هغه چې غواړي خپلې مفکورې د نورو په ذهنونو کې ځای پر ځای کړي، زیاته هڅه به یې د زور په مټ نه وي بلکې؛ له هنره او د فکر له پياوړتيا څخه به کار اخلي، او که همداسې نه کېدل او په خپله دا مفکوره هم ورسره ملګرې وه چې یاره په سپکو سپورو او یا په جبر په نورو هر څه مني، که دې کار کې بریالی شو دا بریالیتوب به یې تر یوه محدود وخت او کسانو پورې رسېږي او یوه ورځ به راځي چې همدا محدود وخت او محدود انسانان به هم ختمېږي او هر څه به پای مومي، چې پایله یې یوازې ماتې ده.
خبره تر ځینو لیکوالانو پورې را یاده شوه، شاید زه دومره پوهه ونه لرم چې دا خبره وکړم، خو دا چې له دې ستونزې ډېر ځورېږم، او یا به نور مطالعه کوونکي هم ترې ځورېږي، او بل ورسره که زموږ لیکوالان ورته لږ فکر وکړي، زه باوري يم چې لیکل او نظرونه به یې په ټولنه کې یو ځای نیسي او د قدر په سترګه به ورته کتل کېږي، او لوستونکي به یې نظرونه دخپل ژوند د لاسته راوړلو یو هدف ګڼي او ورسره څنګ کې به یې مطالعه کوونکي له ستړي کوونکي مطالعه او په سخت ډول د پوهېدنې څخه ژغورلي وي.
هغه ستونزه چې زیاتره وخت زه ترې ځورېږم، او زما نږدې مطالعه کوونکي ملګري هم ډېر ځله راته وایې چې لیکوالان خیر که دا زموږ یو کوچنۍ غوښتنه ومني چې خپل لیکل او نظرونه باید د یو ټاکلي قشر او ځانګړي لوستونکو لپاره ونه لیکي، لیکل لومړي باید معیاري د ټولنې په اصولو برابر او دا نه وي پکې چې دا زده کوونکي دی، او هغه بل محصل دی یو دي لولئ او بل دې له لوستلو ډډه کوي، ځکه چې ګټه ورته نه لري او له مسلک سره یې هېڅ اړیکه نه لري، همدا ستونزه ده چې په ډېرو کتابونو لوستلو کې ستونزه پیدا کړې ده، دلته به ډېر ووايي چې لوستونکي کومه دي او یا به داسې په لسګونه پوښتنې ورته پیدا شي، لومړي خو لیکوال باید له ځان سره فکر وکړي، چې کوم څه لیکي، آیا د لیکلو اړتیا یې شته، آیا د لیکلو ارزښت لري، او آيا دې ته ورته اړتيا د څه ده چې ولیکل شي؟
کله چې يو لیکونکي دا پوښتنې له ځانه پوښتنې کوي،
زه باور لرم چې هڅه او زیار به یې یو ځای نیسي، خو بیا کله چې لیکوال د ټولنې د يوې خاصې طبقي کسان لولي، دلته د لیکوال بې اعتمادي په موضوع باندې هم له ورایه څرګندوي چې ګواکې دومره هنر نه لري، چې پوه شي بايد لیکل ویل مې د يوې خاصې طبقي پورې محدود نه وي، او باید د ټولنې د ټولو وګړو په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.
له دې سره هر څوک باید پوه شي، چې مرسته کول، د ټولنې په يوې خاصې طبقي پورې ونه تړو، د يوې خاصې طبقي د پوهېدلو هڅه باید ونه کړو، مهمه ده چې آن لیکل هم باید د ټولنې د ټولو وګړو د هوساينې لامل شي.