- د زاړه پراګ په زړه کې نن د رسام په دوکان کې د تازه رنګ بوی ته. زما له ورتګ سره لوبوش برش له تختې سره کیښود، لاسونه یې پر هغه لمن چې د جامو پر سر یې د رسمولو لپاره تړلې پاک کړل. پر تخته یې د اوبو نیمګړی انځور کښلی و، ورته رسم یې پخوا هم ایستلی و. ورته ومې ویل:
-تکراري دی؟
لکه سلګۍ چې یې شي، پریکړې ساه یې واخیسته، پورته یې دیوال ته ګوته ونیوله:
-هاغه زوړ یو چې دلته و هغه مې خرڅ کړ
د پلورل شوي رسم تش ځای تک سپین ښکاریده، ورته ومې ویل:
-راځوړند انځورونه خو دې نندارتون ته ساتلي څرنګه دې وپلوره
شونډه یې پر غاښ ټینګه کړه:
-سهار مې دا له دې څنګلورې سره پرتله کړ بس زړه مې ترې تور شو
-په هغه انځور کې هاغه ښځه ښه نه وه راغلې خو اوبو زړه ووړ
غږ یې لوړ کړ:
– ما ویل چې تناسب یې ښه نه دی
-دا نوی رسم بیخي د هغه په څير کاږئ
-دلته اوبه شمال ته ناڅي په زاړه کې اوبه په خپله نڅیدې
-څوک به څه پوهیږي چې اوبه شمال ته ناڅي
د برش بیخ یې له لرې د رسم سر ته ونیو هلته د ویښتو په څير خړ بخونې کرښې وې:
-دا شمال دی پر اوبو راغلی او دا اوبه ګورې له دې شمال سره پورته شوې
-دلته بیا د مخکني رسم غوندې ښځه هم انځوروې
په خندا یې وویل:
– سبا حال واخله چې له دیوال سره یې لاندې خرڅلاو ته ږدم که یې پورته راځوړندوم
-دا نیمګړی اوس په څو ارزي؟
-په نندارتون کې په یو لک
-که یې بشپړ کړې بیا به یې بییه څو وي؟
-درې زره کراونه
-نو مه یې بشپړوه
په ګوتو کې نیولی برش یې په هوا کې تیر راتیر کړ:
-ګوتې مې نه ورته دریږي وایم…. که لا ټوله ډيرعالي شو
لوبوش له نیمګړي رسمه ګام په شا شو، پرته له دې چې ماته وګوري، راته ویې ویل:
-مننه چې راته ودې ویل په هغه تیر رسم کې ښځه ښه نه ښکاریده له سهاره تر دې اوسه مې زړه خوړ چې نندارتون رالنډ شو ولې مې خرڅاوه
-زه به د نندارتون پر ځای حال واخلم
ده سر وخوځاوه. له دوکانه پورې غاړه د والتاوا سیند له غاړې سره پلی روان شوم، نرۍ سیلۍ وه، د سیند اوبه ورو ورو خوځیدې، د لوبوش خبره په زړه ګرځیده راګرځیده، اوبه شمال ته ناڅي.
پراګ