شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیست

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیست

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې نن یې په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانيستی.

ياد شوي سازمان زياته کړې چې محمد سعید العیاش یې د دغه دفتر رييس ټاکلی.

د دغه دفتر د پرانيستلو موخه له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د بشري مرستو تنظيم ښودل شوی.

د دفتر د پرانيستلو پریکړه په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده غونډه کې شوې وه.

معلومه نه ده، چې ياد شوی دفتر به د څومره امکاناتو په لرلو سره فعاليت کوي او موثریت به ېې تر کومه حده وي.

افغانان په ټوله کې د اسلامي هېوادونو له نقش څخه د بشري ناورين د مقابلې په برخه کې ډېر راضي نه بریښي.

د طالبانو د واکمنۍ چارواکو د یاد شوي دفتر د پرانيستلو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...