جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د سفیر له سر نه د درنښت لونګۍ پر ځمکه...

د پاکستان د سفیر له سر نه د درنښت لونګۍ پر ځمکه ولوېدله

تاند (شنبه/د کب ۱۴مه) — په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان سفیر ته ور په سر کېدونکې لونګۍ د هغه په سر له اېښودل کېدلو نه مخکې په ځمکه ولوېدله.

ویل کیږي چې د پاکستان سفیر ته په جلال اباد ښار کې د هغه هېواد یو شمېر جاسوسانو وړمه ورځ د درناوي لونګۍ ور په سر کړه خو دا یې ونه ویل چې دا کار یې د هغه د کوم خدمت په بدل کې وکړ.

په خپره شوې ویډیو کې د لونګۍ وړاندې کوونکي دوه کسان له کمره مین څخه غواړي چې دغه صحنه رسنیو ته ونه باسي او ډیلېټ یې کړي.

د زیارمل افغان په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي له خپرې شوې ويډیو سره لیکلي، «د وطن د سوداګرو له لاسه پګړۍ غورځېږي، خو د پنجابي سفیر سرته نه رسېږي. پګړۍ لا خپل برم ساتي! خو افسوس په دغو سپین ږیرو.»

په جرمني کې مېشت د ټولنیزو رسنیو یوه فعال محمد ناصر ناصري لیکلي، « له دې شته خلکو نه لونګۍ کې غیرت ډیر ده. د خپل دښمن په سر نه غواړي پاتې شي.»

په دیپلوماتیک ډګر کې د طالبانو د تجربو د نشتوالي یا بې زړه توب امله، منصور په افغانستان کې د برتانیا د وخت د وایسرای په څېر د نړۍ والو ادارو له استازو سره ګوري او داسې ښیي چې د افغانستان په بهرنیو اړیکو کنټرول لري.

پاکستاني سفیر ته د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د درنښت لونګۍ په داسې حال کې ور په سر کیږي چې اسلام اباد د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف چې دیپلوماتیک پاسپورټ او پاکستانۍ وېزه یې په لاس کې وو، په بې ساري سپکاوي خرڅ او په کش کولو امریکایانو ته په لاس ورکړ.

4 COMMENTS

  1. د دوی ښځه په سپي وغیم چې داسې خر ته یې لونګۍ ور په سر کوله. په ګل مراد دې یو ځای نالت شي او په لال اغا کاکړ بل ځای. دغه خرکون کله د لونګۍ وړتیا لري.

  2. د هغه چا ناموس وغیم سي دغه خبیث تورغري پنجابي ته یې لونګۍ ورپه سر کوله. هغه هم د جناح فرنګي اولاده ده تف لعنت په داسي افغانیت او پښتونولي دغه غلامان د شمشتو د کمپ حرامیان دي ??

  3. bee. naamosah/de punjaab mazdooran punjabi tah longi war pa sar kwee.
    punjab zmong pukhtafnah pa jilono kee satee

    ALI WAZEER TAH PAH JAIL KEE// MARKHOOM LONREEY AW AAREF WAZEER ROOKH TAH SALAMONAH AW DROODONAH WAYEEM.

    MARG DE PUNJAAB PAH MAZDOORANOO

  4. که ریشتیا د ننګرهار د ګلونو د ښار په زلمیانو کی غیرت وی نو پر ننګیالیو ننګرهاریانو باندي د دغه تاریخی پیغور د اینځلو لپاره چی د خینزیرستان د حرامی سفیر په مردار سر هغو سپو پګړي تړلي په دوی د خسا هګیو یرغل وکړی او دنیا ته د افغانانو د کریکي څرګندونه وکړی .ژوندي دي وی زمونږ د لوی ننګرهار شازلمی ځوانان ????????????

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب