پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهحیات: خلک دې اندېښه نه کوي، د طالبانو هر ډول ترهګریزو بریدونو...

حیات: خلک دې اندېښه نه کوي، د طالبانو هر ډول ترهګریزو بریدونو ته چمتووالی لرو

تاند (شنبه د ثور ۴) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د وسله والو طالبانو د هر ډول ترهګریزو بریدونو دفع کولو ته امنیتي تیاری نیول شوی او دې برخه کې شته اندېښنې بې ځایه دي.

حیات الله حیات دا څرګندونې نن شنبه/د ثور ۴/ د امنیتي سکټور د رهبرۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال وکړې.

ښاغلي حیات وویل چې دوی د هر ډول ترهګرېزو پېښو د مخنیوي لپاره چمتووالي لري او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د امنیتي سکتور ترمنځ پیاوړې همغږۍ شته او کولی شي وضعیت مدیریت کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان به هېڅلکه بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه‌ شي او امنیتي ځواکونو د هېواد له لوېشت ـ لوېشت خاورې د ساتنې لپاره تیار دي.

حیات الله حیات دغه راز د کوکنارو د کښت له اړخه د طالبانو مالي سرچینو ته په اشارې وویل چې دغه ډله د کوکنارو فصل په رارسېدو د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو پلان لري، خو په خبره یې چې امنیتي ځواکونه به یې خپلو موخو ته پرېنږدي.

دې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت رئیس ضیا سراج او د ملي دفاع سرپرست جنرال یاسین ضیا هم خبرې وکړې.

امریکا، افغانستان ته B-52 جنګي الوتکې رالیږي

یاسین ضیا وویل چې طالبان په جګړو کې له ښځو او ماشومانو ګټه اخلي او په وینا یې چې دا ډله له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي په وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې په هکله هم مالومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې طالبان د جګړې له ډګره تښتېدلي او افغان ځواکونو ارغنداب کې د جګړې پر مهال ۱۱۰۰ طالبان وژلي دي.

بیا د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج وویل، چې د طالبانو د کوېټې او پېښور شوراګانو ترمنځ ژور اختلافات راغلي او ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د امنیتي سکټور لوړ پوړي مسوولین داسې مهال د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د تابیاوو د نیول کېدو خبره کوي، چې ټاکل شوې ده، په راتلونکې سپټمبر میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یو شمېر نړیوال بنسټونه اندېښمن دي او ویلي یې دي چې دا هېواد به بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، خو افغان حکومت ډاډ ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلواکه توګه له خپلو خلکو او خاورې د ساتنې وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب