څېړنیار شریف الله دوست
د افغانستان د علومو اکاډمي د لرغونو ژبو انستیتوت علمي غړی
څلورمه برخه
پښتو خوږه اندواروپايي- آریاني ژبه ده. د ادب ژبه، د شعر ژبه، د غزل او ترنم ژبه، د اخلاقو ژبه، د میني ژبه ، د عاطفې ژبه ، د جرګو ژبه، د خبرو او ژوند ژبه. په نړۍ کښي شاوخوا له اویا تر سل میلیونه پښتانه اوسیږي. یو شمېر یې د ټولنیز جبر او محدودیت په وجه خپله ژبه هېره کړې، یو شمېر یې لا په افغانستان، پښتونخوا، فارس، هند او د نړۍ نورو ملکونو کښي په پښتو او د پښتو په بېلابیلو لهجو ږغیږي. پښتو ژبه د نړۍ د نورو لویو ژبو په څېر خورا ډیري رنګیني لهجې لري چي هره لهجه یې خپل ځانګړی ارزښت او درنښت لري.د نورو ژبو د ویونکو په څېر پښتانه هم د خپل ورځني ژوند په محاورو کښي سل فیصده په ګرامر رعیاتولو مکلف نه دي او نه یې هم مراعتوي. هر پښتون کولای سي په راحت سره په خپله لهجه وږغیږي. په پښتو لهجو کښي خورا غنیمت لغوي پانګه پرته ده چي کېدای سي پښتو ژبه د نړۍ او همسایه لرغونو ژبو سره سیاله کړي. پښتو ژبه لرغوني متون، کتبې او قدیمي لیکلي آثار نه لري که یې لري لا تر اوسه نه دي پیدا سوي او لاسته راغلي. دمګړی د پښتو ژبي د لرغونتیا ثابتولو له پاره موږ ته یواځي یوه د پرتلني او مقایسې لاره راپاته ده چي، پښتو د خپلي ژبکورنۍ او ژبڅانګي سره په فونولوژیکي، مورفولوژیکي، سینټکسي او سیمنټکسي برخو کښي مقایسه کړو. په دې څېړنه کښي د مورفولوژۍ او ایتمولوژۍ په برخه کښي د مقایسې comparative او تحلیل Analysisله روشونه استفاده سوې ده. کله چي سړی د نړۍ یو شمېر ژبو ته ګوري چي د املاء او لیکدود د یوالي له پاره یې خورا اوږده او ستړي مزلونه کړي او په ډېر تکلیف یوه نسبي معیار ته رسېدلي دي، پښتو ژبه چي لاهم د لیکلو او لوستلو معیاري بڼه نه لري خو تر کومه ځایه چي معلومات لرو پښتو ژبه ډېر لږ لیکدودي او املايي ستونزي لري چي فقط د پښتو پوهانو یووالي او پر یوه ټغر راټولېدو ته اړتیا ده تر څو په لږ وخت کښي د ډلییز کار په نتیجه کښي مخ ته پرتې ستونزي حل سي. خو دا کار په یوه نهاد نه کیږي په دې برخه کښي اړتیا ده چي د افغانستان د مختلفو سیمو او له افغانستان څخه دباندي ټول پښتوپوهان راشریک سي او په پوره منښت او زغم سره د پښتو ژبي له پاره یو نسبي معیار وټاکي. لاندینۍ څېړنه کښي بیا د پښتو ژبي د لوېدیځي لهجې څو زړې او پخې کلمې راخیستل سوي دي چي د سیمي او نړۍ په لرغونو ژبو کښي ګډه ریښه لري.
پلنډه /planḍə
پلنډه پر وزن د ونډه، د پښتو ژبي په لوېدیځه لهجه کښي خورا ډېر کارېدنګ لري. د ګرامري حالت له مخي نوم دی. پلنډي او پلنډپشا یې اسم فاعل، پلنډي يې جمع نوم ، پلنډول یې فعل دی. په لغت کښي غوټه، پېټی، پنډه، وځه([1]) او بستې ته وايي.
ورځۍ محاوره: میرویس د موټرانو په اډه کښي پلنډي او پلنډپشا دی. پلنډه پر شاه وړي. د هري پلنډي پر سر شل افغانۍ مزدوري غواړي. درنه پلنډه په دوو نفرو موټر ته پورته کوي او مزدوري یې دوه برابره اخلي. په اډه کښي بې پلنډي مسافر چندان نه وي.
پښتو متلونه : – پلار یې په پلنډه ګټي، مور یې په ونډه بایلي.
– زوم په پلنډه ښه ایسي.
– په پلنډه ګټلې په ونډه بایللې.
– پلنډه که درنه ده د مزدور وږه پخه ده.([2])
لوی احمدشاه بابا ویلي دي:
احمدشاهه څه چاره ده ستا له میني
چي دي یار سو اوس پر سر د میني پلنډه
دیوان ۲۷۲ مخ
میرزا حنان بارکزی ویلي:
لکه شمع د اور پلنډه پر تندي وړم
د هجران له تابه تل سوی زبان یم [3]
دیوان، ۸۰مخ
مولوي صالح محمدهوتک:
پلنډي ستاسي برخه کیږي
هـ و و تاسي ته رسیږي
«««
د ده پلنډه یې هم ستا
راسه وتړو ملا
۴۵ مخ
«««
کوټی ډک د عقله ښه دی او له فکره
په کار نه ده پر وچ سر د بګړۍ پلنډه
«««
نور کالي کړه ټوله، پلنډي وتړله
دروب سو خونه هم پر دوی ونړېدله([4])
«««
۲۷۶،۲۸۳ مخونه
بقچه، بغچه، بخچه بڼي یې بیا د ترکي ژبي څخه دخیلي کلمې دي. انګریزي fardel، عربي حزمة. ختیځه لهجه کښي پېټی او وځه کاریږي. د لوېدیځ هلمند په ساکي لهجه کښي پلو / palow, ویل کیږي ([5]). په کابلۍ دري ژبه کښي د پښتو ژبي پند او پنډک دخیل دی.
د اوستا ژبي پیتي + دن paiti + dana anAd-itiapد ټوکر د خولبندي یا پېټي تړلو معنا لري، کېدای سي د «پیټي» څخه لیري نه وي د /دن / فعلي لاحقه یې اضافه ده. زما تحلیل دا دی ممکن د /پلنډه/ کلمه د پلن/ plan صفت او ډه/ ḍa ظرفي لاحقې څخه مرکب نوم دی. د پلن کلمه په ۶۱۲ هجري کښي سلیمان ماکو هم راوړې ده: «زموږ کږدۍ دي پکښي پلني – دا وګړي ډېر کړې خدایه» [6] په اوستا ژبه کښي پلن کلمه د « پڅنَ paθana anaqap » په بڼه راغلی ده چي لوی، برداره او سور لرونکي ته وايي ([7]). د فارسي دري ژبي پهن هم ښايي د اوستا د پڅنَ څخه مشتق او دخیل وي.
نتلی / natalay
نتلی پر وزن د وتلی- مشهور، په لغت کښي خوار، زبون، ذلیل ، کمزوری، سپېره، وهل سوی، بدبخت، کورنی، کورناستی، خفه، غمجن او… ([8]) ته وايي. د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت کښي ډېر کارېدنګ لري. ګرامري حالت یې صفت دی، جمع یې نتلي.
ورځنۍ محاوره: تر نتلي ژوند وتلی ژوند ښه دی. پیرداد اکا یو نتلی سړی دی. نتلی انسان د لاسنیوي وړ دی.
پښتو متلونه:
– نتلی مه تله. یعني بې ارزښته مه تله.
-نتلی نه تلم.
-نتلی څونه چي د مځکي پر سر وي هغونه د مځکي په تل کښي وي.
-تر نتلي سړي وتلی خر ښه دی.
خوشحال خټک ویلي:
هېڅ پۀ ما پوهېږې نوم مې څۀ دئ ستا پۀ عشق كښې؟
قيس د ليلى وۀ تا نتلى زۀ ليس نومم نور هسې جلا کا ([9])
څو به دما خوار غوندې لا معلومیږي
ستا خـــــــونخوارو زلــــــفو زۀ تنــــــها نتـلــــى نۀ يم.
۱۳۲مخ
د آریاني ژبو په ایتمولوژۍ کښي د *narp waning’ Liste: 40 Pres. inch.: IND. 3sg. OAv. n r fsait ī (Y 44.3), YAv. n r fsaiti (Yt 7.2, Ny 3.4); Partic.: pres. YAv n er efsaiti [10]s º (Yt 7.2, Ny 3.4) ◊ With no further correspondences, the Av. forms are hardly of Ir./IE origin. •REFERENCES: Kellens 1984: 157 ad 15.> ([11])فعلي ریښه د لږېدل، کمزوري کېدل، زیانمن کېدل، آخر ته رسېدل، کوچنی کېدل ښوول سوې ده.
ممکن د پښتو نتلي د اوِستا د «نیتمَ nitema » څخه تحول Evolutionاو تکامل involution کړی وی. په سنسکریت کښي نوتله، नौतल/nautala د لوېدلي، کمزوري، خوار په معنی د نتلي سره همریښه معلومیږي.([12]) په اوستا کښي هم نیتمَ/nitema/amvtin صفت د خوار، کوچني، بې ارزښته او کم ارزښته په معنا ([13]) له نتلي سره همریښه ښکاري.
تپاک / təpāk
تپاک پر وزن د څښاک دوه سېلابي کلمه ده، ګرامري حالت نوم، په پښتو قاموسونو کښي د تپېدل، شوق، ګرمي، بې تابي، جوش، د میني او محبت زیاتوالی ، تلاش، لټون، زیار، کوښښ معنی سوی دی.([14]) تپاک پر وزن د هلاک ، دبیقرارۍ او اضطراب په معنا. برهان قاطع د دې لغت قدیمي بڼه صفت فاعلي(مشبهه صفت) له تپېدو څخه … ([15])
ورځنۍ محاوره: احمد په تپاک و، هره خوا یې د محمود تپ و تلاش کاوه، تر څو په تپاک تپاک یې پیدا کړ.
متلونه:
-د تپاک ژوند ستړی يي.
– تپاک مه وه هلاک به سې.
-تپېدلی کړېدلی يي.
خوشحال خان خټک ویلي:
چې پۀ ما باندې څوک زړۀ سېځي تپاک کا
الحذر چېري بۀ ځان د اور خوراک کا
چې نۀ مهر، نۀ تپاک، نۀ پکښې شناخت شته
تر دا هسې وصل، بهه جدايي ده
«««
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد –عهد
نۀ دروغ، نۀ يې فرېب، نۀ تش تپاك
«««
ورځ و شپه مې د تپاك خبر اخلي
كۀ خوراك خورم، كۀ ولاړوم، كۀ څملم
۱۴۸، ۳۵۲، ۵۴۱مخونه
فخرگرگانی ویلي:
همان خون جوشیده دربار تاک
که ازتن برد رنج و ازدِل تپاک
فرهنګ جهانګیري ، کښي تپ او تپیدن. په دستور الافاضل کښي /تهتک/tahtak راغلی دی، د ګړندي او شتاب په معنا.[16] یو ځای شتاب زده ګي هم راغلی دی.([17]) فرهنګ نظام کښي تپ او تپاک دواړه کلمې راغلي دي. معنی یې تپېدل ، بېقراري او ګرمي راوړې ده. په انجمن آرا، ناظم الاطباء او انندراج فرهنګونو کښي /تپ tap/ راغلی دی، د بیقرارۍ او اضطراب په معناګانو.([18]) او فرهنګ رشیدي کښي د /تاپاک/ او /تپاک/ په بڼو د تلاش په معنا راغلی دی. ([19]) په سغدي ژبه کښي ātp’k اتپاک، زړه فارسي تپ/*tap,tab ده. ([20])دا کلمه په سنسکریت کښي هم کټ مټ په همدې گرمي ، حرارت، تلاش معناوو باندي راغلي: तप/tapa/ تپَ، بیقراري. ([21]) سنسکریت کښي ताप/tāpa تاپا =« mental or physical pain»مغزي او فزیکي درد ته هم ویل سوي دي. په اوستا ژبه کښي د تپ+ اک مرکب نوم څخه فعلي ریښه راغلې ده. په ۳/۱ یشت، ۷، ۴ نیایش، کښي تپایتو/tāpayeiti/utieuuapAt. له آره/ تپ/*tap > tapānd / تپاند اسم فاعل،> تپاک/tapāk اسم د تپ/ *tap له ریښې . همداسي تپ/ په پښتو ژبه کښي د اندواروپايي فعلي ریښې *tap څخه تحول او تکامل کړی دی . لاتین کښي *tep-tepere *د warm ګرم ، جوش په معناوو ([22])، آريايي – آریاني ژبو کښي یې هم کټ مټ شتون محسوسیږي او د پښتو ژبي لوېدیځي لهجې خوندي کړی ، ممکن نورو لهجو هم خوندي کړې وي. پر اندواروپايي ژبکورنۍ سربېره د تپ/*tap فعلي ریښه په التايي ژبکو رنۍکښي هم سته: *tap v :to hurry,gallop:Tung*dab, mong,*dab,Turk, *dabra PTung, *dab,mettled(of a horse) man.dabdali,dabduri. په ترکي، مغلي اونورو التايي ژبو کښي په ډاګه د دې کلمې ریښه څرکندیږي. ([23])
سته/ sta
«سته» پر وزن د« کړه » د پښتو ژبي کومکي فعل دی چي د پښتو جملې په سر ، منځ او پای کښي راځي. د پښتو ژبي په لوېدیځه لهجه کښي (سته) او په ځینوختیځو لهجو کښي (شته) کارېدنګ لري. په ټولیز ډول د پښتو ژبي په ګرامر کښي د سته/sta فعل د ډېري توجه وړ دی. د پښتو لیکدود د یوالي په فیصلو کښي هم په دې باب واحد علمي نظر نه وي چي د معیار له پاره (سته) وټاکي که (شته)؟
جمله: د کلمو د شمېر څخه جوړه سوې چي په ټوله کښي خپلواکه معنا او مفهوم ورکړي. کېدای سي یوه کلمه هم جمله وشمېرل سي لکه: «ځم» . جمله د نوم، قید، فعل، صفت، سربل، اوستربل او نورو توکو څخه جوړه سوې وي.
ځیني فعلونه یواځي معنا نه ورکوي چي په دې ډله کښي یو هم د «سته/sta» فعل دی. مسند کلمه یا د کلمو ټولګه د (نوم، صفت، حالت او …) ، مسند الیه ته نسبتوي. چي بیا دا اړیکه د ربطي افعالو له لاري ځای پر ځای کیږي.
د بولګي په ډول:« میرویس خفه دی.» په دې جمله کښي خفه مسند بلل کیږي او میرویس ته د خفګان د صفت نسبت سوی دی. په واقعیت کښي د میرویس د وضعیت او حالت څرګندونه کوي.
د «سته» فعل ځانګړې معنا نه لري خو نیمګړې معنا حتمي لري. په پښتو جملو کښي د «سته» فعل د جملې د بشپړتیا او مسند او مسندالیه له پاره د ټینګي اړیکي دنده پر غاړه لري.
-الله ج سته. پر الله ج مو ایمان سته.
-په کور کښي یې دومره اوړه سته چي نن ډوډۍ ورڅخه پخه کړي.
د «سته» فعل په پښتو ژبه کښي تر ډېره د حاضر وخت ، دریم شخص(غایب) او شي له پاره کاریږي. د مفرد، جمع، ښځینه، نارینه، شي، حالت، وضعیت،کیفیت او فعالیت کښي ورڅخه استفاده کیږي:
شخص:
۱.ښوونکی په ټولکۍ کښي سته.
نوم+سربل+نوم+اوستربل+فعل
۲.میرویس په کور کښي سته.
۳.په جنګ کښي ژړل او کړول سته.
سربل+نوم + اوستربل+ فعل+ربط+فعل+ فعل.
شی:
۱.غنم په منډيي کښي سته.
نوم+سربل+اوستربل+فعل
۲.بوره په دوکان کښي سته.
حالت:
۱.دباندي یخ سته.
۲.په کرونده کښي باد سته.
۳.په معده کښي یې زخم سته.
وضعیت:
۱. په اوکراین کښي جنګ سته.
۲.په بازار کښي بیروبار سته.
«سته» تر ډېره د موجودیت او شتون په معنا کارېدنګ لري. او د انګرېزي د TO BE verb انډول بلل کیږي.
مثال: کله چي دوکان ته ننوځو د دوکاندار څخه پوښتنه کوو:
-بوره سته ؟ چای سته؟ غوړي سته؟
لکه مخ کښي چي یې یادونه وسوه، د «سته» مضارع فعل د دریم شخص، شي، حالت ، کیفیت او وضعیت له پاره کاریږي.
د «سته» فعل د پښتو ژبي د جملو په لاندي ډولو کښي کاریږي:
استفهامي جملې:
۱.پلار دي کورته سته؟
۲.په جیب کښي دي پیسې سته؟
۳.په بدن کښي دي درد سته؟
خبري جملې:
۱. پلار مي کورته سته.
۲.په جېب کښي مي پیسې سته.
۳.په بدن کښي مي درد سته.
ندايي جملې: ([24])
۱.پلار مي کورته سته!
۲.په جېب کښي مي پیسې سته!
۳.په یوناني درملو دي باور سته!
د «سته» فعل د پښتو ژبي په سر ، منځ او پای حالتو کښي کاریږي:
د جملې په پای کښي:
۱.ښوونکی په ټولګي کښي سته.
۲.په ګډوه کښي اوبه سته.
د جملې په منځ کښي:
۱.په سترخوان کښي ډوډۍ سته چي ویې خورې.
۲.په مبایل کښي واحدونه سته، که خبري په کوې.
د جملې په سر کښي:
۱.سته داسي محصلان چي په تفریح کښي له پوهنتونه تښتي.
۲.سته داسي ښځي چي سګرېټ څکوي.
۳.سته داسي ګاونډیان چي لاسوهنه کوي.
د «سته» او «دی» فعلونو توپیر او ګډوډي:
۱.د «سته» کومکي فعل د یو چا ، شي ، حالت او وضعیت موجودیت ښيي.
-الله تعالی سته، د قبر عذاب سته. دآخرت پر ورځ مو ایمان سته. د بیان پر آزادۍ مو ټینګ باور سته.
۲.د «دی» فعل هم کیفیت، حالت او وضعیت ښيي:
-الله تعالی مهربانه دی.
-رئیس الوزراء سته. رئیس الوزراء سپین ږیری دی.
بیا هم «سته» ډېر کله د موجودوالی There is په معنا او د تأکید له پاره کاریږي.
-په هلمند سیند کښي خورا ډیري اوبه سته.
-سته مامورین چي رشوت اخلي.
«سته» چي بله لهجوي بڼه یې «شته» په ډېریو لهجو کښي د غایب له پاره کاریږي. د کابل ، پکتیا، غزني، کوهاټ او ډیره اسماعیل خان د نحوي استعمال له مخي د (دی، ده) . هربرت پنزل په پښتو ګرامر کښي لیکلي چي د کندهار په لهجه کښي د نوم+ فعل ترکیبونه نه تشکیلوي او په ټوله کښي موجودیت او سته والی ښيي. مثالونه یې راوړي:
-په کور کښي اوبه سته.
-پر مېز کتابونه سته.([25])
خو داسي نه ده د لوی کندهار په لهجه کښي د نوم+ فعل ترکیبونه هم تشکیلوي چي څو مثالونه یې لوړ راوړل سول او دا دی لاندي مثالونه هم وګورئ:
کله چي قیدي متمم ، د اضافه تورو ډله چي، (مکان قید وي – په + نومیزه ډله) د فعل سره ور زیات سي فعل کېدل، د ربطي فعل نه بلکي د هغه په خپل اصلي بڼي پر موجودیت دلالت کوي.
لکه: پلار او ورور مي دواړه کور ته سته. هر کله چي د حرف اضافه ډله چي د ځای او مکان قید دی، مسند وي«سته» د شتون او موجودیت له پاره کاریږي.
معمولاً د «سته» بشپړ فعل د موجودیت معنا لري او که د حرف اضافه یوه ډله د مسند په رول د جملې په سر کښي راسي تر ډېره د There is/There are معنا لري:
There are some good books in her home.
د هغې په کور کښي ښه کتابونه سته.
There is some food in the kitchen.
په اشپزخانه کښي خواړه سته.
پورتنۍ بولګي د «سته» فعل پر موجودیت او منفي حالت کښي پر نه موجودیت دلالت کوي.
وصلي فعل:
-اجمل زده کوونکی دی.
نوم + نوم + وصلي فعل. د «دی» فعل د اجمل فاعلي نوم د (زده کوونکي) د نوم سره وصلوي او د «یم» د وصلي فعل په نامه یادیږي. د «اجمل» فاعلي نوم او د زده کوونکي متمم نوم دواړه د اشخاصو نومونه دي او دویم نوم (زده کوونکی) د لومړي نوم(اجمل) د حالت په هکله یو څه بیانوي او یا د هغو معنا بشپړوي. دغه فعل سربېره پر دې چي په جملو کښي د اصلي فعل په توګه کارول کیږي د (نوم + فعل) په ترکیبونو کښي د کومکي او وصلي فعل په ډول هم کاریږي او بڼي یې د زمانې او د فعلونو د ډول سره بدلون کوي.
فاعل | د فاعل متمم | وصلي فعل(یم – دی) |
زه
میرویس دی دوی زده کوونکي |
محصل
استاد وزیر ټولګۍوال ټولګي کښي |
یم
دی دی دي سته |
د وصلي فعل(یم – دی) بڼي؛
وصلي فعل (یم-دی) د شخصي، ضمیرونو په څېر درې بڼي لري: لومړی شخص، دویم شخص، درېیم شخص، مفرد او جمع. د نورو آريايي – آریاني ژبو په ډول په پښتو ژبه کښي هم د (یم – دی) فعل د جملو د اصلي او کومکي فعل په ډول کارېدنګ لري. دې ته ورته په پښتو ژبه کښي لاندي فعلونه هم کولای سو د وصلي فعلونو په توګه کار سي. لکه: تلل، لیدل، سول، کېدل، پاتېدل او…([26])
د «سته» فعل ایتمولوژي:
د پښتو ژبي په لوېدیځه لهجه کښي «سته» د انداروپايي ریښې *es څخه. یوناني ژبه کښي esti ، لاتین est. په ساکي (د پښتو ژبي زړه لهجه؟) کښي astā< او ستا stā، په سغدي ژبه کښي styy، زړه فارسي *ahmati راغلې ریښه او کلمه ده ([27]) آریايي سنسکریت<*āsti لرغونې آریاني ریښه *ahmi> اوستايي ریښه ۱۰/۳ یسنا ۲۰، ۲ *asti او *stāta/atAas د ساتونکي تر نظر لاندي د خوندي، سته، پر ځای استوار، پایدار، په معنا همداسي د اوِستا د وندیداد ۱/۲ وند، ۱۵ او ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۵، ۱۸ بندونو کښي د «ستاستو- راتو» د مادې سره ، utar-OtAts/stāto-ratu په بڼه هم راغلی دی. ([28]) زه د «سته» د ریښې او ایتمولوژۍ په برخه کښي د (پکورني pokorny IEW 340) او ایراني عالم حسن دوست د «asti» د بولګي سره موافق نه یم. ځکه لومړی خو د « asti» ریښه ماته د فعل نه بلکي د نوم او صفت معلومیږي. دویم دا چي موږ په اوِستا کښي د پښتو ژبي د «سته» او ممکن فارسي دري ژبي «است» کومکي فعلونو کټ مټ انډول لرو لکه پورته چي د یسنا او وندیداد په مختلفو بندونو کښي یې بولګي راوړل سوې چي کټ مټ همدا وصلي فعلي بڼي دي هیڅ ګونګتیا او پېچلتیا نه لري، نو څه اړتیا ده چي ایتمولوژۍ یې له لیري او پېچلي لاري راوړو. ممکن د پکورني د یسنا *stāta/atAasفعل ته نه وي متوجه سوی او یا پښتو کښي ډېر بلد نه و او حسن دوست ممکن د فارسي د «است» کومکي فعل ته د تمایل او علاقې په خاطر د اوستا د « asti» ریښه چي لا هم ښه ثبوت سوې نه ده، راوړې وي.
اخځلیک او لمنلیک
- [1] . پښتو – پښتو تشریحي قاموس، لومړی ټوک، دویم چاپ ۱۳۸۳ش ، ۵۰۱ مخ
- [1] . لوی کندهار کښي مروج متلونه، د بېلابیلو خلکو له خولو راټول سوي او اورېدل سوي دي.
- [1] . استاد محمدآصف صمیم، وییزېرمه(لغوي پانګه)، احسان خپرندویه ټولنه-پېښور، ۱۳۸۱ش، ۴۵مخ
- [1] . هوتک، مولوي صالح محمد، کليات، کندهار اطلاعات و فرهنګ ریاست، ۴۵،۲۷۶،۲۸۳مخونه
- [1] . سیستانی سکایی جواد، واژه نامۀ سکزی، چاپ سروش، ۹۶ مخ
- [1] . سلیمان ماکو، تذکرة الاولیاء، د علامه حبیبي په زیار، دویم چاپ، صداقت خپرندویه ټولنه – کندهار، ۱۳۹۳ش د خطي نسخې عکاسي ۴ مخ
- [1] . بهرامي احسان، فرهنګ واژه های اوستا، ۲ دفتر، لومړی چاپ آذین، ۱۳۶۹ش، ۸۸۰، ۸۴۷ مخونه
- [1] . پښتو-پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، دویم چاپ، ۲۹۴۵مخ
- [1] . خوشحال خټک دیوان، د استاد رفیع په زیار، ۱۳۲مخ
- [1] . ما ته د اوستا دا انډول دقیق نه معلومیږي.
- [1] . Johnny cheung,Etymological Dictionary of the Iranian verb, VOLUME 2,2007,p282
- [1] . monier williams, Sanskrit-English Dictionary, n
- [1] . فرهنګ اوستا، ۲ دفتر، ۸۱۸ مخ
- [1] . دریاب، پښتو لغت، قلندرمومند، فرید صحرايي، لاهور چاپ ۱۹۹۴م، ۳۲۴ مخ
- [1] . محمدحسین بن خلف(۱۰۶۲ هـ)، برهان قاطع(فرهنګ لغت)، د دکتورمعین په اهتمام، لومړی چاپ، ۱۳۴۲ش، ۴۶۹مخ
- [1] . اصل کښي دستور الافضل دا لغت مکرر راوړی دی. سبکاری، شتاب، مدار او استوار هم معنی سوی دی. ماته تهتک او تپاک یوه ریښه معلومیږي.
- [1] . حاجب خیرات دهلوي، دستورالافاضل(فرهنګ لغت)، د دکتور نذیر احمد په اهتمام، داور پنا چاپ، ۱۳۵۲ش، ۱۰۳ مخ
- [1] . دهخدا لغت نامه، د ت حرف.
- [1] . عبدالرشید بن عبدالغفور، فرهنګ رشیدي، د همدعباسي په سمون، طهران چاپ، ۳۹۵مخ
- [1] . Ali,Nourai,Persian,English and other Indo-European Languages, p 473
- [1] . Monier Williams, Sanskrit – English Dictionary T word.
- [1] . DONALD.J.BORROR,Dictionary of word Roots combining, forms(complied form the Greek, Latin and other Languages.) first Edition, 1960,p 100.
- [1] . S.A Starostin.A.V. Dybo,O.A Mudak, An Etymological Dictionary of Altaic Language. P 1355
- [1] . پوهنیار، عبدالکریم وصیل وردک، جمله ، په پښتو ژبه کښي، ګودر خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ش، ۷ مخ.
- [1] . هربرت پنزل، د پښتوګرامر، ژباړن، محمدرحیم الهام، دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ش، ۲۰۴ مخ
- [1] . پوهنیار، وصیل وردک ، جمله په پښتو ژبه کې، مخکنی اثر، ۴۵-۴۴مخونه
- [1] . دکتور محمدحسن دوست، فرهنګ ریشه شناختی زبان فارسی، جلد اول، چاپ اول ۱۳۸۳ش، ۸۹مخ
- [1] . فرهنګ واژه های اوستا، ۳ دفتر، ۱۴۴۸ مخ.
[1] . پښتو – پښتو تشریحي قاموس، لومړی ټوک، دویم چاپ ۱۳۸۳ش ، ۵۰۱ مخ
[2] . لوی کندهار کښي مروج متلونه، د بېلابیلو خلکو له خولو راټول سوي او اورېدل سوي دي.
[3] . استاد محمدآصف صمیم، وییزېرمه(لغوي پانګه)، احسان خپرندویه ټولنه-پېښور، ۱۳۸۱ش، ۴۵مخ
[4] . هوتک، مولوي صالح محمد، کليات، کندهار اطلاعات و فرهنګ ریاست، ۴۵،۲۷۶،۲۸۳مخونه
[5] . سیستانی سکایی جواد، واژه نامۀ سکزی، چاپ سروش، ۹۶ مخ
[6] . سلیمان ماکو، تذکرة الاولیاء، د علامه حبیبي په زیار، دویم چاپ، صداقت خپرندویه ټولنه – کندهار، ۱۳۹۳ش د خطي نسخې عکاسي ۴ مخ
[7] . بهرامي احسان، فرهنګ واژه های اوستا، ۲ دفتر، لومړی چاپ آذین، ۱۳۶۹ش، ۸۸۰، ۸۴۷ مخونه
[8] . پښتو-پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، دویم چاپ، ۲۹۴۵مخ
[9] . خوشحال خټک دیوان، د استاد رفیع په زیار، ۱۳۲مخ
[10] . ما ته د اوستا دا انډول دقیق نه معلومیږي.
[11] . Johnny cheung,Etymological Dictionary of the Iranian verb, VOLUME 2,2007,p282
[12] . monier williams, Sanskrit-English Dictionary, n
[13] . فرهنګ اوستا، ۲ دفتر، ۸۱۸ مخ
[14] . دریاب، پښتو لغت، قلندرمومند، فرید صحرايي، لاهور چاپ ۱۹۹۴م، ۳۲۴ مخ
[15] . محمدحسین بن خلف(۱۰۶۲ هـ)، برهان قاطع(فرهنګ لغت)، د دکتورمعین په اهتمام، لومړی چاپ، ۱۳۴۲ش، ۴۶۹مخ
[16] . اصل کښي دستور الافضل دا لغت مکرر راوړی دی. سبکاری، شتاب، مدار او استوار هم معنی سوی دی. ماته تهتک او تپاک یوه ریښه معلومیږي.
[17] . حاجب خیرات دهلوي، دستورالافاضل(فرهنګ لغت)، د دکتور نذیر احمد په اهتمام، داور پنا چاپ، ۱۳۵۲ش، ۱۰۳ مخ
[18] . دهخدا لغت نامه، د ت حرف.
[19] . عبدالرشید بن عبدالغفور، فرهنګ رشیدي، د همدعباسي په سمون، طهران چاپ، ۳۹۵مخ
[20] . Ali,Nourai,Persian,English and other Indo-European Languages, p 473
[21] . Monier Williams, Sanskrit – English Dictionary T word.
[22] . DONALD.J.BORROR,Dictionary of word Roots combining, forms(complied form the Greek, Latin and other Languages.) first Edition, 1960,p 100.
[23] . S.A Starostin.A.V. Dybo,O.A Mudak, An Etymological Dictionary of Altaic Language. P 1355
[24] . پوهنیار، عبدالکریم وصیل وردک، جمله ، په پښتو ژبه کښي، ګودر خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ش، ۷ مخ.
[25] . هربرت پنزل، د پښتوګرامر، ژباړن، محمدرحیم الهام، دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ش، ۲۰۴ مخ
[26] . پوهنیار، وصیل وردک ، جمله په پښتو ژبه کې، مخکنی اثر، ۴۵-۴۴مخونه
[27] . دکتور محمدحسن دوست، فرهنګ ریشه شناختی زبان فارسی، جلد اول، چاپ اول ۱۳۸۳ش، ۸۹مخ
[28] . فرهنګ واژه های اوستا، ۳ دفتر، ۱۴۴۸ مخ.