شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهکندهار او کابل کې په دوو پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي

کندهار او کابل کې په دوو پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏په کندهار او کابل ولايتونو کې د دوو جلا پېښو له کبله دوه ماشومان مړه شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د دې ولايت په سپین بولدک کې يوه ماشومه چې ۷۰ متر څاه ته لوېدلې وه، له ژونده بې برخې شوې ده.

دغه ماشومه پرون څاه ته لويدلې وه او نن سهار يې جسد د سپین بولدک د ښاروالۍ له لوري راايستل شوی دی.

يوه ځايي طالب وياند ويلي چې د دغې ماشومې د مړینې اصلي لامل د مسوولانو پر وخت نه خبریدل و.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې په زابل، هلمند او اروزګان ولايتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

په يوه بل خبر کې راغلي، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو رينجر موټر پر يوه ماشوم ختلی او ماشوم یې مړ کړی دی.

ځینو خلکو له طالبانو څخه په موټر چلولو کې د احتیاط او د دې پېښې د عاملانو د مجازات غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب