جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+هسې مې خبره کوله

هسې مې خبره کوله

فرشته جلالزۍ

جانانه سترګې خودي تورې ندي؟

ونه دي منځ‌ و میانه؟

ته غنم رنګ خو نه یې؟

باڼه دي‌ غلي‌ غلي؟

سترګي دي غټې غټې؟

ستا پر تندي باندې یو داغ خو نسته؟

کندهارۍ غاړه دي اغوستې که یا؟

ستا د لستوڼي حاشیه خامکي؟

او  پر پایڅو دي‌ ماشیني بخۍ دي؟

ستا په رخچینه کې غمي‌ کار سوي؟ تک سپین غمي؟

ګوتمۍ په ګوته لرې؟

او د یاقو غمی؟

ساعت دي په لاس دی که یا؟

په بغل جیب کې دي بټوه پرته ده؟

رښتیا،  ته څنګه خاندې؟

ستا په خندا کې نو سهار د ارغستان راځي؟

ستا په غصه کې نو ګرمي وي د غرمې د دامان؟

ستا په نفس کې د سنجد د شګوفې عطر دي؟

د انار وینه دي‌ په شونډو کې، په سترګو کې دي موج د ارغنداب پروت دی؟

ستا د سدرۍ بلا په ماکړې

رباب ته شرنګ ورکه چې ودي پيژنمه

***

راسه جانان می سه ، کور- بان به دي‌ سم

ته بریاني راته پخه که ، زه به لوښي پرېولم

یا روش را پوخ که

د مرچکو او د پيازو سلاته را وکه ؟

د روح افزا د بوتل غړپ راکوه

زما به لاس ککړ سي ها؟

یوه – یوه ګوله راکوه ؟

زه به مجلس درته کم

زما د اوکراین او د لندن او د پاریس د کیسو

خو تا ته غم د احمد خان و میرویس خان پروت دی؟

ته به ما نه اورې بې زاره به یې؟

اې ! ته دي رباب را واخله

چلم به زه در ډک کړم

چرسي خو ته وې زه خو نه وم

خداي دي مین که چې دي وکړم دیدنونه

***

اې! دا سرکش  ولې یې؟

 ته څه بولدک خو نه یې

دومره غرور ولې کړې؟

ته څه رازق خو نه یې

ستا داسیاني به واده سي او دا تا به هېر کړې

څه دیوداس د سوناپور ، څه بنګالک خو نه یې؟

بریتونه مه تاووه

سترګې مړې مه اړوه

بس دی ما مه ځوروه

په صبر صبر پوره نه سوه

سبا مې نیت دی بی صبرۍ ته ملا تړمه

***

زه شاعره نه یم.

 کیدائ سي چې دا لیکنه د موزون کلام په حیث د ایمجزم په چوکاټ کې ومنل شي.

ایمجزم حرکت د شلمې زیږدیزې پيړۍ په پيل کې ،‌ په انګلیسې شعر کې پيل شو.

ایمجزم په شعر کې د بیان لپاره د تصویرونو پر دقت یا د ډېرو دقیقو تصویرونو پر جوړولو اتکا کوله.

ځیني انسانان داسې دي‌ چې د تصویر له مخې ښه زده کړه کولائ شي يا د تصویر په مرسته پر یوه خبره ښه پوهېږي.

زه دغسې یم.

زما په ذهن کې لومړۍ تصویر راځي‌، دا تصویرونه زماله فکره راوزي او حتمي نده چې فزیکي وجود ولري یا ما په سترګو لیدلي‌ وي.

کله ما ته دا سوال پيدا کېږي‌ چې نه چې تر دې مخکې مې هم ژوند کړی دی؟

 ځيني تصویرونه اشنا وي، بیخي اشنا ، حتی لکه تکرار داسې معلومېږي.‌

 —–

رازق: شهید جنرال رازق

روح افزا: یو ډول شربت دی. ځيني خلک یې په روژه کې ډير څښي‌

دیوداس: د بنګالي لیکوال، سراټ چندرا چترجي ناول دی چې د دیوداس اوپاروتي د میني‌ کیسه کوي. د ناول کیسه حقیقي ده.

سوناپور: دا په بنګال کې یوه سیمه ده او دیوداس د کیسې ځاي دی

بنګالک: کوچنی بنګالی

داسیانې د (داسۍ) جمع : په هندو مذهب کې داسې ښځې چې خپل ټول ژوند خدمت ته وقف کړي‌

3 COMMENTS

  1. زما سرہ الفاظ نستہ۔ ارمان چي زما د بدن لړ‎زہ دي لیدای سوای۔
    اس نے جلتی ھوی پېشاني پې جب ھاتھ رکھا
    روح تک آگئی تاثیر مسیحائی کي
    پروین شاکر

  2. واه ته خو په رښتیا چې فرښته یې ، ګلې !
    خدای دی قلم همداسې خوږ او روان لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب