ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
د ژور تأسف ځاى دى چې موږ د خورا لوړې کچې عاطفي اړخ په درلودلو او يا هم له کږليچونو څخه د ډکو او پيچلو سياسي لوبو کې د اړينې پوهې او تجربې د نشتون له امله له تيرو څلورو لسيزو راهيسې په مسلسل ډول د مشرانو په غلطو او دروغجنو ژمنو باندي غوليدلي يو او د هغوى لخوا د موخو له ترلاسه کولو وروسته ژمنو ته د شا کولو له امله مو صدمه ليدلې ده، د هيلو غوټۍ مو رژېدلې دي ناهيلي شوي يو او له يوه ناورين څخه وروسته له بلې فاجعې سره مخ شوي يو.
ښه اړخ مو داده چې حوصله مو لوړه ساتلې او همت مو نه دى بايللى. هر بدلون ته مو له مثبت اړخ څخه کتلي دي او هر نوى حاکم ته مو د سمون او بدلون لپاره وخت ورکړى دى. که حاکم د سمون لپاره هوډ او اراده کړې نو ملت يې ملاتړ کړى دى. په سياسي مشرتابه کې نيمګړتياوې لرو، خو ملت مو د پوهې د کچې له ټيټوالي سره سره له نيکه مرغه د شهامت او شجاعت نيمګړتيا نلري.
د اوسني حکومت مشرانو ته مو واک ته له رسېدو مخکې د ننني ترينګلي اقتصادي او سیاسي وضعیت د مخنیوي لپاره وړانديزونه کړې وو. نه مو غوښتل پخوانى نظام سکوټ نسکور او بنسټونه وپاشل شي، خو دا چې هغوى ورته ارزښت ورنکړ او د توپک په زور يې واک خپلول غوښتل، نو بيا مو هم د ملي مصالحو په چوکاټ کې بدلون ته د تازه ناورين د لامل په توګه نه، بلکې د واک له پخوانيو جزيرو، زورواکانو او د فساد له بنسټګرو څخه د نجات په هيله مو په نيک شګون ورته وکتل او د خپلو مشاهداتو پربنسټ مو له هيڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته د رسنیو له لارې مشورو ورکولو ته ارجحيت ورکړ.
ټولو پخوانيو نيمګړتياو او اوسنيو ناخوالو ته له کتو پرته اوس هم د اوسني نظام نسکورېدل د ملت او هيواد زيان ګڼو او په وړاندې يې جګړو ته لپک وهل په هيڅ صورت د حل لاره نه ګڼو. البته نيمګړتياو او ناخوالو ته د چارواکو د توجه د جلبولو لپاره ګوته نيول راته ديني او ملي مسئوليت ښکاري. نن يو ځل بيا د خپل مسئوليت له مخې په لنډه توګه په موجوده وخت کې د چارواکو او نظام نيمګړتياو ته د سمون په موخه ګوته نيسم؛
١ په لمړي سر کې په ملي او نړيواله کچه د مشروعیت نشتون ستره نيمګړتيا ده چې يوازې د علماو شورا دغه ستونځه نشي حل کولاى بلکې د يوې داسې ريښتوني ملي شورا په جوړيدو مشروعیت ترلاسه کيداى شي چې د ښځو په شمول د ټولو پرګنو، قومونو سمتونو فکرونو او مذهبي تنوع استازيتوب وکړاى شي.
٢ د نړيوالو پرنسيپونو پربنسټ د سرپرست (چارسمبالي) حکومت لپاره د وخت ټاکل حياتي اړتیا ده. په عام ډول سرپرست حکومتونه د دريو مياشتو, يو کال او يا هم زيات نه زيات تر دوه کاله پورې وخت لري چې د همدغه وخت له پوره کيدو مخکې به قانوني حکومت ته واک سپارل کېږي.
٣ تر اوسه پورې د امارتي چارواکو په تګلارو کې د اساسي قانون، بيرغ، شرعي حجاب ځانګړتیاو ستونځه ګونګه ده او ستونځې يې را پارولي دي. داچې اوسنى حکومت اساسي قانون له سره جوړوي، همدغه اساسي قانون باندې بيا کتنه کوي او که له بيا کتنې پرته اوسنى اساسي قانون د پلي کېدو وړ دى، باید وضاحت وشي.
٤ – د نړيوالې ټولنې په وړاندې هر حکومت ځینې ژمنې او مسئوليتونه لري، نو ځکه باید ووايو چې له نړيوالو سره د يوه هېواد په توګه د افغانستان او د قطر د سياسي دفتر د مشرانو ژمنو ته پام نه کيږي. له نړيوالو سره باید تعامل دوه اړخیزه بڼه ولري او په نړيوالو کنوانسيونونو کې زموږ د هېواد د ژمنو په تړاو مسئولانه چلن وشي. شک نشته چې اوس په دغه تړاو سترې نيمګړتياوې شته.
٥ – له لمر څخه روښانه ده چې موجوده حکومت ته افغان شموله حکومت نه شو ويلاى او په هيڅ منطق کې هم د توجیه وړتيا نه لري. په دندو باندي د ګمارنې لپاره پوهه، تجربه او اهليت قطعاً اړين نه ګڼل کیږي، بلکې ملائيت او انډيوالي ته سخته اړتیا ده.
٦- فساد له پخوا څخه کم او ځينې مشران خو له فساد څخه په کلي توګه پاک ښکاري، خو داسې نه شو ويلاى چې فساد بیخي نه شته. په لوړه کچه فساد نه شو ردولاى او په وړاندې يې مبارزه هم ټکنۍ ده.
٧ – د نجونو د زده کړو په برخه او له کار څخه منعه کول د اوسنيو حاکمانو تګلاره له شکونو شبهاتو تنګ نظريو او کلتوري فکتورونو سره غوټه شوې ستونځه ده چې حل لاره موندل يې اړين دي. په دغه تړاو هيڅ ډول موجه دلائل او توجیهات شتون نلري.
٨ – دا چې د نړۍ سترې امپراتورۍ نسکوره شوې دي او اوس نه شته نو د فطرت د طرزالعمل په حساب به يوه ورځ حتماٌ اوسني حاکمه ډله هم حکومت بل چا ته پريږدي. اړتیا دا ده چې ملي امنیتي ځواکونه، ګوند يا ډلې ته د ژمنتیا په تعهد نه بلکې دين هيواد، ملي ګټو او ارزښتونو ته د تعهد پربنسټ جوړ شي. داسې نه وي چې د حکومت په له منځه تلو هغوى هم د تيرو ځواکونو په شان په څو ساعتونو کې وپاشل شي.
٩- موږ په نړۍ کې د معلوماتي تکنالوژي د تيز پرمختګ له امله د لادينيت او اسلام دښمني د تيوريو په وړاندې د خورا سختې مبارزې رسالت په اوږو لرو. په جزوي مسائلو باندي د وخت او انرژي د زيان پرځاى که په اساسي ستونځو باندې تمرکز او د دعوت لاره نصب العين وګڼو، نو بريا به مو يقيني وي. د عورت پټول حتمي دى، خو د اغوستلو لپاره د جامو ډولونه کلتوري تنوع ده. که شرعي حجاب پوره وي، نو په دغه مورد کې سختې يا الزاميت بيځايه حساسیتونه را پاروي. موږ مکلفیت لرو چې داسې ټولنه ترشا پريږدو چې که موږ نه يو، نو بيا هم زموږ ټولنه د اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندیتوب په موخه مبارزه خپله دنده وګڼي.
د پورته يادو شويو مواردو د سمون او بدلون لپاره له تعمیري او مثبت فکر سره مله مبارزه کول اړين دي. که چارواکي په دغه مورد کې يوازې هوډ ولري، نو ولس به يې يقيناً کلک او غيرمتزلزل ملاتړ وکړي او له نړيوالې ټولنې سره شته ستونځه به کمه شي.
سلاام
توره او دولت
سلطان محمود غزنوی په ۱۰۳۰م له البیرونی ۱۰۴۸م پوښتنه وکړه:چې ماسره دولت هم شته اوتوره هم شته دا دواړه څرنګه استعمال کړم؟هغه وویل چې ددولت څخه دغریبو عوامو دعاګانې حاصلې کړه.اوبه توره باندې دګناهونو خاتمه وفرمایه. هو! معلو ماتی تکنالوژی له ملت سره به هره برخه په تیره بیا دبشری ناوړین په پروګرامونو کې دیره مرسته کولای شی . افغانستان کې معلوماتی تکنو حیاتی اهمیت لری ځکه څلورولسیزو کې اصلا دغه سیستم له منخه تللی : ورځپانه ، مجله ،رادیو، تلویزیون، نورې وړې او غټې تبلیغاتی اونشراتی موسسې، اهداف ،دپوهې میکانیزم ،انسچام او تدویر او اوس چې انتر نیټ ور باندې راګډ شو بنسټیزه مدیریت ته ضرورت لری چې دمخابراتو وزارت یې مسول دی . شبږ میاشتې ډیر وخت دی دګواښ پرځای تاڅه وکړه او ما څه وکړه نه اوس ډیر کدری ځوانان تربیه کیدل .ولې له بده مرغه …………..نه دکرزی کر او نه د متفکر په وخت کې دغه کار شوی موږپه تعلیم باور نه لرو.
دلته ستونزې دیرې دی چې ټول شموله ، هسې په میدیا کې دیوشمیر کسانو اندوخر ، دښځو ناندری ، دبهرنیواو کورنیو استخباراتی شبکو ساعت کې تیر دی.ڼړۍ په یوه ځغلی اوموږ په بله. ستر مثال یی: په ملګرو ملتو کې دنصیر فایق استازیتوب ، دبې بې سی له لارې د دېبلومات اوسفیر به نو م دسید طیب چواد دربانی پلوی چی کرزی راوست احتچاچی مکتوب. اوهمدارنګه د مسولو نړیواله کمزوری دېپلوماسی هغه لاملونه دی چې معلوماتی برخه د قهقهراا او انزوا لوری ته بیایی. سالمه نیوکه دسمون اوپرمختګ سبب ګرځی. خوښ او بریالی اوسې .
سلامونه او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
د علم زده کړو او په معاصره تيکنالوژى باندي د ځوانانو د سمبالولو په اړتیا باندي ستاسو دريز راته د تأييد وړ دى خو د حکومتي جوړښت په تړاو چى مطلقاً له غير مسلکي او بى تجربې افرادو جوړ دى زه هم نيوکه لرم. دا کار اهل کار ته د نه سپارلو له اسلامي ارزښتونو او ملي اړتیاو سره په ټکر کې ده. موږ باید د خپل ملي جوړښت نزاکتونه او حساسیتونه په نظر کې ونيسو. که له نړيوالو سره تربګني کوو نو اړینه ده چې خپل کور کې خو د امکان تر حده نيمګړتياوې پوره کړو.
که موږ همدغه درک او همدغه خرک يو نو بيا راڅخه هر څه پاتې دي.
بيا هم مننه