یې باڼه وغورځول:

ـ ته زما میلمه یې.

استاد شپون اوبه مخ په بره بولې، مېلمستون مې ور ته یاد کړ:

– کوم میلمستون؟

– هر یو چې ستا خوښېږي استاده، دلته خو د سپین غر میلمستون هم شته او دا د ښاروالۍ میلمستون هم.

– بچو! کوم یو ښه دی؟

– دا د ښاروالۍ میلمستون تازه جوړ شوی دی.

– خو همدې ته مو وروله.

– راځئ

موټر مې راتا کړ، میلمستون ته لاړو، میلمستون کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه، دوی دواړه مې یو ځای کې کېنول، زه لاړم چې د کوټې غم ور ته وخورم، زیاتره کوټې بندې وې، ما ویل اوس څه وکړم! ټلیفون مې وکړ، والي (ګل اغا شیرزی) مې پیدا کړ، ورته و مې ویل:

ـ زما دوه نازولي استادان راغلي دي،  دلته میلمستون کې ګڼه ګوڼه ډېره ده، ګرمۍ هم خوله لګولې!

هغه را ته وویل:

 ـ باداره خدای دې غم مه راکوه! چې داسې نازولي میلمانه وي، کوټې ور ته خالي کړه، که نه شي چې څوک در ولېږم.

والي د مچۍ دم را کړ، د میلمستون په مسوول پسې لاړم:

ـ په هر ډول چې کېږي زه دې دواړو استادانو ته همدلته کوټې غواړم.

هغه دستي خپل کسان را وغوښتل:

ـ ځای شته!؟

کسانو یې څټونه وګرول:

ـ ځای خو نه شته.

مسوول ما ته وویل:

ـ دا دی ځای نه شته، ګنې ستا خدمت موږ همېشه کوو.

ـ زه به والي صاحب ته ووایم چې ځای نه شته.

له سړي نه وار پار خطا شو:

ـ مسلمانه ولې مو په لانجه اړوې.

خپلو کسانو ته یې مخ واړاوه:

ـ منډې هماغه وي ايپي کوټې ورکړه.

مخ یې را واړاوه:

ـ ازمون صاحب ته خو زموږ استاد یې، ستا قدر په موږ دی.

ـ زما قدر پرېده دا لوی لوی استادان دي، د دوی قدر پکار دی.

سړي څټ ګراوه. کسانو یې په منډه منډه دواړو استادانو ته ځانګړې کوټې برابرې کړې، پسرلی صاحب سره د ډرېور غم و، هغه ته مې هم پرې ځای برابر کړ.

استاد د خپل طناز مزاج له مخې را ته کړل:

ـ والکه ( وه هلکه) ډوډۍ پيدا کېږي؟

ـ ولې نه استاده!

ـ چېرته ؟

ـ رستورانت کې

استاد موسک شو:

ـ ښه مسخد کړايي پکې وي.

ـ کړايي به تا او استاد ته ښه نه وي؟!

ـ موږ دې خدای پرې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب