Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، پر پاکستان یې ځوابي برید لا نه دی کړی،...

دفاع وزارت وايي، پر پاکستان یې ځوابي برید لا نه دی کړی، د بې پېلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا چټي ده

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې له افغانستانه اته بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان حریم ته داخلې شوې او رانسکورې شوې دي.

تر دې مخکېئ د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد هم بهرنیو رسنیو ته ویلي و چې افغانستان نه پر پاکستان برید کړی او نه پاکستان د دوی کومه بې پېلوټه الوتکه ویشتې ده.

د دفاع وزارت ویاند صدیق‌الله نصرت ویلي، لا هم د طالبانو د ځواب وخت نه دی رارسېدلی او د افغانستان هوايي ځواک تر اوسه د پاکستان پر لور هېڅ بې‌پیلوټه الوتکه نه ده استولې.

نصرت د بي‌بي‌سي اردو څانګې ته ویلي، له افغانستانه پر پاکستان هېڅ برید نه دی شوی او د افغانستان هوايي ځواک هم تر اوسه د برید لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار نه دی اخیستی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان تراوسه پورې د پاکستاني بریدونو پر وړاندې د خپل ځواب د وخت او څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده کړې.

باور کېږي چې د پاکستان له لوري ویشتل شوي بې پېلوټه الوتکې به د ټي ټي پي وې. که څه هم تراوسه پورې د پاکستان ادعا په خپلواک ډول تایید شوې نه ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې اته بې‌پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړې دي. د پاکستان په وینا، دغه بې‌پیلوټه الوتکې له افغانستانه د پاکستان هوايي حریم ته داخلې شوې وې. پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، څلور بې‌پیلوټه الوتکې د کواټ په شاوخوا کې او څلور نورې د تورخم دروازې ته نژدې په نښه شوې دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ټولې اته بې‌پیلوټه الوتکې له افغانستانه پورته شوې وې او د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو رانسکورې کړې دي.

دغه ادعا دوې ورځې وروسته له هغې شوې چې پاکستان د کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل. اسلام‌اباد ویلي، په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي پټنځایونه په نښه شوي او له ۲۸ ډېر وسله‌وال پکې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت «یوناما» ویلي، په کونړ کې د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان ۲ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتي دي – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...