یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستاني مقاماتو په کراچۍ کې د افغان کونسل او د سوداګریزو چارو...

پاکستاني مقاماتو په کراچۍ کې د افغان کونسل او د سوداګریزو چارو د اتاشي سپکاوی وکړ

تاند (یکشنبه/د کب ۱۵مه) — پاکستاني مقاماتو په کراچۍ کې د کراچۍ – ترمذ د لویې لارې د پرانستلو په مراسمو کې چې ویل کیږي د افغانستان له لارې تېرېږي، د طالبانو د کونسل او د سوداګریزو چارو د استازي سپکاوي وکړ.

په پام کې وه چې پاکستاني، افغان او ازبک چارواکي په ګډه د لویې لارې د پرانستلو پټۍ پرې کړي، خو د پټۍ پرې کولو پر وخت پاکستاني چارواکي افغان چارواکي ته شا ور واړوله او له ازبک استازي سره په ګډه یې د پرانستلو پټۍ پرې کړله.

د مراسمو په خپره شوې ویډیو کې د افغانستان د استازي پر مخ د خجالت احساس له ورایه څرګندېږي.

‏ویل کیږي چې پیرامیډ‌ لوجیسټیکس پاکستان چې یوه پاکستانۍ کمپني ده د ټرانزیټ تجارت لومړی بار د اېس ای پي ټي ترمینل کراچۍ څخه د افغانستان له لارې د ازبكستان ترمذ ته لیږدوي.

په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د پاکستاني مقاماتو له خوا د داسې سپکاوي له امله د هغه هېواد چارواکي غندلي او ویلي یې دي چې له پاکستاني دیپلوماتانو سره باید بالمثل عمل وکړای شي.‌

ویل کیږي چې پاکستاني چارواکي له نړۍ والو ادارو او چارواکو سره په غونډو او ارتباطاتو کې داسې ښیي چې هغوی د افغانستان په چارو کنټرول لري او ځانونو ته دا حق ورکوي چې د افغانستان په استازیتوب پرېکړې وکړي.

افغان فعالانو په کابل کې د پاکستان د سفیر په بې ځایه حرکاتو هم څو ځلې خفګان ښودلی او له طالب چارواکو نه یې غوښتي چې د هغه ځای ورمعلوم کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا د طالبانو زور نه رسېږي او که نه پوهېږي چې بهرنیو دیپلوماتانو ته څنګه کرښه وباسي.

6 COMMENTS

  1. د اسلامي امارت چارواکي دې دغو نزاکتونو ته ډېره پاملرنه وکړي او هغه شکونه او تورونه دې لرې کړي چې د دوی د غلامۍ په تړاو په دوی باندې لګېږي. یو څه چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په هکله د پولیسو د فراغت په غونډه کې ولیدل شول هغه دا وو چې کله د خلیفه وینا خلاصه او هغه بېرته خپل ځای ته تلو نو د پاکستان سفیر په خپل ځای کې ورته ودرېد. کله چې خلیفه ترېنه تېرېدو نو هغه ته یې هېڅ و نه کتل او اهمیت یې ورنکړو. هغه شرمېدلی سفیر ډېر خجالت شو او باډیګارډ یې هم حیران پاتې شو. دا ښه عمل وو او کېدای شي هغوی د همدې عمل غچ اخستی وي. مننه

  2. شاید غچی پَڅه وه او درې ځلی ( افغان سفیر، پاکستانی چارواکی، ازبک چارواکی ) ئې د غوڅېدو توان نه درلود او د غچی د پَڅ والی عامل او مسئول شاید سفیر ساب معرفی سوئ وی نو ځکه ئې خجالت ایستلئ دئ.

  3. سفیر صاحب مسلمان او په سیرت برابر دی دټولو څیری وګوری خو هغه دوه نورو د کوپارو جامی او څیری دی نو دطالبانو سفیر یا کونسل ښه کار وکه چی دغه د پټۍ قیچی کولو کوپری رواج کی ی برخه وانخیسته خپل اسلامی غرور یی حفظ کړ وروڼو دی ته سپکاوی مه وایی دا عزت دی

  4. ورونو د سلام په وړاندی کولو سره د عزت ژوند ولری
    دا دری مختلفو مملکتونو تر منځ د هغی لاری پرانیسته وه چه به د دوی تر منځ تجارت په همدی لار شروع شی نو دا اړینه وه چه د افغانیستان قونسل د دوی په منځ کی ولاړ وای همدارنګه د افغانستان د کونسل قابیلیت او علمیت دومره وایی چه خپل ځای یی ټاکلی او ساتلی وایی دا د دواړو ملکونو دپلوماتیک ضعف ښی امید دی چه په اینده کی داسی مسایل ته متوجه شی او د دپلوماتیکو اړیکو په ارزښت پوه شی مننه

  5. ط دا شرم او سپکاوی نه ده او نه يي د افغان پلاوي په صفت پيژني، ط نه پنجاب خپل کار اخلي او د افغانستان د شل کلن پرمختګ يې نه لوريده او په همدې ط يي نسکور که، نور ط په هيڅ کې هم نه راځي.
    اوس به وويني چې ددوی امير آلمومنين پنجابی په کابل کې پاتې کیږي او که يې سړي..

  6. پوکستانیانو غلطی نو ده کړی
    طولبان یی پو ریشتونی کرایی غولومون دی
    نوکوران دی،

    دو شورم نه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب