جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د رسنيو د مالي ملاتړ لپاره د بهرنيو ملاتړ د را...

مجاهد: د رسنيو د مالي ملاتړ لپاره د بهرنيو ملاتړ د را جلبولو په هڅه کې یوو

تاند:(شنبه، د حوت ۱۴ مه) ‏‏په افغانستان باندې واکمنو طالبانو، چې مخکې يې د افغانستان ډېرې رسنۍ بهرنيانو ته په جاسوسۍ او خدمت تورنولې، اوس ویلي چې د مالي ستونزو له کبله سقوط کیدونکو رسنيو ته د بهرنيو مرستو د را جلبولو په هڅه کې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین او د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ټولو هغو رسنیو ته چې د مالي ملاتړ او اقتصادي ستونزو له امله یې فعالیتونه بند کړي د مالي ملاتړ په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ښاغلي مجاهد نن ویلي، په یاده برخه کې یې زیاتې هڅې پیل کړي، څو یو شمېر هغه هېوادونه چې غواړي په افغانستان کې له رسنیو سره همکاري وکړي د هغوی همکاري یو ځل بیا راجلب کړي.

هغه وویل چې معلوماتو د لاسرسي په برخه کې د هېڅ خبریال پر وړاندې ستونزې نشته، په خبره یې د هرې رسنۍ خبریال کولای شي چې له چارواکو معلومات ترلاسه کړي.

د طالبانو وياند په مشخص ډول د کوم هېواد يادونه په دې برخه کې نه ده کړې.

امريکا متحده ايالات د نورو برخو تر څنګ په افغانستان کې د جمهوري نظام او رسنيو تر ټولو ستر تمویلوونکی و،

طالبانو بيا په دې اړه تورونه ردکړي او د بيان ازادۍ د‌ خونديتوب ټينګار کوي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې د ارقامو له مخې، د طالبانو له بيا واکمنیدو سره په دې هېواد کې شاوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ د مالي ستونزو له کبله تړل کیدو ته مجبوره شوي دي.

که څه هم پر طالبانو تور دی چې د رسنیو ازادي یې تر یوه حده محدوده کړې خو له دې هم ډېر انکار نه کوي چې طالب چارواکو یو شمېر رسنۍ، چې د ملي یووالي خلاف یې تعصب او د افغانستان د تاریخ او کلتور خلاف تبلیغات کول، له مضرو تبلیغاتو راګرځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب