تاند 【 سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه】د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت وایي، چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې دغه اندازه ځمکې یې په کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشیر ولایتونو کې تثبیت او له غصبه خلاصې کړې دي.
په دې موده کې تر ټولو زیاته ځمکه ۱۳زره ۲۸۵ جریبه غزني ولایت کې له غاصبینو راګرځول شوې.
سرچینه زیاتوي،.چې دغه راز همدې موده کې د طالبانو د حکومت له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي ۱۸ ولایتونو کې بیا ۱۴۶زره ۷۹۳ جریبه ځمکه تثبیت او ۲۹ ولایتونو کې یې ۴۶۳ زره ۲۰۵ جریبه ځمکه تر څېړنو لاندې نیولې ده.
طالب چارواکي وایي، په تېرو درېیو کلونو کې په سلګونه زره جریبه دولتي ځمکې له غصبه راګرځول شوې او لا هم ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د څېړنو، تثبیت او استرداد پروسه دوام لري.