ډګروال اکرم په دیوال باندې له راځوړنده چوکاټه راووت، د مینې مخې ته یې پر سرې غالۍ پرلتۍ ووهله. مینه کټ کټ له خندا په ډډه واوښته، خواښې یې ورمنډه کړه جګه یې کړه. دې ډګروال ته لاس وغځاوه لاس یې نه وررسیده، پسې وروڅکیده، نوره ورمخته شوه، لاس یې پسې اوږد کړ. خواښې یې د دې لاس ونیو:
-خندا دې لږه ټیټه کړه خو دغه کوڅه ده
مینې شونډې بوڅې کړې. پر سرې غالۍ ورته ناست ډګروال ته وموسیده. خواښې یې اوبه ورته ونیولې دې یې لاس پورې واهه اوبه توی شوې. د هغې جامې لمدې شوې. دې یوې خوا بلې خوا لاسونه په هوا کې تیر کړل، خپل ټیکری یې د خواښې پر ټټر وموښه چې اوبه وچي شي هغې ورته وویل:
-خیر دی پروا نه کو
-ولې نه کوي زه یې وچوم
-وچ شو وچ شو…
مینې چې مخ واړاوه پر سرې غالۍ ناست سړی په خپل ځای کې نه و. د چوکاټ خواته یې خوبولې غوندې سترګې واړولې، چوکاټ تر مخکې ووړ ورته ښکاره شو، په عسکري دریشي کې د میړه عکس ته ځیره شوه، خوله یې خندانه وه. د دې شونډې ورپیدې هغه شیبه یې سترګو ته ودریده چې د ډګروال اکرم تابوت یې پر دهلیز ورننویست او دا همهغه مهال خبره شوه، د هغه جسد یې وخوځاوه راوخوځاوه بیا نورو له لاسه ونیوله بیلې کوټې ته یې بیوله.
خواښې یې ورته وویل:
-چای څښې داسې ښه دم شوی
دا کړکۍ ته ودریده، پرده یې جګه کړه بهر تپه تیاره وه، پرده یې پورته د راد پر سر واچوله، څو ګامه شاته ودریده، د کړکۍ لور ته یې لاس ونیو:
-راځه راځه… راځه
خواښیې یې ورته وویل:
-دغه څه کوې؟!
دا د کړکۍ خواته ورمخته شوه. خواښې یې په دواړو لاسونو د دوهم پوړ د کړکۍ پله ټینګه ونیوله، ټیکری یې له غاړې وښویده. مینې منډه کړه د کوټې په کونج کې یې سر پر زنګنونو کیښود.
پای