دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهزموږ په ټولنه کې د خشونت برسیرن لاملونه | زبیر افغان

زموږ په ټولنه کې د خشونت برسیرن لاملونه | زبیر افغان

زموږ په ټولنه کې خشونت ځوان نه دی، په دې مانا چې اوس لنډ وخت کې خشونت نه دی را پيدا شوی، بلکي عمر يې خورا اوږد دی. په دې اړه یوه ښه خوندور تحقیق ته اړتیا ده چې علتونه، ډولونه او حللارې يې پيدا کړي؛ مګر زما په اند دا ځيني لاملونه يې عمده هم دي او واضح هم.

د مذهب ناسم تعبیر:

هیواد ته مو اسلام د جنګيالیو له لوري راوړل شوی دی، د افغانستان اوسنیو پولو ته جنګ د عمر فاروق په زمانه کې راغلی دی او ان د امیر معاویه تر زمانې يې دوام وکړ. په دې وخت کې له عربو څخه پرلپسې لښکرې راتلې او دلته يې جنګونه کول چې تر زیاتو جنګونو وروسته افغانان ستړي شول او د مسلمانانو د دريو اپشنونو(اسلام، جزیه او جنګ) کې يې لومړی غوره کړ. افغانان له وخته د غیرت لپاره بیل تعریف لري، دوی هيچا ته کمه نه وايي او هر سرزوری چې ويني دوی تر هغه څو چنده سرزوري کوي. کله چې له قوته ولوېدل نو جزیه يې ځان ته اهانت باله له دې امله يې اسلام په نوم ومانه او نور يې خپل ټول پخواني عادات، رسوم، باورونه او کلتور ورسره وساتل. موږ ته اسلام د تورې په زور راوښودل شو له دې امله دلته هغه تعبیر وده وکړه او خلګو ته اصلي تعبیر هم مالوم شو ځکه لومړیو راوړونکو عملا همداسي کړه وړه کړي وو همدا وجه وه چې د خشونت، جنګ او شخړو تعبیر زموږ خلګو ته تر اوسه هم خوند ور کوي او د اسلام اصلي بڼه همدا ورته ښکاري.

زموږ تېر تاریخ:

افغانان تر اسلام مخکې هم جګړه پاله وو؛ له مقدوني سکندر سره هم مښتي وو او د اسلام د راتلو مهال له عربي لښکرو سره هم ښه ډېر وخت وجنګېدل. له دې وراهاخوا قبییلوي ژوند هغوی ته په خپل منځ کې د جنګونو چانس هم ورکاوه او دا دود تر اوسه هم په پښتنو کې پاته دی، د اطرافو ځيني قبایل اوس هم د یوه منظم دولت تر کنټرول دا ښه بولي چې قبیلوي ژوند ولري، قبیلوي اصول وپالي او له شاوخوا قبییلو سره شخړې وکړي. دا اوس هم د ځمکې پر سر، د ځنګلونو پر سر، د څړځایونو پر سر او… قبیلې او قومونه سره په جنګ وي او ترمنځ يې لسګونه کلونه دا بدۍ پاتېږي.

تر اسلام را وروسته هم موږ د جنګ په میدان کې وړې وه، موږ علم ته دومره کار نه دی کړی لکه جنګ ته چې مو کاوه. د امویانو خلاف لښکر له همدې ځایه روان شو، له دې امله د مهدي اخیر زمان په اړه روایاتو کې هم ددې سیمې یادونه شوې ده ځکه له دې روایاتو د عباسیانو داعیانو ډېر کار اخیسته. پر هند له دې سیمې بریدونه شوي دي او منځنۍ اسیا هم د تورې په زور د دې سیمې واکمنو تابع کړې وه؛ د هند مسلمانانو هم د دې سیمې له واکمنه د مرستې تمه وکړه او تر هغه وورسته له انګریزانو سره درې جنګونه، بیا خپل منځي شخړې، له شوري اتحاد سره خونړی جنګ تر هغه را وروسته بیا تر خپل منځ وژنې او بیا اتلس کاله له نړۍ والې ټولنې سره جنګ چې په سر کې يې امریکا ده. زموږ د تاریخ لویه برخه پر جنګونو او وژنو ولاړه، له دې امله زموږ کوڅې، واټونه، سړکونه، چوکونه، مکتبونه او پوهنتونونه تر اوسه هم د جنګي کسانو په نوم دي چې له تیر تاریخ سره زموږ ژورې اړیکې راته ښيي او دا هم په ګوته کېږي چې موږ د خپل تېر تاریخ تر څومره اثر لاندي یو؟

کورنی تاوتریخوالی:

د انسان پر ذهن د هغه چاپيریال ښه پوره اثر کوي، که په ارام ماحول کې لوی شي ارام مزاجه انسان به وي او که شخړو، جنجالونو و د جنګ په ناارامه چاپيریال کې ستر شي، بیا به عصباني، غوسه ناک، په تعامل کې کمزوری او غیر نارمل وي. یو ماشوم که په دې ډول خشن چاپيریال کې لوی شي نه یوازي هغه ماشوم ته ایینده زیان لري، بلکې کورنۍ او ټولنه هم ځني زیانمنه کېږي. حتا ما لېدلي دي چې داسي کسان که غوسه شي د مور او پلار خیال هم بیا نه ساتي. زموږ د ټولنې ډېره برخه کسانو کورنی تاوتریخوالی لیدلی دی له دې امله نو هغه په لویوالي کې کور او ټولنه دواړه کې خشونت کوي او کله فردي خشونت په ډله ییز بدلېږي لکه زموږ ټولنه چې يې همدا اوس شاهده ده.

د مکتب، مدرسې او پوهنتون نمیګړی نصاب:

د یوه ماشومه ورځني څو ساعتونه حتما په مدرسه او مکتب کې تېږي، دا وخت د هغه د ایینده ژوند لوری ور ټاکي. که نصاب سم وي، استاد يې ښه وي، چاپيریال يې ارام وي، ماشوم به هم سالم ترې راوزي او که حالت برعکس وي، د ماشوم ایینده به هم پر سختو کړلیچو او پيچومو بر سمه کړي.

ما د مدرسې، مکتب او پوهنتون نصابونه لیدلي دي، د وطني مينې، انسان دوستۍ او سوله ییزتوب له مخې نیمګړي دي. د مدرسې او مکتب تر منځ حتا واټن ایجادوي، د سیرت په برخه کې يې تر دعوت زیات تمرکز پر غزاوو کړی دی په داسي حال کې چې غزاوې یوازي دفاعي وې او صرف لس کاله وې، مګر دعوت ۲۳ کاله وو او تر اخره وخته يې دوام درلود، غزاوې یوه استثنا وه او دعوت د نبوت عمومي تګلاره ده. د مسلمانانو په تاریخ کې هم د هرې دورې په تاریخ کې تر نورو بحثونو زیات تمرکز پر جنګونو شوی دی، د افغانستان عمومي تاریخ یا که معاصر تاریخ را واخلو نو هم د جنګ برخه زیاته ده، جنګیالي ستیال شوي دي او د مورخینو له لوري یا د وخت د حاکمانو نمیګړتیاوې نه دي را اخیستل شوې یا هم بیخي پر نشت حساب دي، ځکه نو موږ یوازي نن ستاینې کوو او جنګ و جنګیالی راته ښه ښکاري. د نصاب په برخه کې دا خلا باید ډکه شي او د وخت له غوښتنو سره سم مواد ورته تهیه شي چې ایینده زموږ، وطن او ماشوم ژوند تضمین کړي نه دا چې له خشونته يې ور ډک کړي.

زوړ او خشین کلتور:

انسانان چې هر وخت یوځای اوسي نو د اجتماعي ژوند لپاره يې حتما ځيني اصول، رسوم او دودونه ایجاد کړي وي چې د هغو په رڼا کې د ټولنې هر وګړی ژوند مخته وړي. دا یاد رسوم او دودونه کلتور بلل کېږي که څه هم له عاداتو، تر افکارو ا اعمالو پوري غزېدلي وي. ټولنه د اړتیا مهال اصول جوړوي او هوښیارې ټولنې که يې زیان درک کړي، پر بدیل يې فکر کوي او سوکه سوکه يې ځای بل ته ایله کوي، مګر داسي جامدې ټولنې هم شته چې پر خپلو کلتورونو ټینګې ولاړې وي او په هيڅ صورت کې يې ایله کولو ته نه چمتو کېږي. هغوی فکر کوي چې مخکي خلګ تر موږ په هر شي کې هوښیار دي، له دې امله نو د هغوی متلونه او ور پاته کلتوري ارزښتونه ورته سم بريښي او په نورو بدلولو ته يې زړه نه ښه کوي. زموږ د ټولنې کلتور هم زوړ دی او هم خشین دی. له بده مرغه چې زموږ ټولنه هم له جامدو ټولنو څخه شمارل کېږي او خپل پخواني افکار، رواجونه او باورونه نه ایله کوي حتا که هغه يې په عیني ژوند کې ستونزې ورته پيښوي او له تجربې سره يې په ټکر کې هم وي، خو دوی ته مشاهده دومره د باور وړ نه وي لکه هغه څه چې له ماشومتوبه ورته مسلم او ثابت ور پېژندل شوي وي او اخیر هغه ځای ته ورسېږي چې تر واقعي شیانو دا خیالي شیونه ډېر باوري ورته ښکاري.

خلګ باید په دې پوه کړل شي چې کلتورنه نوي کېږي، له وخت محیط او انساني غوښتنو سره سم رامنځته کېږي، کلتور که انسان ته په ګټه وي پاته دې وي او که يې د ژوند ساحه پر تنګوله د ختمولو وړ دی، تر هغو چې د کلتوري ارزښتونو په اړه خلګو ته سم پوهاوی نه وي ور کول شوی زموږ پر ټولنه به دا تر وخت تېر ارزښتونه حکومت کوي او پر خلګو به د ژوند چارې سختوي.

ناپوهي:

بې علمي د ډېری ستونزو ريښه ده، زما د مشاهدې له مخې د خشونت پاله ډلو ترمنځ له اتیا (۸۰) تر نوي(۹۰) سله کسان یا بیخي علم نه لري یا ابتدايي علم لري، له دې امله نو د کارونو پر پایلو هم فکر نه کوي او هر ډول تاوتریخوالی په خورا لوی زړه کوي. اودس يې نه وي زده مګر مرګ به کوي، لمونځ به نه کوي خو جهاد ته به راغلی وي، اخلاق به پېژني هم نه اما د جهاد فضیلت به بیانوي، د اسلامي نظام د دې لفظ په مانا به هم نه پوهېږي البته عملا به يې وسله اخیستې وي او د اسلامي نظام لپاره به انسانان وژني. دا ټول کارونه له جهالته کېږي؛ چا یو عالم انسان لیدلی دی چې د خپل فکر د منلو لپاره يې مخالف انسان مړ کاوه یا يې مرګ ور روا کاوه؟ یوازي جهال دا کار کوي، ځکه له هغه سره د استدال قووت نه وي، د خپلې ادعا پر بطلان ډارېږي له دې امله يې په هر چا د توپک په شپېلۍ مني.

فقر او غربت:

په هره ټولنه کې فقر د زورزیاتي یو لامل بلل کېږي او طبعا زموږ ټولنه هم ترې مستثنا نه ده. اوږده جنګ زموږ د ولس تر نیمایي زیاته برخه د فقر تر کرښې لاندي ژوند ته ټیل واهه. د غربت له امله زموږ په ټولنه کې خورا زیاتې ستونزې را ایجاد شوې دي. په کاروبار کې دوکې، ناغېړۍ او بې وعدګۍ، له غریبو سره نه مرسته، د ولورونو بې حده زیات جګېدل، فردي غلاوې او وسره تړلي جرمونه، په دولتي ادارو کې رشتونه او نوري ګڼ شمېر غلاوې، په ښارونو کې کرایوي غله چې ان د دوه سوه ډالرو لپاره يې انسانان قتل کړي او تر دې لا خطرناکه حالت بیا هغه دی چې بې روزګاره ځوانان د ترهګرو ډلو ته مخه کوي او هلته بیا په ډله ییزو خرابيو لاس پوري کوي چې غلاوې، لوټنې، رشوتونه او فساد يې په سر کې راځي.

د فقر له امله زه د داسې پيښو شاهد یم چې په فردي او ډله ییزه توګه زموږ د ټولنې کسانو جرمونه کړي دي، د فقر له امله د یوې کورنۍ کسان په جنجال سره اخته شوي دي، د قبیلو ترمنځ شخړې راولاړې شوي دي او قومونه په بدمرغیو سره اخته شوي. زموږ ټولنه کې د زورزیاتي یو لوی عامل غربت دی، که په دې اړه څېړنې وشي نو بیخي جالبې پایلې به را برسیره شي چې تر اوسه به په دې اړه زموږ ټولنې ته داسي مفصل مالومات نه وي وړاندي شوي. د خشونت په اړه بیخي لازمه ده چې دلته يې پر عواملو څېړنه وشي، کله چې علتونه پيدا شي نو حللارې اسانه ورته ټاکل کېږي، تر ټولو سخت کار د یوې ستونزې ریښه او علت مالومول دي چې د ګرانوالي له امله دلته تر اوسه کومه هر اړخیزه څېړنه پر شوې هم نه ده له دې امله يې حللارې هم نه دي په ګوته شوي یوازي ځيني برسیرنې وړانديز شوې دي چې تر ډېره حده ګټورې نه دي ثابتې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب