تاند 【 سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه】رویټرز خبري اژانس د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان له قوله لیکلي، چې د اوربند تړون په وروستي پړاو کې دی.
په داسې حال کې چې اسرائیلي چارواکو له دغه اژانس سره په خبرو کې ویلي، په تړون کې له حماس غورځنګ سره د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشې کول او په څو پړاونو کې له غزې څخه د صهیونېستي ځواکونو وتل شامل دي.
یاد اژانس په خپل راپور کې زیاتوي، چې د اوربند د هوکړې پرمهال د امریکا د ولسمشر جوبایډن او نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي هم ګډون لري.
دوحه د غزې د اوربند خبرو کې منځګړی رول لري او پرون دوشنبه یې ښکېلو لوریو ته د اوربند په موخه وروستۍ مسوده هم سپارلې ده.
رویټرز خبري اژانس پرون دوشنبه قطر کې د یوې پټې سرچېنې له قوله ویلي وو،چې غزه کې د اوربند راوستو او جګړې درېدو په موخه اسرائیلو او حماس ته وروستۍ مسوده وسپارل شوه.
سرچېنې لیکلي، دا مسوده په غزه کې د جګړې د پای لپاره ترتیب شوې ده.
دا چې دا مسوده چا جوړه کړې په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
بل لور ته پرون دوشنبه سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، غواړي د واک له سپارلو مخکې غزه کې د اوربند لپاره وروستۍ هڅې تر سره کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو هغه پلان تصویب کړی، چې له مخې به یې صهیونېست رژیم خپل پوځیان له غزې څخه په بشپړ ډول باسي.