دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد شاه او عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي، ژر به...

د شاه او عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي، ژر به په کې د اوبو ذخیره کول پیل شي

تاند (شنبه د ثور ۴) په داسې حال کې چې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ژمنه کړې وه چې د روان کال په حمل میاشت کې به د شاه او عروس د اوبو بند د اوبو زېرمه کولو چارې پیل شي، خو لا هم دغه بند نه دی افتتاح شوی.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بند د جوړولو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د شاه او عروس بند راچاپېرې ځمکې د استملاک، امنیتي ستونزو او د جوړوونکو شرکتونو د تړونونو د ځینو شرایطو نه تطبیقولو د دغه بند کار ځنډولی و.

د شاه او عروس بند د جوړولو کار شاوخوا نهه کاله مخکې پیل شوی و.

داسې ویل کېږي چې په هغه وخت کې خلکو ته ویل شوي و چې د یاد بند د جوړېدو چارې به په دوه کلونو کې بشپړې شي، خو دا ژمنه د نهه کلونو په تېرېدو تر اوسه نه ده پوره شوې.

د شاه او عروس بند د ۵۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړیږي چې د معلوماتو پر بنسټ هر کال به کابل ولایت شاوخوا پنځه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابروي.

چارواکي وايي، شاه او عروس بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري، ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

تر دې مخکې یادې ادارې ویلي و چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په برخه د ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.

ولسمشر غني د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال چې شاوخوا یوه میاشت مخکې افتتاح شو، نیمروز کې یوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل چې له دې وروسته به بل هېواد ته وړیا اوبه ورنکړي او زیاته یې که چې که کوم هېواد اوبه غواړي نو په بدل کې دې افغانستان ته نور توکي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب