یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه ۲۷ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

په ۲۷ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې

تاند:( شنبه، د حوت ۱۴ مه) ‏د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېلابونو وړاندوينه شوې ده.

د دغې ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا ورښتونه او سېلابونه پر سالنګونو سربېره په هرات، ‏بادغیس، فاریاب، جوزجان، فراه، ســرپل، غــور، ارزگان، زابل، دایکندي، غــزني، بامیان، میــدان‌وردگ، لوگر، پکتیا، خوست، کابل، پروان، بغلان ، پنجشیر، کاپیسا، ننگرهار، لغمان، نورستان، کونړ، تخار او بدخشان ولایتونو کې اټکل شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې په مختلفو سيمو کې به د کیدونکو ورښتونو سطحه فرق سره ولري.

سرچينې ويلي، چې په يو شمېر ولايتونو کې به له ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې بارانونه او په ځينو نورو سيمو کې به واورې ووريږي.

‏د طالبانو چارواکو د دغو ورښتونو او سېلابونو پر وړاندې د کومو تدابیرو خبر نه دی ورکړی.

دغه حکومت څه موده مخکې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي يو کميسيون رامنځته کړ، چې مشري یې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي او لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر کوله.

دغه کمیسیون تر اوسه د طبيعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو په اړه څه نه دي ويلي.

7 COMMENTS

  1. دا د الله پاک اراده ده، کیدای شی د خلکو په ګټه وی کیدای شی نه وی دا دهغه ذات پریکړه ده پدی کی خبره کول ګوناه ده داسی اداری خوشی لګیا دی د کوپارو په شان د بادو باران او سیلاو پشګوویی کوی د الله پاک د ارادی پیشګویی نشته که تکړه وی زلزله دی پیشګویی کی د وروس جنګ دی پیش بینی کی کرونا به یی پیشګویی کړی وه سی دومره اروفایان کمونیست چینایان او بی ایمانه هندوان او امریکایان نه مړی کیدای

  2. د وحید ورور خبره پرځای ده.
    وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ

  3. د طالبانو راتګ دا معنی نلری چه له ساینس نه منکر سو. سوچه مسلمان باید هم په قران او هم په ساینس باور ولری. خو دا باور باید هومره هم نوی چی دیو بل نه انکار وسی. ځینی قرانی ایتونه را تراوسه سم ندی تفسیر سوی او ځینی ساینسی خبری صرف خبری پاتی دی چه نن به رښتیا وی سبا به دروغ سی. هغه دبیګ بنګ تیوری باندی نن خلک انتقاد کوی او دانشتاین ځینی تیوریګانی چی لا تیوری بلل کیږی. په پورته خبرو کی به دمثال په ډول ووایو چی د واوریی او باران تخمین دباد او ګرمی او نم سره تعلق لری چه دماهواره ګانو لخوا لیدل کیږی او زیات وخت رښتیا کیږی. تجربی علومو نه انکار ښه ندی.

  4. سرچينې ويلي، چې په يو شمېر ولايتونو کې به له ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې بارانونه او په ځينو نورو سيمو کې به واورې ووريږي.

    که د دغه باران اټکل صحیح او درست وخیژی د دیی معنی داده چه دغه باران به ۱۵۰ ملی متره یا ۱۵ سانتی، او ۳۰۰ ملی متره یا ۳۰ سانتی وی. حال داچه د افغانستان د کلنی اورښت اندازه په اوسط ډول ۲۵۰ ملی متره ده یعنی د ټول کال اوسط باران ۲۵ سانتی متره دی. الله ج دیی دا خبر ریښتیا کړی چه وطن مو د وچکالی څخه خلاص شی. امین

  5. Albert Ein Stein
    البرت این شتاین وایی:این په آلمانی ژبه کې یوه ته وایی او شتاین ډبرې/ تیګې ته وایی. دې کې شک نشته چې دکایناتو ،ټولو موجوداتو په شتون کې دالله عزوجل سترحکمت پروت دی په کلام الله کې دالجبر مثالونه ډیر دی په سوره رحمن کې دقضیې او ثبوت مثالونه په ډاګه دی دهوا ابزار او عناصر ،شهاب ثاقب،لمر او سپوږمۍ او نورې سیارې دسیانس معادلې په قران مجید کې څرګند حقیقت دی.
    دثابت ورور خبره سمه ده ځینې ایتونه امکان لری سم نه وی تفسیر شوی او یا د تفسیر کونکی له پوهې لوړ وی یو لړ نورې کلتوری ستونزې هم شته چې افغانان یې نه مراعات کوی.
    وتعز من تشاء وتذل من تشاء جلا بحث دی.بله خبره داده چې افغانستان کې امکان لری دسانتی متر دستګاه ډیره زړه وی او یایی تکنېشن نشی عیارولی.

  6. وحید صاحب،السلام علیکم
    باید ووایم چې هوا پیژندنه د ساینسی علومو یوه شعبه ده ،دکابل پوهنتون دا څانګه له پنځوس کالو مخکی هم درلوده،دا په علم غیب ،فال بینی او یا کوډو کی کار نلری ،په علوم تجربی ولاړه ده۰
    په باد و باران کی اسلامی پوهانو هم کتابونه لیکلی،تکوینی یا ساینسی ایات یی تفسیر کړی ،باید له
    اهل علم وپوښتل شی،یواځی په عادی سواد،لیسانس او حتی دکتورا او علامه هم نشی کولی ټولو پوښتنو ته ځواب ووایو ،ځکه چی الله رب العالمین فرمایی؛ و ما اوتیتم من العلم الا قلیلا
    او بیا فرمایی؛ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون
    نو نباید بی له علم هر څه کی نظر ورکړو،علمی او اصلاحی وړاندیزونه عبادټ دی ،او د تاند صفحات هم باید په معتبرو علمی او اصلاحی ملغلرو مزین او ښکلې کړو
    په درنښت

  7. باران د ليترابو کچه په متر مربع ځمکه اوواوره د سانتي متره د خمکي په مخ ورسته له هغه چي باران يا واوره وشي تقريبن کچله کيږي ، خو مخ له مخه نه شي ويلای چي څو ليتره باران او يا څو سانتي متره واوره به وشي.
    وو هوا پيژندونکي د مودرنه تکنالوژي لکه ساټلايټ نه په کار اخستو سره کولای چي مخ له مخه ووايي چي سپک او يا دروند باران به په کومه ورځ يا شپه په څو بجو وشي، خو کچه يي ورسته له اوريدو ويلاي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب