Homeخبرونهد لغمان په ترافیکي پېښه کې ۲۸ کسان ټپیان شول

د لغمان په ترافیکي پېښه کې ۲۸ کسان ټپیان شول

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مشعلې کمر سیمه کې د یوه خاور ډوله موټر د چپه کېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او ۲۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وايي، دا پېښه نن سهار شوې او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ده د ټپیان د روغتیایي وضعیت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د معلوماتو له مخې، موټر له لوګر څخه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د قرغیو ولسوالۍ په مشعلې کمر سیمه کې چپه شوی دی.

تراوسه د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوی حو په افغانستان کې عموماً د موټرچلوونکو د بې احتیاطي له کبله ترافیکي پېښې کېږي.

د لارو خرابوالی، د ترافیکي اشارو کموالی او له ترافیکي مقرراتو سره د یو شمېر موټرچلوونکو نابلدي هم د ګڼو ترافیکو پېښو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...