دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+درې/اجمل پسرلی

درې/اجمل پسرلی

څپې راپورته شوې، مخکې تر دې چې راورسیږي ښکته شوې. بیا راغلې، بیا ولاړې. د سمندر پر غاړه نژدې شپیته متره وړاندې څپې لږ ډیرې پورته کیدې. ورغلم، هلته هم څپې تر ما راونه رسیدې.

لرې د لوړې شاته څپې لکه مست اسونه هسکیدې، پسې ورغلم له هغه ځایه دغه پخوانی ځای چې په اوله کې ورته دریدلی وم داسې ښکاریده چې څپې یې لوړې دي.

راتاو شوم، سمندر ته مې شا کړه، پر کاڼي کښیناستم. مخامخ د ونو پر سر د مازدیګرني لمر له لګیدلو وړانګو رڼا د سر خواته پورته کیده، پورته کیده..کمیده، کمیده…

 شاته مې مخ واړاوه لمر ډوب شوی و، د اوبو طلایي رنګ الوتی و، غوټه غوټه وریځې داسې ښکاریدې لکه مسي لوښي… د څپو شور و چې د سیګل مرغه له کغا سره ګډیده، ګډیده .

 د مرغانو غږ ورک شو، ناڅاپه ورک شو، لکه لرې چې سره ولاړل. د سمندر اوبه تور رنګه شوې. وړاندې په اوبو کې یو څراغ راښکاره شو. کښتۍ به وه، تله که نه تله خو څراغ یې له سترګو پناه شو. د سمندر شمال ته وپوړیدم. د جمپر په لستوڼو کې مې لاسونه ننویستل. د هوټل په لور رهي شوم، د څپو غږ په تیاره کې دومره لوړ رالګیده لکه یو سیل چې راپسې وي. پر شګلنه مځکه مې ژر ژر ګامونه نه شوای اخیستلی.

 د هوټل په کوټه کې پر تخت وغځیدم. له څراغونو رڼې کوټې ته مې سترګې وبریښیدې، سویچونو ته مې ګوتې وروړې، ګروپونه یو په بل پسې مړه شول، یوازې د خوب د یوه بل څراغ رڼا د کوټې پر یوه کونج پریوته. سګریټ مې ولګاوه، و مې څکاوه، بل ته مې لایټر ونیو، بیخ ته مې وکتل، دریم مې دود کړ، په فلتر مې ګوتې سوی وکړ.

د مسطیل ډوله کوټې کړکۍ ته ودریدم، درې پلې وې، خوله پرې راماته وه. دریمه پله مې پرانیسته د سمندر د اوبو شور مې ټیټ ټیټ اوریده، د اوبو خوا تپه تیاره وه، زړه مې کیده چې ورشم د اوبو غاړې ته کښینم، خو خوب زنګولم، نه یې پریښودم.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب