Homeخبرونهسرچينې: ط ندیمه مشهور په پتینګړه کاکۍ هم بندي کړې

سرچينې: ط ندیمه مشهور په پتینګړه کاکۍ هم بندي کړې

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د ټولنیزې فعالې او ممثلې ‌ندیمې کورنۍ او خپلوانو ویلي چې نوموړې له څه مودې راهيسې په کابل کې د طالبانو د جنګياليو له لوري نیول شوې او نادرکه ده.

نوموړې، چې په پتینګړه کاکۍ مشهوره وه، اصلا د خوست ولايت اوسيدونکې ده او ډېر ژوند یې په اروپايي هېوادونو کې تېر شوی.

نوموړې له څو کلونو راهيسې د افغانستان په یو شمېر پښتنو سيمو کې له ښځو سره د مرستې او د پښتني کولتور د غوړیدو لپاره فعالیتونه کول.

طالبانو د نوموړې د نیول کیدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ندیمې د خوشې کیدو لپاره کمپاین هم ترسره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...