Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان په ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ له افغانستانه...

ترکمنستان په ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ له افغانستانه پېري

تاند【 سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه】 د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان د ګول سیخ تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او ترکمنستان ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ افغانستان څخه پېري.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، تېر کال افغانستان کې ۶۰ زره ټنه تولید شوی ګول سیخ پاکستان ته صادر شوی او روان کال ترکمنستان سره د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د صادرولو قرارداد لاسلیک شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال شاوخوا ۴زره تنه ګول سیخ تولید فابریکو کې په کار مصروف دي.

د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د نورو برخو کې ترڅنګ د دې برخې ځان بسیاینې ته زیاته پاملرنه شوې او دغې سکټور کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې ده.

اقتصاد پوهان هم په کور دننه پانګونه د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه بولي.

دوی وایي حاکم نظام دې په داخل کې پانګوالو ته لازم چاپیریال برابر کړي څو پانګوال پانګونه وکړي او بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...