تاند:( يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) په مزارشريف کې د طالبانو د واکمنۍ ښاروال مولوي قدرت الله طارق ويلي، چې مزارشريف ښار د نوي کال د هرکلي لپاره چمتو کوي.
د هغه په وينا، د نوروز د هرکلي په موخه یې د مزار شريف ښار د تزيين، سرسبزۍ او تنویر چارې پيل کړي.
د طالب ښاروال په وینا، دغه ښار په جغرافیوي لحاظ ځانګړی موقعيت لري او تمه کيږي، چې ډېر داخلي او بهرني مېلمانه به دغه ښار ته سفر وکړي.
نوموړي په دې برخه کې د مشخصو پروګرامونو یادونه نه ده کړې.
معلومه نه ده، چې طالبان به سږ کال د نوروز جشن ونمانځي کنه؟
دغې ډلې په تېره واکمنۍ کې یې د افغانانو دا لرغونی فرهنګي جشن « ناروا» باله او د نمانځلو مخالفت یې کاوه.
څه موده مخکې د نوي کال د جنترۍ په اړه د طالبانو د پلان په رسنيزو شويو جزياتو کې راغلي وو، چې طالبانو د رخصتيو له نوملړ څخه د نوروز ورځې د ايسته کولو پریکړه کړې ده.