پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاحمد علي: که فارياب کې د ختيځ یو کس د والي په...

احمد علي: که فارياب کې د ختيځ یو کس د والي په توګه نه منل کېږي موږ هم ورته عمل کوو

تاند (شنبه د ثور ۴) د ننګرهار د ولايتي شورا رئیس ګواښ کوي چې که فارياب ولايت کې د ختيځ یو کس د والي په توګه نه منل کېږي، نو دوى به هم په ختيځو ولايتونو کې د نورو ولايتونو مسؤلینو ته د دندې کولو اجازه ورنه کړي.

دا ګوتڅنډنه په داسې مهال کېږي چې ولسمشر غني د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړانديز محمد داوود لغمانی د فارياب د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د لغماني تر ټاکل کېدو وروسته د جنبش ګوند د مشر په ګډون د دغه ګوند ګڼو غړیو او د فاریاب د علماوو شورا د هغه له ټاکل کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی. دغه راز له تېرو دوو ورځو راهيسې په دې ولایت کې د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد لاريونونه پیل شوي دي.

دوستم ویلي چې نوی والي باید د خلکو په سلا مشوره او د خلکو په خوښه ټاکل شوی وی او د خپلو پلویانو تر څنګ یې د فاریاب له خلکو غوښتي چې د نوي والي د معرفي کېدو مخه ونیسي.

د فاریاب د نوي والي له ټاکل کېدو سره د دوستم مخالفت

خو د ننګرهار د ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت نن شنبه/د ثور ۴مه/ د دغو څرګندونو په غبرګون کې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې مرکزي اداره دې د خپل حکم د پلي کېدو برخه کې د اشخاصو پروا نه کوي او زیاتوي چې باید ژر تر ژره محمد داوود لغمانی فاریاب ولایت ته د والي په توګه ولېږي.

ښاغلی حضرت وايي، « که د نه منلو خبره وي بیا موږ هم په ختیځ کې د نورو ولایتونو خلک د مسولینو په توګه نه منو! موږ د افغانستان په کچه ناکام مسولین منلي او زموږ د هغو کسانو مخالفت کېږي،چې په هر لحاظ د کار وړتیا او هېواد سره مینه لري.»

نوموړي زیاته کړې، که چېرې دولت د اشخاصو په خوله د والي په توګه د محمد داوود ګومارنه وځنډوي، بيا دې مرکزي اداره له ختيځ او په ځانګړي ډول له ننګرهار څخه د نورو ولایتونو متکرر ناکام مسؤلین هم بېرته مرکز ته ور وغواړي .

د احمد علي حضرت په خبره چې د افغانستان ختیځ ولایتونه د کار خلک لري او نه باید د دوی حثیت تر سوال لاندې راشي، « موږ ته تر هرڅه حيثيت لومړيتوب لري او دې برخه کې د چا پروا هم نه لرم. موږ د کار خلک لرو او کولی شو،چې وضعیت کنټرول کړو او که د زور خبره وي، بیا د هېواد په کچه له چا کم نه یو،خدای که رانه د بل ولایت مسولین څه چې عادي کس هم ختیځ ته ښکته شي. پرته له ځنډ باید حاجي محمد داود«لغمانی» فاریاب ته رسمي ولېږل شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب