Homeخبرونهکندوز کې یوه ښځه له وسلو او مهماتو سره نیول شوې ده

کندوز کې یوه ښځه له وسلو او مهماتو سره نیول شوې ده

تاند:(یکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د‌ طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو یې پرون (شنبې) په کندوز ولايت کې یوه ښځه له یوه شمېر وسلو او مهماتو سره نیولې ده.

د باختر آژانس د راپور له مخې، دې ښځې سره ‌دوه تومانچې، يوه چانټه، درې شاجوره د کلاشينکوف مرمۍ، ۷ برچې، یوه اندازه نورې مختلفې مرمۍ، يو امريکايي دوربین، د کابل بانک ۱۰ کارتونه، يو شمېر سیمکارتونه او نور وسايل تر لاسه شوي دي.

طالبانو د دې ښځې د هويت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې طالبانو د ډېرو وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.

د‌ دوی له کور په کور تالاشيو څخه په یو شمېر ولایتونو کې خلکو هرکلی کړی او ویلي چې دا ډول عمليات د امنيت د ښه کیدو لپاره ګټور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...