Homeخبرونهپه خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو برید؛ ۳ وژل شوي او ۳...

په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو برید؛ ۳ وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه)د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوه پولیس موټر د موټرسایکل سپرو وسله‌والو په برید کې درې ترافیک پولیس وژل شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د «ټایمز اف انډیا» د راپور له مخې، پېښه د دوشنبې په ورځ د ټانک ولسوالۍ د وزیراباد بازار په سیمه کې هغه مهال شوې چې پر موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ترافیک پولیسو پر موټر ډزې وکړې. بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وايي، په برید کې یو مرستیال سب‌انسپکټر او دوه لاروي هم ټپیان شوي دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د پاکستان پولیسو ښايي په دې برید کې د تحریک طالبان پاکستان، «ټي ټي پي»، لاس وهنه وڅېړي، ځکه دې ډلې په سیمه کې مخکې هم ورته بریدونه کړي دي. «ټایمز اف انډیا» وايي، ټي ټي پي له افغان طالبانو جلا ډله ده، خو له هغوی سره ائتلاف لري.

دا برید په ډیره اسماعیل خان کې د یوه ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته شوی، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان شوي وو. ټي ټي پي د هغه برید مسوولیت منلی و.

پاکستان پرله‌پسې افغان طالبانو تور لګولی چې ټي ټي پي ته اجازه ورکوي له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه وکړي؛ خو کابل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...