لوبه له کومه ځایه پیل شوله!
دواړه خواوې سره دښمنې وي. د يوې خوا په سر کې غرب په ځانګړې توګه انګرېزان او د بلې خوا په سر کې شوروي اتحاد و. انګرېزانو پر نږدې نیمه نړۍ واک چلاوه او روسان هم «له ۱۹۲۲ م کال وروسته شوروي اتحاد» له انګرېزانو شاته نه وو. خو دویمې نړیوالې جګړې«۱۹۳۹ – ۱۹۴۵م کلونه» لوبه بل ډول کړه. دواړه دښمنې خواوې يې د درېیم او د دواړو خواوو شریک دښمن «هټلر» پر ضد سره ملګري کړل.
په جګړه کې هټلر مات او جګړه دوی وګټله. خو له جګړې وروسته انګرېزانو پر ډېرو هیوادونو خپل واک له لاسه ورکړ. له همدې کبله اصلي لوبه هم له همدې ځایه په بل ډول پیل او په اصلي لوبغاړو کې هم بدلون راغی.
يوې خوا ته له پخوا څخه په ډېر قوت شوروي اتحاد او بلې خوا ته د امریکا متحد ایالتونه د ډګر لوبغاړي شول. غربي اروپا د امریکا پر خوا او ختیځه اروپا د شوروي په واک کې شول. المان هم پر دوو برخو، لویدیز المان د امریکا او ختیځ آلمان شوروي اتحاد ته ورسېدل. انګرېزانو د امریکا په خوښه د هندوستان له خپلواک کېدلو «۱۹۴۷ م کال» وروسته د تل لپاره د سیمې د ناارامه ساتلو په موخه پاکستان رامنځ ته کړ. پښتونخوا، بلوچستان، بنګال یې د پاکستان برخې وګرځول او کشمېر يې هم د تل لپاره د سیمې یوه متشنجه سیمه وګرځوله، یو څه يې د پاکستان او نور يې د هند په لاس ورکړ.
شوروي اتحاد هم تر آمو دریا د پخوا په څېر خپل واک وساته. د دې لپاره چې دواړه خواوې امریکا او شوروي لوبه په ښه توګه پر مخ بوځي، امریکا د ناټو نظامي سازمان« ۱۹۴۹ م کال» چې اوس ۳۰ غړي لري او شوروي اتحاد د وارسا سازمان« ۱۹۵۵ م کال» جوړ کړل. پر دې سربېره په سیمه او نړۍ کې هم امریکایانو له شوروي اتحاد سره د ډغرو وهلو او د کمونیزم د مخنیوي په پلمه د سنټو «بغداد» سازمان«۱۹۵۵ م کال» د ایران، عراق، پاکستان، ترکیې او بریتانیا په ګډون او د سیتو سازمان د امریکا، استرالیا، پاکستان، بریتانیا، فرانسې، ټایلند، فلیپین او نیوزیلند په ګډون لومړی په «۱۹۵۴ م کال » د فلیپین په مرکز مانیلا او بیا په «۱۹۵۵ م کال» د تایلند په مرکز بنکاک کې رامنځ ته کړل.
ټوله نړۍ په درېیو برخو ووېشل شوه. غربي او قدرتمند هېوادونه د امریکا پر خوا او د درېیمې نړۍ او بېوزلي هېوادونه د شوروي تر څنګ ودرېدل. دریمه برخه هم تش په نامه بې پرې او یا غیرمنسلک هېوادونه وو. له دې وروسته
په نړۍ کې چې هر څه پېښېدل، اصلي لوبغاړي به يې امریکا او شوروي اتحاد وو.
په «۱۹۵۵ م کال» د امریکا او ویتنام تر منځ جګړه رامنځته شوه. شوروي اتحاد ته ښه موقع په لاس ورغله. شوروي اتحاد په ټوله مانا د ویتنام تر څنګ ودرېد. ویتنام د جګړې ګټونکی او د امریکا متحده ایالتونو ته سخت زیان ورسېد. امریکا له ویتنام څخه خپلې پښې سپکې کړې او پرستیژ ته يې ډېر زیات زیان ورسېد. شوروي اتحاد له پخوا څخه نوره هم په ښه مود کې شوه.
په ویتنام کې له ماتې وروسته امریکا د فرصت په لټه کې وه او ټول کوښښ يې په دې کې و چې له شوروي اتحاد څخه د ویتنام د ماتې غچ واخلي.
په «۱۹۷۸ م کال» په افغانستان کې د ثور قیام بریالیتوب ته ورسېد او شوروي اتحاد يې کلک ملاتړ وکړ.
امریکایانو چې له خدایه داسې ورځ غوښتله، په ډېر مهارت يې شورویان افغانستان ته راکش کړل. د دې کار لپاره يې له ډېرو غولوونکو تبلیغاتو کار واخیست. د شوروي اتحاد زړې او فرسوده رهبرۍ افغانستان ته د خپلو ځواکونو د لېږلو مسئله سمه تحلیل نه شوای کړای او په افغانستان کې يې د خپل پوځي مشاور جنرال ګریلوف او د شوروي د وسله والو پوځ د لوی درستیز د ځواکونو د لېږلو مخالف نظرونو ته اهمیت ور نه کړ. د کې جي بي د غلطو راپورونو ښکار او پر افغانستان يې وسله وال یرغل وکړ. بې له ځنډه امریکا د افغانانو سره د مرستې په نامه ډګر ته راووتله او د اسلام د ستر مدافع په توګه يې د شوروي اتحاد پر ضد پر نوره نړۍ هم د مرستې غږ وکړ.
غربي او اسلامي نړۍ ټوله د امریکا تر څنګ د شوروي اتحاد پر ضد ودرېدله. چین چې له شورویانو سره د يوې ايډيالوژۍ خاوند و، خو د دښمنۍ تر کچې سره مخالف و، هم د امریکا پر خوا شو.
پیسې او وسلې د دوی خو د جګړې ډګر او د جګړې پر مخ وړونکي افغانان وو. افغانان چې له ازله په خپل هېواد کې د بهرنیانو مخالف دي، د جهاد او افغاني احساساتو له امله يې شوروي اتحاد مات کړ. د افغانانو هوډ تر سره، خو ورسره د امریکا ستر ارمان چې له شوروي څخه په ویتنام کې د خپلې ماتې غچ اخیستل وو، تر سره شو.
خبره یوازې د شوروي په ماتې پای ته ونه رسېده ورسره هغه ستر شوروي اتحاد چې ۱۵ جمهوريتونه وو، د ځمکې پراخوالی يې ۲۲۴۰۷۵۷۱کیلو متره مربع او نفوس يې ۲۹۳۰۴۷۵۷۱ تنه و، پر ۱۵ ټوټو وويشل شو.
د «۱۹۹۱م کال» په ډسمبر میاشت کې روسیه رامنځ ته شوه. له شوروي اتحاد څخه روسيې ته ۱۷۱۲۵۱۹۱ کیلومتره مربع ځمکه او ۱۴۵٫۹ میلیونه تنه نفوس پاتې شول.
که څه هم روسیه د ځمکې د پراخوالی او د نفوسو له پلوه کوچنی هېواد نه و، د ۸۳ فدرالي واحدونو، له دې څخه د ۲۱ خودمختاره جمهوریتونو په لرلو سره د نړۍ د سترو هېوادونو څخه شمېرل کېده. خو د ټوټه کېدو له ورځې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. د سوسیالیزم پر ځای يې نظام سرمایه دار شو. هر څه چور شول، خپلسري پیل شوله، واک د یهودیانو لاس ته ورغی. جمهور رئیس ایلتس «۱۹۹۱ – ۱۹۹۹ م کلونه» هم یو نشه يي او شپه او ورځ به په نشو کې مست و. واک يې له لور او زوم سره و.
حالات تر دې هم خراب وو، د اردو سرتېرو به په کوڅو کې د خیر په ټولولو خپلې ګېډې مړولې. هېڅوک په امن کې نه و. د مافیا لويې او وړې ډلې جوړې شوې.
روسان ډېر جنګیالي او مغرور ټبر دی. ټول به له دې حالت څخه ځورېدل او په خپلو خولو او غمونو کې به ډوب وو. اصلي روسان د ستونزو د حل په فکر کې وو. خو امریکایانو یوازې د شوروي اتحاد په ماتېدلو بسنه ونه کړه، له هره پلوه يې د روسیې د لا کمزوري کولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.
له برلین څخه روسان ووتل او د برلین دېوال مات شو، د دې پر ځای چې امریکایان هم جرمني خوشې کړي، لا نور يې هم هلته خپلې پښې ټینګې کړې. د وارسا تړون له منځه لاړ، خو امریکا د ناټو سازمان د لا قوت لپاره کار پیل کړ.
له شوروي اتحاد څخه بېل شوي د ختیځې اروپا او د بالتیک هېوادونه يې په ناټو کې شامل کړل. په افغانستان کې چې واک د روسانو په مرسته د شمالي ټلوالې په لاس کې و، د طالبانو په مرسته ګډوډ شو. په ګرجستان کې د امریکایانو په لمسون د ګرجستان د اوکرایني جمهور رئیس میخایل سکاشویلي «۲۰۰۴ – نومبر ۲۰۱۳ م کلونه» له خوا په ۲۰۰۸ م کال په چخینوالي وسله وال برید وشو. اذربایجان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان ته يې هم لاسونه وراوږده کړل. په اوکراين کې يې هم روسيې ضد احساسات را وپارول. د چیچین، داغستان او قفقاز بېلتون غوښتونکو سره يې مرستې پیل کړې.
د چیچنیا جګړه « ۱۹۹۴ – ۱۹۹۶ او ۱۹۹۹ – ۲۰۰۹ م کلونه » خطرناک پړاو ته پورته شوه. په عراق يې چې د سترې اردو په لرلو سره اسرایلو ته خطر و یرغل وکړ. په افغانستان يې هم د يوې جوړې شوې سناریو له مخې وسله وال برید ترسره او نږدې ۱۵۰ زره سرتېري يې ځای پر ځای کړل. د عربو د پسرلي په نامه يې په سوریه، مصر او لیبیا کې جګړې رامخته کړې. د دې په څېر په سلګونو نورې لانجې د ډموکراسۍ په نامه هم د روسيې پر ضد را منځ ته شوې.
روسانو چې یو وخت له انګرېزانو او بیا له امریکا سره په نړیواله سطحه سیالي کوله، د امریکایانو دې خپلسریو او ځان غوښتنو ته په رڼو سترګو کتل او له وسه يې څه نه کېدل. همغه و چې ایلتسن د «۱۹۹۱ م کال» په وروستیو کې واک ولادمیر پوتین ته ور حواله کړ. پوتین چې د سان پيټرزبورګ او په خټه روسی دی، په کې جې بي کي روزل شوی او له « ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۱ م کلونو» تر منځ د کې جي بي کارکوونکی و. په «۱۹۹۱ م کال» کې يې سیاست ته مخه کړه. کله يې چې په «۱۹۹۹ م کال» د روسيې واک تر لاسه کړ. د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره «۲۰۰۰ – ۲۰۰۴ م کلونه» کې يې په ډېره سړه سینه خپلې پښې ټینګې او قوي ګوند يې رامنځته کړ.
د جمهوري ریاست په دویمه دوره «۲۰۰۴ – ۲۰۰۸ م کلونه» کې د روسيې جوړولو او د مافیا ټکولو ته يې ملا وتړله. لومړی کار يې چې وکړ یهودان يې د زړه له اخلاصه وډبول. څوک يې مړه، څوک يې بندیخانې ته واچول او نورو خپلې پښې سپکې کړې. وړه او منځنۍ مافیا يې دړې وړې کړه. پر ټوله روسیه يې واک ټینګ کړ.
د اردو، پولیسو او استخباراتو په رغولو يې پیل وکړ. په «۲۰۰۸ م کال » يې د ګرجستان یرغل ته ځواب ورکړ. جنوبي اوسیتیا او ابخازیا يې ونیول او بیا يې د خپلواکو دولتونو په نامه په رسمیت وپېژندل. د چیچین جګړه يې ودروله. داغستان او قفقاز هم آرام شول. د اذربایجان د وېرولو لپاره يې د ارمنستان په واسطه د اذربایجان دوه ولایتونه برده، اقدام او نګرنو قره باغ ونیول. د افغانستان له خوا د خطر د مخنیوي په موخه يې په تاجکستان او قرغزستان کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل. د سوریې جګړه يې وګټله او بشر الاسد يې وساته.
امریکایانو چې د شوروي اتحاد تر وهلو وروسته روسیه خپل سیال نه باله، د چین له اقتصادي چټک پرمختګ څخه په ویره کې شول. همغه و چې چین او روسيې سره سرونه نږدې کړل او د شانګهای په نامه يې د همکاریو یو سازمان رامنځ ته کړل، چې په اصل کې به د وارسا د تړون ځای ونیسي. امریکا وارخطا شوه، د دې لپاره چې روسیه تهدید او ووېروي، په ناټو کې يې د اوکراین پر شاملولو غور پیل کړ. په ناټو کې د اوکراین شمولیت روسيې ته په دې مانا دی چې ناتو خپل پوځي اډه په کرملین کې جوړه کړي.
وايي:« چې په تنګ شي نو په جنګ شي» پوتین چې په روسیه کې خپل واک ټینګ او له « ۱۹۹۹ م کال » څخه تر اوسه په واک کې دی. ډېر کوښښ وکړ چې اوکراین له دې پرېکړې راوګرځوي، خو د اوکراین ځوان او اکټور جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي دواړه پښې په یوه موزه کې کړې او په ناتو کې د شمولیت له هڅو څخه تېر نه شو. پوتین ته چې بل له هر څه د روسيې امنیت لومړیتوب لري، لومړی يې په « ۲۰۱۴ م کال » له اوکراین څخه کریمیا ونیوله او په روسیه پورې يې وتړله. خو اوکراین د امریکا او غرب پر وعدو باور وکړ او په ناټو کې يې د شمولیت فکر له سره ونه ووت. همغه و چې پوتین لومړی دونیڅک او لوهانسک د « ۲۰۲۲ م کال » د فبرورۍ پر ۲۱ مه له اوکراین څخه جلا او د خپلواکو دولتونو په نامه يې په رسمیت وپېژندل او بیا يې د «۲۰۲۲ م کال » د فبرورۍ پر ۲۴ مه نېټه پر اوکراین ور ودانګل.
په امریکا يې څه! له لیرې تماشا کوي او خپلې وسلې به په کې ازمايي، خو وژل کېږي به دواړو خواو ته روسان او ویجاړېږي به اوکراین.
اوس اوکراینیانو ته په کار ده چې بې له ځنډه د جګړې د درېدو لپاره چاره ولټوي او پرې نه ږدي چې هېواد يې په ناتو کې د شمولیت په ارمان نور هم ویجاړ شي.
روسانو ته هم په کار ده چې د جګړې له دوام څخه تېر شي او د خبرو له لارې له اوکراین سره يوې پرېکړې ته ورسېږي. جګړه د حل لاره نه ده او جګړه یوازې وژل کوي که نه نو له افغانانو دې پوښتنه وکړي چې دواړو غاړو ته د جګړې له برکته خوندونه تعریف کړي.
امریکا دې د ډموکراسۍ په نامه نور د نړۍ ملتونه نه ځوروي او د خپلو وسلو د پېرودلو په خاطر دې نورې جګړې نه زېږوي.