چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد داعش ادعا، د پېښور برید د افغان ځانمرګي په لاس ترسره...

د داعش ادعا، د پېښور برید د افغان ځانمرګي په لاس ترسره شو

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د داعش د خراسان څانګې په نوم ډلې او ورته منسوبې وېبپاڼې ادعا کړې چې د پښتونخوا د پېښور د قصه خوانۍ بازار په يوه جومات کې د تېرې جمعې ځانمرګی برید د دوی له لوري د یوه افغان بریدګر په وسيله شوی و.

د اعماق په نوم داعش ډلې ته منسوبې وېبپاڼې ويلي چې د پاکستان له امنیتي تدابیرو  سره سره به د دغه هېواد پر شیعه ګانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې په دې برید کې څه باندې ۶۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲ سوه نور ټپيان دي.

پاکستاني پولیسو ویلي چې د پېښې عاملان او د هغو ملاتړي به وځپي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

شنونکي بيا د افغان ځانمرګي په نوم د دې برید تماميدل د پاکستان نوې لوبه ګڼي، چې ورسره د داعش ډلې په نوم د بریدونو پړه پر افغانستان واچوي.

پاکستاني چارواکو مخکې هم ورته تبلیغاتو ته لاره پرانيسته، خو هم د جمهوري نظام چارواکو په سيمه کې د داعش ډلې سرچينه پاکستان ګڼله او هم د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې داعش وسله وال د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې افغانستان ته را اوړي.

1 COMMENT

  1. لکه څنګه چی اورېدل سوی او لیدل سوی دی داعش هم د عامو مسلمانانو دښمن دئ او هم د طالب دښمن.
    داعش پر عمومی او ګڼه ګوڼه ځایونو ډیری بېرحمانه حملې تر سره کړی او ډیر بې ګناه انسانان ئې هم وژلی دی او انتحاری کوونکو هم ځانونه غازیان او شهیدان ګڼلی دی.
    پوښتنه دا ده:
    د داعش انتحاری حملې د طالب په لیکو او صفوفو کی ولی نه تر سره کیږی ؟ ( البته داعش ادعا لری چی طالب هم مرتد او هم د امریکې مزدور دئ ).
    غربی استعمارګرانو په هر فکری او سیاسی تشکیلاتو کی دوې درې ډلی روزلی دی څو د هری ډلی څخه په بېلو بېلو حالتونو کی ګټه پورته کړی.
    نو شریکه!
    هغه څوک به خوشی یو خر او غوئی وی کوم چی دا باور ونلری چی داعش د انګریز او امریکائی او یهودو یوه ګډه پروژه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب