یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: ۲۰ کلن اشغال ځوانان په فکري لحاظ يرغمل او ذهنونه یې...

مجاهد: ۲۰ کلن اشغال ځوانان په فکري لحاظ يرغمل او ذهنونه یې خراب کړي

تاند:(يکشنبه، د حوت ۱۵ مه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد نن کندهار ته د سفر پر مهال د ځوانانو د ذهنيت پر جوړېدو ډېر ټينګار وکړ.

هغه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل: تېر شل کلن اشغال په هېواد کې د ډېرو هغو نويو ځوانانو ذهنونه خراب کړي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول تر فکري اشغال لاندي وو.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ټولو سمول وخت غواړي او د سمېدو لپاره یې بايد په ګډه کار ترسره شي.

د طالبانو وياند دا هم وويل، چې خپلو دودونو، کلتور، رواجونو او افغاني فرهنګ ته به وده ورکوي.

د نوموړي په خبره سمتي، ژبني، قومي او ټول تعصبات نور پای ته رسېدلي، هر افغان د بل افغان ورور دی او په ګډه به د وطن په جوړونه کې برخه اخلي.

د طالبانو وياند تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړي، خو د طالبانو منتقدین بيا دوی تورنوي چې په پاکستان کې ۲۰ کلن حضور يې د دوی ذهنونه بدل کړي او د ټولو افغانانو په اړه ناسم ذهنیت لري.

پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د ملي بیرغ، پاکستان ته د ډېر نیږدې والي، له خلکو سره د ځیږ چلند او پر حکومتولۍ د نه پوهیدو له کبله طالبان د نوي نسل له سختو نيوکو سره مخ شوي.

طالبان له همدې کبله تر ډېره د نوي نسل له ذهنیت څخه ناراضه دی او د وېرې احساس ورڅخه کوي. خو په دې کې هم شک نه شته چې په تېرو شلو کلونو کې رسنۍ د داسي کسانو لاس ته ولوېدې یا وسپارل شوې چې د افغانانو ترمنځ قومي، سمتي او ژبني تعصب ته لمن ووهي او د افغانستان تاریخ او هویت له پوښتنې سره مخامخ کړي.

5 COMMENTS

  1. حقيقت دا ده چی زموږ نوی ځوان کهول په تیرو شلو کلونو کی ځان د علم او پوهی په ګاڼه سمبال کړی ، هومره انجینران، داکتران، متخصصین چی په تیرو شلوکلونو کی ټولنی تهِِ وړاندی شوی ، زموږ د هیواد په ټول تاریخ کی تربیه شوي ندي ، هومره دینی ، اجتماعی ،علمي، او ادبی کتابونه چی په تیرو شلوکلونو کی د همدی ځوان نسل لخواه زموږ په هیواد کی لیکل شوي د افغانستان په ټول تاریخ کی څاری نلري۰
    اوس به راشو پدی وروستي شلو کلونو کی د پاکستان د حقانیه مدرسو د فارغانو علمي ، دینی ، او فرهنګی لاسته راوړنو ته ، مجاهد صاب دی راته وښيي یو ادبی دینی ، او فرهنګی کتاب یا رساله چی پدی شلو کلونو کی د کوم طالب مشر یا کشر لخواه لیکل شوی وي، پاکستانی ای اس ای دوي يوازی د خپلو استعماری ګټو لپاره روځلي او په مدرسو کی یی د دوي ذهنونه مینځلي او دا مفکوره یی د دوي په ذهنونو کی القاء کړي چی د جنت او حور او غلمان ته د رسیدو لاره افغان وژنه او افغانستان کی د ښوونځیو پلونو، او سړکونو ورانیدل او ویجاړیدل دي ، پاکستانی نظامیانو د مدرسو طالبان د نړئ له پرمختګونو، علم ،تخنیک ، او د بشر د پرمختګونو نه بی خبره ساتلي او یوازی د توپک او ماشینګڼو استعمال ، انسان وژنه، تخریب او د بمونو جوړول یی د خپلوهژمونیستی او استعماری پلانونو د عملی کولو لپاره طالب ځوانانو ته ښودلي او بس .
    اوس دی مجاهد صاب ووايي چی افغان ځوانان د جمهوریی نظام تر سیوری لاندی په فکری لحاظ یرغمل او ذهنونه یی خراب شوي ، یا هلته پاکستانی مدرسو کی طالب خوانان ؟؟؟؟؟

  2. د زیړ ګُل خان ورور فرموده بالکل معقوله او پر ځای ده البته که خبره د افغان ځوان د ذهنیت د منفی! تغییر وی نو ذهنیت خو نن سبا تقریباً د ټول بشریت لږ غوندی تیزابی سوئ دئ.

  3. زیړګل صیب زمونو سلامونه او احترامت ومنۍ !
    ډیر معقول ځواب مو ورکړی او د واقیعت نه مو پرده پورته کړی .

    دا د وحشت او توز جهالت پیداوار او د ای ایس ای په بټۍ کی پاخه شوی جاسوسان داسی فکر کوی چی ددوۍ جاهلانه او وحشی کړنی باید تقدیر شی او ځوانان باید ددوۍ د دوسۍ، بی ننګۍ او پستۍ او بی پښتو کارونو ته چک چکی ووهی
    دا هغه ځوانان نه دی کوم جی تاسو غوښتل چی بی علمه او بی سواده رالوی شی او دتور او سپین تو پیر و نه شی کولی. ستاسو هغه کوششونه چی مکتبونه او د علم او تحصیل ځایوته ټول په بمونو والوځوۍ او د افغانانو نسلونه د تیارو کندو ته واچوۍ خو په دغه شرایطو کی بیا هم ځوان افغان نسل خپل ځانونه رسولی او اوس ستاسو په سترګو کی د سواد او پوهی له امله اغزی دی.
    ستاسو صفونه ټول د بی سواده شنو خرو نه ډک دی او غواړۍ چی ټول ځوانان ستاسو په شان بی سواده او شنه خره رالوی شوی چی ستاسو په سټنډرد برابر شی او د ښو او بدو توپیر ونه شی کولای تر څو تاسو د هیرا متډۍ په وفادازۍ کی خپل شوم هدفونه لاس ته راوړۍ.

  4. زو به هوم د زیړ ګول صاب خوبری کوپی کوړم:

    زيړګل مارچ 7, 2022 At 2:57 am
    حقيقت دا ده چی زموږ نوی ځوان کهول په تیرو شلو کلونو کی ځان د علم او پوهی په ګاڼه سمبال کړی ، هومره انجینران، داکتران، متخصصین چی په تیرو شلوکلونو کی ټولنی تهِِ وړاندی شوی ، زموږ د هیواد په ټول تاریخ کی تربیه شوي ندي ، هومره دینی ، اجتماعی ،علمي، او ادبی کتابونه چی په تیرو شلوکلونو کی د همدی ځوان نسل لخواه زموږ په هیواد کی لیکل شوي د افغانستان په ټول تاریخ کی څاری نلري۰
    اوس به راشو پدی وروستي شلو کلونو کی د پاکستان د حقانیه مدرسو د فارغانو علمي ، دینی ، او فرهنګی لاسته راوړنو ته ، مجاهد صاب دی راته وښيي یو ادبی دینی ، او فرهنګی کتاب یا رساله چی پدی شلو کلونو کی د کوم طالب مشر یا کشر لخواه لیکل شوی وي، پاکستانی ای اس ای دوي يوازی د خپلو استعماری ګټو لپاره روځلي او په مدرسو کی یی د دوي ذهنونه مینځلي او دا مفکوره یی د دوي په ذهنونو کی القاء کړي چی د جنت او حور او غلمان ته د رسیدو لاره افغان وژنه او افغانستان کی د ښوونځیو پلونو، او سړکونو ورانیدل او ویجاړیدل دي ، پاکستانی نظامیانو د مدرسو طالبان د نړئ له پرمختګونو، علم ،تخنیک ، او د بشر د پرمختګونو نه بی خبره ساتلي او یوازی د توپک او ماشینګڼو استعمال ، انسان وژنه، تخریب او د بمونو جوړول یی د خپلوهژمونیستی او استعماری پلانونو د عملی کولو لپاره طالب ځوانانو ته ښودلي او بس .
    اوس دی مجاهد صاب ووايي چی افغان ځوانان د جمهوریی نظام تر سیوری لاندی په فکری لحاظ یرغمل او ذهنونه یی خراب شوي ، یا هلته پاکستانی مدرسو کی طالب خوانان ؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب