یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمتقي: افغانستان به پر ځان بسيا او د اقتصاد او اتصال په...

متقي: افغانستان به پر ځان بسيا او د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل کړو

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي وايي چې طالبان د افغانستان د پر ځان بسياينې او د اقتصاد او اتصال په مرکز د بدلولو لپاره یې کار کوي.

د نوموړي دفتر ويلي، چې متقي دا څرګندونې له یو شمېر بهر مېشتو افغان متخصصانو، سوداګرو او ښځينه وو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت، تعليمي بهير، د بهر مېشتو افغانانو له وړتياوو څخه په استفادې او د طالبانو په واکمنۍ کې د مثبتو بدلونونو او د هغو د ساتنې په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو ادعا کړې، چې د ناستې ګډونوالو يې د ښځو پر وړاندې د سياستونو په ګډون د واکمنۍ له کړنو څخه دفاع کړې ده.

د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير په دې لیدنه کې ویلي، چې د بهر مېشتو له وړتياوو څخه به د خپلې واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

طالب چارواکو په وروستيو کې د اقتصاد او اتصال په مرکز د افغانستان د بدلولو تر څنګ هېواد ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنیدو خبرې ډېرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورځ تر بلې دوی د حکومت له چوکاټه متخصصين باسي او پر ځای یې خپل ملايان پر دندو ګوماري او له هېواد څخه د افغان کادرونو او ځوانانو د تېښتې لړۍ په چټکيدو ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب