باهرجبارخیل
سويډن
په تېرو څو لسيزو کې ان تراوسه افغانستان د پردیو بې نومه جګړې میلیونونه افغانان شهیدان، معیوب، ورک او له هېواده مسافرکړل چې ستر لامل یې ناپوهي، پردیو هېوادونو ته جاسوسي، د سیاسي مشرانوناسمه رهبري، پردۍ مداخلې، قومي او ژبني تعصبات او داسې نور…
هر دولت چې هېواد کې قدرت ته رسېدلى، هېواد کې بي ثباتي د مرکزي ادارې نه شتون او ناسمه رهبري نه تنها د هېواد اقتصاد بلکې په ټولو سکتورونو کې یې ستونزې پيدا کړي، زېر بنایي تاسیسات له منځه ولاړل، داخلي تولیدات کم شول چې تراوسه پردي کومکونو ته منتظر يواو د هېواد اقتصاد تر ډېره ځایه په خارجي مرستو ولاړ او هم هېواد په وارداتي هېواد بدل شوی.
د جګړو له امله په هېواد کې د مرکزي قوي دولت نه شتون زیات اقتصادي اوانکشافي پلانونه د کاغذ پرمخ پاتې شول چې یوه نمونه یې د تېمور لنګ د وخت چې د سیستانیانو سره د تیمور د جګړې په پایله کې کمال خان بند ونړېد او تر ډېره وخته پورې همداسې نړېدلى پاتې شو. په کال ۱۳۴۵ د افغانستان د جمهور رئیس شهید سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د بند د بیارغونې او سروې چارې بیا پیل شوې. هغه غوښتل چې نوموړی بند په اساسي ډول ورغوي. نوموړي زیات ماستر پلانونه لرل او که عملي شوي وای نن به هېواد د سترو پرمختلولو هېوادونو په کتار کې وای له بده مرغه د ثور د کودتا او نورو سیاسي عواملو له کبله نیمګړي پاتې شول او نوموړی خپلو اهدافو ته ونه رسېد.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال هم د وخت د صدراعظم موسی شفیق د کمال خان بند د بیارغولو او د هېواد د اوبو د کنترول دپاره د ایران د وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا سره هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په هکله ۱۲ ماده يي هوکړه لیک لاسلیک شو.
په ۱۳۹۰ د حامد کرزي د واکمنې پر مهال د بند د بیا رغونې اصلي کار چې د استاندي دېوال وو غالباً په ۱۳۹۳ کې پای ته ورسېد چې تاجکستان هېواد سره یې تړون لاسلیک شو. د اشرف غني په وخت کې مکمل شو او ګټې اخیستنی ته تیار شو چې زیاتې اقتصادي ګټې لري او دلته امکان نه لري چې تشریح يې کړم خو انشالله په بله لیکنه کې به یې اقتصادي او اجتماعي ګټې بیان کړم.
افغانستان تل په دې کوښښ کې ده چې له خپلو ګاونډیانوسره ښه مناسبات ولري، امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي ښه اقتصادي، اجتماعي او سياسي روابط ولري مګر بدبختانه بعضومقابل لورو ورسره ناسم چلند کړی او کوي یې. زمونږ هېواد ګاونډیو هېوادونو ته زیات اقتصادي اجتماعي، کلتوري اوسیاسي برخو کې ګټورده. د یادولو وړ ده چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د افغانستان اقتصاد ښه و، خو کله چې په هېواد کې جګړه توده شوه، سیاسي بېثباتي زياته شوه او د بهرنيو ځواکونو د وتلو له اعلان سره پانګونه کمه شوه، نو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د هېواد اقتصاد خراب شو. په ۲۰۱۴ کال کې د سیاسي اختلافاتو له کبله او له اوږده ځنډ وروسته د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدل، پر وخت د کابینې نه جوړېدل او ناامنۍ د ۲۰۱۵ او راتلونکي کال پر اقتصاد هم بده اغېزه وکړي.
افغانستان له ګاوڼډیو هېوادونو سره د غوره تجارتي او اقتصادي اړیکو د پرانیستلو په هڅه کې، په وچه باندې د دغه هېواد چاپېر کېدل، د بحري لارې نشتوالی، له ګاوندیو هېوادونو سره د ټرانزیټي لارې ستونزې، د مډرنو ګمرکي سیستمونو نه شتون، د مالیاتي او ګمرکي سیستم ټیټ ظرفیت او اداري فساد او داسې نور د هېواد د اقتصادي پراختیا په وړاندې ستونزې دي. د جغرافيايي موقیعت له لحاظه منځنۍ اسیا ته ننوتلو تر ټولو اسانه اومهمه لاره همدا ده او کولای شي له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د تجارت په لېږدولو کې مهم رول لري. د حلقوي سړکونو اعمار چې ګاونډي هېوادونه یو له بل سره نښلوي، خورا اهمیت لري. له ازبکستان څخه د تورخم تر سرحد پورې د اوسپنې د پټلۍ غځولو، له ایران څخه تر هرات پورې د ورته پټلۍ غځولو او له پاکستان څخه تر چمن یا سپین بولدک پورې د اورګاډي پټلۍ دي.
بل ستره لاسته راوړه او هېوادونو سره د ښه مناسباتو بله بېلګه د ټاپي پروژه ده. د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره دې ته د ورته نورو مهمو پروژو پلي کېدو ته هم زمینه برابرېږي. اوسنی دولت باید ښه اقتصادي پلانونه ولري، شونې ده چې ډېرې نورې ګټورې زېربنايي پروژې په افغانستان کې پلې شي. د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره نه یوازې په افغانستان کې ګڼ کاري فرصتونو تر څنګ لس ميليارده ډالرارزښت لري . ټاکل شوې د ټاپي پروژه د ٢٠١٩ کال په ډسمبر کې بشپړ شي چې له هغه وروسته به افغانستان هر کال ٥٠٠ ميليون ډالر د ټرانزيټ له اړخه ترلاسه کوي. د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د نښلولو لازم ظرفيتونه لري او له مرکزي اسيا سره افغانستان ايجاد کړې اړيکې په سيمه ييز اتصال کې ګټورې ثابتېدلى شي.
افغانستان د ګازو د ټرانزيټ له اړخه ټکس او مالیه ترلاسه کوي د دې تر څنګ د دغه ډول سترو پروژو په پلي کېدو سره د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېږي او د ناامنۍ پر ضد د مبارزې اړتيا ډېرېږي.
په کوم هیواد کې چی د اقتصادی پرمختګ ښه عزم او اراده شتون ولری او همدي اصل ته په پاملرنې سره پروګرام جوړونه او پانګونه شتون ولري او حکومت د همدي اصل په پلي کولو سره د زیرمو په جوړولو مخ په وړاندې حرکت وکړي او د معلوماتي ټکنالوژي په وجود کې دننه موثره عواملو څخه په ګټه اخیستنې د هېواد پرمختګ برخه کې ستر بدلونونه رامنځته شي.
افغانستان له سوداګریز پلوه د خپل سټراټیژيک موقعیت له کبله چې لري یې، د یوه مناسب مدیریت په ترڅ کې کولای شي د لېوالو هېوادونو له اقتصادي او تجارتي مسایلو څخه غوره استفاده وکړي او په پایله کې د سیمې له هېوادونو سره تجارتي، کلتوري او د پانګې اچونې روابط منځته راوړي.
د بیلګې په ډول زمونږ هېواد کولاى شي د جنوبی کوریا، تایوان، مالیزیا، برازیل، او مکزیک هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې د بهرنې ټکنالوژي په پېرولو او واردولو سره سالم مدیریت کولاي شي او د هېواد پرمختګ په برخه کې مثبت تاثیرات لري.
که څه هم د اشرف غني حکومت کې پراخ فساد او قاچاق او نور غیرقانوني کړنې موجودې وې خو برعکس د اقتصاد په پرخه کې ښه لاسته راوړنې درلودې، افغانستان د کرزي اوداشرف غني په حکومتونوکې سیمې SMIIC, ISO, RISCAM, IEC, SARSO وپېژنده.
د يو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره اوسني دولت ته لاندې موارد مهم دي:
- خلکو ته عامه پوهاوی زیات مهم ده. کله چې دوهمې نړیوالې جګړه کې امریکا د جاپان په هیروشمااو ناګاساکا ټاپوګانو حمله وکړه چې زیات جاپانیان یی وژل او هېواد يې وران شو جاپانیانو خپلو کې وویل چې مونږ باید جاپان نه بلکه جاپانیان جوړ کړو نو هماغه و چې عامه پوهاوی خلکو ته ورکړل شو چې بلاخره جاپان نن ورځ د نړۍ پرمخ تللو هېوادونو په کتار کې ځای لري.
- که چیرې افغانستان او نور ورسته پاتې او پرمختيايي هېوادونه خپلې منابع پر اصولو برابر وکاروي، غربت، استخدام او د زده کړې نورې ستونزې له منځه یوسي د دې امکان شته چې په راتلونکي کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه وي.
- خلکو ته په مکتبونو کې د نورو زدکړو ترڅنګ د وطن دوستۍ درس هم اړین دي. مکتب ده چې انسان هرقسم تربیه کولای شي په دې اړه یو عالم داسې وايي، انسان پیدایشي هیڅ نفرت په ذهن کې نه لري، اول ذهنیت ورته والدین ورکوي بیا مکتب..
- صنعت د يو هېواد په پرمختیا کې مهم رول لري چې اول باید دولت د پانګې اچونې زمينه برابره کړي وروسته سوداګر خپل مسؤلیت پوره کړي که چېرته صنعتي کېدل د کلیو له پراختیا سره یو ځای لاس په کار شي ورسره په کلیو او ښارونو کې د شرکتونو ایجاد را منځته کېدل او د نفوسو د جذب لامل ګرځي او په همدې ترتیب د اوسېدلو سره سره په ملي اقتصاد او د ښه ژوند باعث ګرځي او دژوند سطحه ورسره لوړېږي.
- دا چې افغانستان د طبعي منابعو یو درلودونکی ده دولت ته پکار ده چې طبعي منابع استخراج او اعظمي استفاده تري وشي څو اقتصادي خودکفاي رامنځته شي او ورسره استخدام هم وشي چې ورسره ملي اقتصاد هم ښه کېږي.
- حکومت بايد په لویو پروژو کار وکړي او په اړه د عامو خلکو د لا ښه پوهولو لهپاره دغه ډول پروګرامونه پلي کړي څو خلک د دغو پروژو پر ګټو وپوهېږي او ساتنه وکړي.
- په ماستر پلانونو باندې کار کول او هغه د يوې باصلاحیته مرکزي ادارې له لارې عملي کول اوکوم ماسترپلان چې دشهید9 داوودخان په وخت کې تیارشوی و عملي شي لکه د کونړ په سیند د برښنا جوړول، په لغمان ولایت کې د سلطان غازي او ګمبیري ساحې جوړول او داسې نور.
- دا چې افغانستان یو زراعتي هېواد ده او اکثریت وګړي یې په زراعت بوخت دي، همدا کرنه ده چې په اقتصاد کې زیات اهمیت لري او هم د نړۍ پرمختيايي هېوادونه زياته برخه د کرني او صنعت په سکتور کې مصروف دي چي په دې توګه د دې هېوادونو د صادراتو اوملي عايداتو عمده برخه کرنيزمحصولات تشکيلوي. دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې لازم اقدام وکړي. کرنه له عنعنویت نه وباسي او ميکانيزه شي، بزګرانو ته زدکړه ورکړي، اصلاح شوي تخمونه او د کیمیاوي موادو مرسته وکړي، همدا رنګه زراعتي محصولات زياتره د غيرمترقبه حوادثو لکه (وچکالي ،ږلۍ، سېلابونه، ناروغي حشرې او داسې نورو څخه ډېر سخت زيانمن کېږي. د کرنيزو محصولاتو لپاره چې اساسي ستنونزه يې په بازارونو کې مارکیت نه موجودیت ده اودهقانان وکولای شي خپل اجناس په داخل او خارج کې په سمه توګه خرڅ کړي. که چېرې دولت نوموړې ستونزې په ځای ورته حل کړي دهقانان اوزراعتي سکتور به مستقیمه مثبته اغېزه وکړي او هم به په ملي عوایدوکې زیاتوالی راشي.
- داچې د بزګرانو حاصلات ښه او عایدات یې هم ښه وي نو دغه زياتوالي صنعتي اجناسو ته د تقاضا د زياتوالي سبب ګرځي. بزګران د زياتو عايداتو په لاسته راوړلوسره په زياته اندازه اجناس اوخدمات پېري نو دلته صنعتي اجناسوته تقاضا زياتېږي چې ورسره صنعتي کارخانو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. نوبناً د کرنيزوعايداتو زياتوالي د هېواد اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي، دولت باید پوره همکاري وکړي.
- د احتکار او انحصار له منځه وړل، کامل او سالم رقابت رامنځته کول، د صادراتو زياتول او په وارداتو لوړه تعرفه وضع کول، د افغانيو بشپړ رایجول.
- خلکو ته قرضې ورکول او داسې نور…