پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهڅو شېبې په شعرستان کې | عنايت الله صميم

څو شېبې په شعرستان کې | عنايت الله صميم

په پښتو ژبه کې د شعر، شعري او هنري توکيو په اړه ډېر بحثونه وشول، ګڼ کتابونه او مجلې خپرې شوې، خو که د ګاونډيو ژبو د شعر او هنر چټک يون ته وګورو زموږ بحثونه کمزوري، ډېر کم او د تعريف تر حده دي. د شعر ټول اجزا له خپل ظاهري او معلوم ضرورت او ګټې تر څنګ خورا ډېر مهم دي چې موږ يې ممکن په اړه ونه پوهېږو.

موږ د شعر له لوستلو خوند اخلو، تخيل، احساس، عاطفه، فکر، تصوير او د دې ترڅنګ د شعر شکل، محتوی، ژبه همداسې قافيه او رديف او نور هغه توکي دي چې د شعر د لوستو پر وخت يې محسوسوو،  هر يو پراخ او مفصل بحث دی، د دې هر يو د اهميت او په شعر کې د نقش په اړه په پښتو ژبه کې له شويو څېړنو او سپړنو هومره څه نه ترلاسه کوو لکه په نورو ژبو کې چې دي. د بېلګې په ډول موږ ممکن قافيه او رديف د شعري چوکاټونو بشپړوونکې برخې وبولو مګر قافيه په حقيقت کې موسيقي زېږوي، مفاهيم راتداعي کوي، د نورو مفاهيو ترمنځ ارتباط ټينګوي او داسې نور اړخونه، رديف هم په همدې ډول. دا مې ځکه ياد کړل چې زموږ د فنونو کتابونه هومره پراخ نه دي. معاصر تيوريکي مسايل خپل حدود پراخوي، ډېرو تيوريګانو نوي اړخونه موندلي چې پخوا د چا ورپام نه وه او يا به پرې نه پوهېدل مګر نن څېړنې هومره ګړندۍ روانې دي چې له ادب و هنر ور ها خوا ساينس برقي انسان هم جوړ کړ.

شعرستان د ادب و هنر د همداسې څېړنې يو باب دی او د شعر د جوړښت او تخنيک پراخه جغرافيه ده. شعرستان د پورته يادو شويو شعري توکيو، تخيل، تشبېه، مجاز، استعاره، مرسل مجاز، کنايه، سېمبول همدا ډول عاطفه، مفکوره، تصوير، د شعر موسيقي او ځينو نورو مسايلو په هکله پراخ او هر اړخيز کتاب دی. دا کتاب او دې ته ورته نور کتابونه د شعر د ماڼۍ پوره تفصيل نه شي راکولی، لا څېړنو ته اړتيا ده خو په پښتو ژبه کې شعرستان نوي او پراخ بحثونه وکړل، د شعر خپ ګوټونه يې روښانه کړل، نوې دريڅې يې پرانستې او زړو هغو ته يې نوی رنګ ورکړ.

درمل صيب مسايلو ته د يو تکړه کره کتونکي په حيث ورکتلي او دقيق، باوري، او هراړخير شعرستان يې رامنځ ته کړی.

ليکوال هڅه کړې چې موضوعات ډېر ساده او سليس وړاندې کړي، د ابهام ګرد هېڅ نه لري. د ځينو اړينو موضوعاتو د لا روښانتيا لپاره په پای کې لنډيز، توپيرونه او د راتلونکو مسايلو څه ناڅه نازک توپير يې له تېرو اړوندو مسايلو سره څرګند کړی دی چې لوستونکی له شک او تردد سره مخ نه شي.

ټول موضوعات يې تر ممکنه حده ساده کړي دي، ذهن ته يې ور تزريق کوي، لوستونکي ته په ذهن کې پوښتنې نه پرېږدي، خو يوه خبره چې ده يې په اړه په خپل کتاب کې څه نه دي ويلي بايد ياده يې کړم، هغه دا ده چې د کدر وزنونو شعر سره له دومره سختوالي ولې جوړېږي؟ په پښتو شعر کې يې موقف څه دی؟ د کدر وزنونو په اړه د ليکوال تعريف به راواخلو ” شفاف او کدر وزنونه: شفاف وزنونه هغه دي چې لوستونکی يې په اسانۍ سره درک کولای شي، خو کدر بيا هغه ډله وزنونه دي چې لوستونکی په وزن کې د پراته ترتيب او نظم درک نه شي کولای او يا دا نظم په سختۍ پيدا کولای شي”

د شفاف وزن بېلګه:

نور نه يم په لږو په بسيارو کې
بس ده چې يم ستا په هوادارو کې
څه مې پوښتې، څه له بې بقا عمره
څو دمه هستي ده په هندارو کې
پسرلی

د کدر وزن بېلګه:

ستا د ناز په محفل کې مې سوې نګاه له لېمو تر بڼو له حيا نه راتله
د نياز په لېمو شرم خاورې شيندي کنه دومره خو ماته ژړا نه راتله
تمبېدلې نوا مې له خولې زړه ته بيا لکه ښکلې ماشومه شرمېږي له چا
د مجبور زړه د عجز و زارۍ په سلا په تشويق، په ترغيب تسلا نه راتله
ليکوال د زيار صيب د شعر مسره هم راوړي چې ۵۲ سېلابه ده.

دا کتاب به د ادبياتو له ځيرکو محصلانو او مينوالو سره مرسته وکړي چې اړوند مفاهيم درک کړي، ويې پېژني او د شعر د ماڼۍ تهداب په اړه وپوهېږي تر څو د کمزوري بنسټ شعرونه وپېژني او نقد يې کړي، ځيرک هغه مې ځکه ياد کړل چې ياد مفاهيم پراخ، بحثونه يې اوږده او هغه څوک چې پرې څه ناڅه پوهېدای شي چې له مبتدي مسايلو سره اشنا، فکر يې پراخ او دقيق وي.

د درمل صيب نوموړی کار لاثاني بولو او د نورو برياوو او پرمختوګو هيله ورته کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب