یکشنبه, مې 19, 2024
Home+زموږ نومونه زموږ په ژبه

زموږ نومونه زموږ په ژبه

زبیر افغان

د اسلام له راتلو سره هممهاله، پر هغو قومونو فرهنګي یرغل هم وشو چې هېوادونه يې د مسلمانانو تر واک لاندې راغلل. مصر یو افریقايي هېواد دی، خو د مسلمانانو له ورتلو سره يې نه يوازې د هغوی دین اومذهب بدل کړل؛ بلکې د کلتور زیاتې برخې او ژبه يې هم ور بدل کړل. مصریان نن عربي ژبه وايي. همدا شان سوډان هم د مصر په ورته برخلیک اخته شوي دي.

ځينې هېوادونو که خپله ژبه ساتلې ده، لکه ایران، افغانستان، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه او یا نور، خو بیا يې هم پر کلتور او ژبه جوت اغېز ور کړی دی. که نیمايي لغات يې عربي نه دي، نو په درې برخې کې یوه برخه خو يې ارو مرو عربي الفاظ تشکیلوي.

هغه مهال د عربي فرهنګ د خپرولو لپاره عربو شعوري کار کاوه او په لوی لاس يې د نورو قومونو فرهنګ، عنعنات، ژبه، له پخوا ور پاته تاریخي اثار او مذهبونه له منځه وړل. په دې ډول هغوی وکولای شول چې په لنډ وخت کې خپل دین د نړۍ په ډېرو شمېر قومونو ومني. دوی د پوځ په وسیله دا ټول کارونه سرته رسول. ځکه د هغه وخت له عربي مسلمانانو سره د نورو نامسلمانو لپاره يوازي درې اپشنه وو چې لومړی اسلام منل، دویم جزیه ور کول او درېيم جنګ و.(۱)

طبیعي خبره ده چې هر قوم او د هر هېواد د وخت حکومتونو په پيل کې نه اسلام منلو ته تیار وو او نه هم جزیې ته، له دې امله نو سختې جګړې وشوې او کله چې به د یوه هېواد نظامي قوه له منځه ولاړه، بیا به عوامو بله لار نه در لوه چې یا اسلام ومني یا هم جزیه. ایران تر ټولو لومړی د مسلمانانو تر برید لاندې راغی. تر شدید مقاومت وروسته هغوی اسلام ومانه. افغانستان ته هم د دویم خلیفه عمر فاروق رض په وخت کې مسلمانان داخل شول او د امویانو تر وخته وجنګېدل چې اخیر يې تر ښه ځپل کېدا وروسته د جزيې پر ځای اسلام ومانه.(۲)

له دې خبرو مې هدف دا دی چې دلته هر څه په زور وتپل شول. څنګه چې د دين او مذهب په معامله کې له زور څخه کار واخیستل شو، همدارنګه د فرهنګ په ورکولو، ژبې بدلولو، تاریخي اثارو ور کولو چې دوی ورته د جاهلیت د وخت اثار ویل، د اخلاقو تغییر کولو او نورو کې هم زور ته ځای ور کول شو.  ځينې کارونه د جاهلیت د وخت اعمال وبلل شول او د ورکېدا ټاپه يې وخوړه او نور بیا د بدعت په نوم د ورکې کندې ته ور ټیل وهل شول. دا نن هم له دې دواړو نومونو څخه د  ځينې پښتني رواجونو خلاف کار اخیستل کېږي او موږ يې په خپلو سیمو کې ژوندۍ بېلګې لرو.

زور يې په دې مانا وو چې تر عجمي يې په حکومتي چارو کې عربي ته زیاته ترجیح ور کوله. عرب قوم غوره وو، په عربي ږغېدا، په عربي لیک لوست کول او د عربي زدکړه د ثواب کار ګڼل کېدل. په حکومتي کچه د دفتر او دولت ژبه عربي وه، د مذهب او علم ژبه عربي وه. عرب د یوه فاتح قوم په توګه د نورو قومونو لپاه  ایډیال وو. له دې امله ګڼشمېر قومونو د عربو په هڅونه او یا غیر شعوري توګه یا خپل فرهنګ، عنعنات، ژبه او تاریخي اثار ایله کړل چې ځای يې عربي فرهنګ، ژبې او د مسلمانانو تاریخي  اثارو ډک کړ یا خو يې خپل هر څه یو مخیز ایله نه کړل، بلکې په خپل هر څه کې يې د عربي کلتور، ژبې او تاریخ ډېر څه ته ځای ور کړ. سوډان و مصر د لومړي کتار مثالونه دي او ایران و افغانستان يې د دویم.

د ژبې او کلتور له اغېز سره زموږ په نومونو کې هم ژور بدلون راغی. خلګو هڅه کوله چې پر خپلو اولادونو عربي نومونه کښېږدي. له دې سره زموږ د پښتني قبېلو شجرې هم بدلې شوې. اسحاق زی او دې ته ورته نور يې ښه مثالونه دي.

دې کار څو لاملونه در لودل. یو خو عرب فاتح قوم و، نو د وخت خلګو ته همدوی ایډیال وو، له دې امله يې په ډېری شیانو کې د هغوی پېښې کولې. حکومت د عربو په لاس کې و، هلته عربي مکتوب، عربي نوم، عربي ژبې اغیز در لود، دا بل لامل و چې خلګو عربي فرهنګ خپلاوه او نومونه يې هم هغوی ته ورته کول. د عربي نومونو په اړه عربو  ځينې احادیث هم در لودل چې خلګ يې د هغوی د نوم په ايښودلو د ثواب حقدار بلل. مثلا په یوه روايت کې دي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَحَبُّ الْأَسْمَاءِ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى عَبْدُ اللَّهِ، وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ» (۳)

ژباړه: ابن عمر رض له رسول الله ص روايت کړی چې ویل يې: الله تعالی ته عبد الله او عبد الرحمن خوښ نومونه دي.

له دې څخه ښکاره شوه چې په خپله ژبه تر نوم ښودنې د عربي نوم ايښودلو ته شعوري کار هم شوی دی او د ثواب وعدې ور کول شوې. تر اوسه هم زموږ خلګ فکر کوي چې دا حدیث يوازې په عربي د همدې عبد الله او عبد الرحمن نومونه د خدای خوښ نومونه بولي په داسې حال کې چې داسې بیخي نه ده.

یوه ژبه د خدای ژبه نه ده او نه هم یوه ژبه خدای پيدا کړې او دا نوري خلکو. کله چې نه د خدای ژبه شوه او نه هم يوازې هغه خدای پيدا کړې، نو بیا ولې په عربي د عبد الله نوم د خدای خوښ دی او که عیني همدا مفهوم د بلې ژبې په کلماتو ادا کړو هغه به د خدای خوښ نه وي؟!

بله نکته دا ده چې تر رسول الله ص مخکې انبیاء تېر شوي او د هغوی نوم په خپله ژبه همداسې ښودل شوی چې د عبد الله مانا يې ور کوله، لکه د اسرائیل. دا د یعقوب علیه السلام نوم دی او عیني د عبد الله مانا لري.(۴)

د حدیث په متن کې ماته لږ ستونزه معلومېږي. ځکه رسول الله ص د خپلو لمسیانو نومونه عبد الله او عبد الرحمن نه دي ايښي، په داسې حال کې چې روايت وايي، تر ټولو خوښ نومونه الله ته همدا دوه دي، نو بیا رسول الله ص ولې د خپل کور پر ماشومانو هغه نومونه نه دي ايښي چې الله تعالی ته تر حسن و حسین خوښ وو؟!

د حدیث متن هم په یوه ډول نه دی روايت شوی. د مسند احمد په یوه ورايت کې چې له همدې ابن عمر څخه دی،د (کان احب الاسماء الي رسول الله) توري راغلي؛ د مسند احمد په یوه بل حدیث کې بیا د (ان من احسن اسمائکم) الفاظ دي او د مسند احمد په درېيم روايت کې چې له خیثمه بن عبد الرحمن څخه شوی داسې راغلي( ان من خیر اسمائکم عبد الله و عبد الرحمن و الحارث).

د مسند احمد په (۱۷۶۰۷) نمبر حدیث کې له همدې خیثمه نقل شوي دي چې د ده د پلار نوم عبد العزی وو، د ده نیکه رسول الله ص ته د هغه یادونه وکړه چې رسول الله ص ورته وویل، ستاسې رښتني نومونه عبد الله و عبد الرحمن دي او د هغه ماشوم نوم يې عبد الرحمن کېښود. له دې ثابتېږي چې یو لور ته د روايت متن یو رنګه نه دی، نومونه هم کله زیات او کله کم ښودل کېږي او په درېيم قدم کې دا نومونه يوازې د یوه کس د ناسم نوم په اورېدو وړانديز شوي دي چې د خدای خوښ يې نه دي بللي، بلکې وايي دا د معنا له پلوه تر دا بل رښتنی دی له دې امله د هغه هلک نوم عبد الرحمن ښودل شوی.

 که ډېری خلګ همدا نومونه پر اولادونو کښېږدي یا هم د دې مفهوم؛ یوه ستونزه د خلګو د نه پېژندلو هم ترې پيدا کېږي چې د نومونو ترمنځ التباس به خلګو ته په لوی سرخوږي بدل شي.

یوه مهمه تېروتنه چې دلته کېږي هغه دا ده چې فکر کېږي عبد الله او عبد الرحمن نومونه يوازې په عربي ژبه د خدای خوښ دي، که په بله ژبه دا مفهوم ادا شي؛ نو د خدای هغه رنګه نه دی خوښ لکه د عربي عبد الله. مګر دا فکر زما په اند ناسم دی. که دا روايت له دې ټولو مشکلاتو سره ومنو، بیا هم يوازې د همدې مفهوم خبره کوي نه د الفاظو. په هره ژبه کې چې یوه نوم د عبد الله(د خدای بنده) مانا ور کوله، هغه د خدای خوښ دی نه دا چې لازما باید په عربي وي.

د نومونو مسله اوس خورا جدي ده. په اسنادو کې د نوم ډېره وړه تېروتنه یو کس له بلا ستونزو سره مخوي. زما یو خورېیی دی، په تذکره کې يې نوم د (سفر محمد) پر ځای (صفر محمد) ورته لیکلی دی. په داسې حال کې چې یاد نوم په سین لیکل کېږي. زموږ په ژبه کې زیاتره ځایونه د (پيښ) پر ځای (و) کاروو، مګر عرب حرکت(پيښ) استعمالوي. له دې امله هغه کسان د نوم په لیکنه کې زیاتره وخت خطا وزي چې له عربي ژبې سره سم شناخته نه وي. زما یو ملګری وو، په ټلیفون کې يې د (عبد الله) نوم په (اودولا) لیکلی وو. د یوه بل مګري تخلص مې (عظمي) وو، ملګرو به (عزمي) لیکلی وو.

بل لور ته يې د ویلو مشکل دی. پښتانه چې په خپلو ژبه کې دغو مخارجو ته (ص، ذ، ق، ح، ع، ض، ظ، ط او) ځای نه لري، له دې امله د هغه نوم په ویلو کې مشکل لري چې دا توري پکي استعمال شوي وي. مثلا: موږ عصمت اسمت وایو، عبد الرحمن، اودورالرمان تلفظ کوو، عبد الحمید، اودولهمید وایو. که زموږ نومونه په پښتو ژبه شي، نو د ویلو او ناسمې املا له تېروتنو به تر ډېره حده خوندي شو.

پښتانه په مجموع کې غیر عرب ټول د عربي نومونو په معنا یا بیخي نه پوهېږي، یا سم نه پرې پوهېږي. له دې امله يې هغه نومونه هم ځانو ته خوښ کړي وي چې معنا يې ناسمه وي. لکه: عباس، د عباس مانا ده تریو تندی. په قران کريم کې هم راغلي: عبس وتولّی. یانې تندی يې تریو کړ او مخ يې وګرزاوه. موږ چې د عربي نوم په معنا نه پوهېږو، نو ځکه زیاتره وخت انتخاب هم ناسم کوو. زموږ په کلي کې درې کسه د عبد المحمداو عبد النبي په نومونو وو. د ایرانیانو په نومونو کې هم د عبد الحسین او عبد العلي نومونه ډېر تر سترګو کېږي. عبد العلي کې که علي د خدای صفت ونیسو، بیا پروا نه لري اما که د علي رض نوم يې وګڼي بیا دا نوم هم د معنا له مخې ناسم دی.

دلته به د ځینو عربي نومونو معناوې ولیکم: عائشه: ژوند، سفیان: ګړندی، فاطمه: له تي پرېکوونکې، معاویه: کونګری یا کوچنی سپی، عثمان: هوښیار/مکار، محمد: ستایل شوی، احمد: ستایونکی، خالد: تل پاته، ولید: هلک، خادم، مرېیی، زبیر: هوښیار، د پخې رايې خاوند، پياوړی، منصور: بریالی، جنید: عسکر/همکار، حمید: ستایل شوی، ښه اخلاق لرونکی، مصور: انځورګر، نقیب: مشر، عباس: تریو مخی، بریدګر زمری، حمزه: تریو، سخت، پرېکنده، مطلب: غوښتونکی، عبید: غلام یا مرېیی، زید: وده، زیادت، سلطان: غلبه، قووت، عوض: بدل، مقابل، صادق: رښتنی، صالح: نیک، مستقیم، صدیق: ملګری، نجیب: اصیل، غوره، هوښیار، وکیل: ساتونکی، د بل چا دوسیې ته ټاکل شوی کس، اسماعیل: د الله د امر یا کلام اورېدونکی، ابراهیم: مهربانه پلار، د خلکو پلار، د ډبرې ورور، ادریس: ښوونکی، داؤد: محبوب، رفیق: نرم، ملګری، عزیز: غالب، عزتمن، لوړ مقام لرونکی، بشیر: ښایسته مخی، زېری راوړونکی، شفیق: مهربان، ناصح، نرمي کوونکی، صفیه: غوره، له عیبه پاکه، ډېره شیدې کوونکې اوښه، ډېره میوه کوونکې ونه، له غنیمته مشر ته غوره شوې برخه، رابیه: غونډۍ، زینب: ښکلې او ښه بوی لرونکې ونه، زینت: ښایست، بکر: د هر شي اول، عمر: ژوند، عمران: ودانۍ، اسرار: پټ، انیس: نرم، مینه ناک، انس: هغه شی چې الفت و مینه په کېږي، یعقوب: تعقیبوونکی، اسحاق: خندېدونکی، مریم: عابده، عبادت کوونکې، یوسف: زیادت، چندونه، موسی: چاړه، ژغورونکی، مو: اوبه، شی: ونه، موسی علیه السلام ته ځکه دا نوم ور کول شوی چې همداسې ځای موندل شوی، عیسی: ژغورونکی.

نوټ: ځينې نومونه د اصل له مخې عبراني دي، خو په عربي کې استعمال لري.

یوه بله تېروتنه دا کوو چې عرب مرکب نومونه خوښوي، موږ بیا په تلفظ کې ساده و لنډ نوم خوښوو؛ زموږ خلکو ته هم دا فرهنګ را عام شوی دی چې زیاتره ترکیبي نومونه ږدو، خو ډېری بې مانا وي. لکه، د سفر محمد نوم؛ مانا د محمد سفر. د نوم په مانا کې باید جذابیت وي، سم د پوهېدلو وړ مفهوم ور کړي، نه دا چې زموږ د ترکیبي نومونو په شان یا بې مانا، یا د ناسمې مانا ور کونکي یا هم داسې ترکیب وي چې نیم عربي وي او نیم پښتو. لکه، اختر محمد؛ عرب په خپله ژبه کې اختر نه لري، محمد بیا عربي دی، نو اختر محمد، باز محمد، محمد رسول، دا ناسم ترکبیبي نومونه دي. محمد غفور بیا د مانا له مخې ناسم دی.که موږ په خپله ژبه کې د نوم ښودنې فرهنګ عام کړو تر ډېره حده له دې ستونزو خلاصېږو.

بل مهم ټکی زموږ د خپلو نومونو او خپل فرهنګ وده ده. که موږ همداسې عربي نومونه استعمالوو او خپل پښتو نه کاروو، نو پښتني فرهنګ به ورو- ورو له ورکېدا سره مخ شي. د نومونو په مسله کې د پخوانیو اثارو په اړه پلټونکي علماء د ځینو کسانو په اړه بیخي د قومونونو او هویتونو پرېکړې کوي چې دغه نوم له پلاني قوم سره تړلی دی او هغه له پلاني سره، که څه هم دغه تګلاره علمي او منطقي تر ډېره نه بريښي خو بیا هم د دې ځینې پيروان شته چې که زموږ په اړه وورسته خبره کېږي نو ښايي نیم خلک مو له پښتنیته وایستل شي او عرب يې خلک وګڼي. لنډ مثال يې د سید جمال الدین دی، چې زموږ او ایرانیانو دواړو پرې دعوه ده، که د هغه نوم پښتو وای، بیا يې چا د خپلولو دعوه نه شوای کولای.

ويعلق بعض العلماء أهمية كبيرة على أسماء الأشخاص في إثبات أصولهم. المفصل فى تاريخ العرب قبل الإسلام (4/ 276)

ژباړه: ځینې علماء د اشخاصو د اصولو په اثبات کې  نومونو ته زیات اهمیت ور کوي.

د عربو نومونه زیاتره مرکب نومونه دي. دوی زیاتره د ابو پلان یا ابن پلان کنیه نومونه هم کاروي او زموږ په پښتنو کې دا شی نه شته. پښتانه د خپلې لهجې له مخې د عربو درانه او ثقیل توري و نومونه نه شي ویلای، له دې امله اړینه ده چې د عربي نومونو پر ځای پښتو نومونه انتخاب کړو چې هم يې لفظ ښکلی وي، هم په ویلو کې اسانه وي او هم يې مانا خوندوره وي. نن په نوم کې خلک دا درې واړه شیان په نظر کې نیسي او بیا يې غوره کوي. ما له نن څخه درې کاله مخکي د خور زوی ته (ایمل) نوم خوښ کړ. زما اخښي یوه ملا ته ددې نوم یادونه کړې وه. ملا ورته ویلي وو، سم کتابي نوم پر کښېده دا نو اوس چيشي دی؟ ده ویل، ما پوښتنه وکړه چې کتابي څنګه؟ هغه د جمعه خان نوم ورته یاد کړی وو چې په جمعه پيدا شوی دی نو جمعه خان يې کتابي نوم دی!!!

زموږ د ملایانو یو مشکل دا هم دی چې خپله ژبه ورته پردۍ ده. دوی د خپلې ژبې په اړه یا بیخي مطالعه نه لري یا که يې لري، نو ابتدايي به وي. له دې امله تر خپلو نومونو او کلیماتو د بلې ژبې نوم او کلیمې خوند ور کوي. موږ ملایانو په ویناوو کې وينو چې زیاتره عربي کليمې، اصطلاحات، جملې او متلونه کاروي. له دې امله د عوامو سم سر نه ور سره خلاصېږي او له دې امله يې ویناوي هم ښه اغېز نه لري.

د نوم، تخلص او لقب موضوع باید نن جدي ونیوله شي. د هر نوم په انتخاب کې باید موږ لومړی د هغه تلفظ، بیا يې لفظي و مانوي ښکلا ته پام وکړو. تر ډېره حده زما په اند باید پښتو نوم غوره شي. یو لور ته خو اسانه دي، بل لور ته يې خلک په مانا هم پوهېږي. د لفظ ښکلا هم مهمه ده او ډېر خلګ يې د لفظي او مانوي ښکلا په اړه خپله هم پرېکړه کولای شي. له دې ټولو سره باید په انګلیسي ژبه لیکلو او ویلو ته يې هم پام وشي، ځکه ځینې پښتو نومونه و تخلصونه په انګلیسي سم نه لیکل کېږي او چې درست ونه لیکل شي، ویل يې هم ستونزې پېښوي. پښتانه مفرد نوم خوښوي، مثلن: ایمل، که له دې سره اړتیا شوه چې اول نوم، دویم و اخیري ورسره پيدا کړي، نو کولای شي چې تخلص اضافه کړي، که ایمل نوم محمد ایمل هم شي، خلک يې ایمل وايي، که ایمل خان هم شي خلک يې یا خان وايي یا ایمل، زموږ ګړنۍ ژبه ترکیبي نومونو ته نه ده جوړه او هر مرکب نوم موږ پرېکوو. که په اسنادو کې د مرکب نومونه موضوع مهمه وي، نو ښه مرکب نوم ورته انتخابولای شي، خو په ویلو کې دې یوازې یو نوم ورته اخلي، مثلن: احمد ایمل خان، دې یوازې په ایمل یادېږي.

۲۰۱۸/ ۵/ ۲۴

(۱)فتوح الشام، وصیة ابي بکر:۱/ ۱۰،د محمد بن عمر الواقدي لیکنه او د دار الکتب العلیمة لومړی چاپ)

(۲)فتوح البلدان، فتوح خراسان: ۱/ ۳۹۲، د احمد بن یحیی البلاذري لیکنه، دار و مکتبة الهلاب بیروت چاپ)

(۳)ابوداؤد، کتاب الادب، باب في تغییر اسماء: ۴۹۴۹)

(۴)تفسیر الطبري، تفسیري سورة البقره، ۴۰ باب: ۱/ ۵۵۳، د محمد بن جریر الطبري لیکنه، د احمد شاکر په تحقیق او د الرساله موسسې چاپ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب