تاند (دوشنبه/د دلوې ۱۷مه) — په پاکستان کې د دغه هېواد د شرابو د سترې فابریکې «مري بریوري» عواید د وروستي یو کال په ترڅ کې د وړم کال د عوایدو په پرتله ۳۰٪ ډېر شوي دي.
د سېمپلي وال په نامه یوې استرالیا مېشتې ادارې چې د پانګونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، په خپل وېب سایټ لیکلي چې د پاکستان د شرابو دغې فابریکې د ۲۰۲۱ میلادي کال په ترڅ کې ۱۱.۷ میلیارده روپۍ عواید ترلاسه کړي دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، هم پورتنی شمېر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د پاکستان مري بریوري یا مري وېت کري یعنې مري شراب له کړایي سره د ۲۰۲۱ میلادي کال په ترڅ کې ۱۱ میلیارده ۶۸۷ میلیونه روپۍ ګټلي دي.
تر دې یو کال مخکې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ترڅ کې مري بریوري فابریکې ۸.۹۹۷ میلیارده روپۍ ګټلې وې چې له هغه د مخکې (۲۰۱۹) کال په پرتله ۱۱٪ کمې وې ځکه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې ۱۰.۱۲۱ میلیارده روپۍ ګټه کړې وه.
د جرمني ډي ډبلیو یا دویچه ویله خبري ادارې د تېر کال د اپریل په ۲۲مه په یوه راپور کې وویل چې په پاکستان کې د شرابو قیمتونه لوړ شوي او علت یې د کورونا ناروغۍ د خپرېدا له امله د خلکو د ارامۍ لپاره د شرابو د څښلو زیاتوالی ښودلی وو.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې چې مرکز یې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې دی، د ۲۰۱۶ د سپتمبر په ۱۲مه په یوه راپور کې ولیکل چې له هغه نه د مخکې یعنې ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې د پاکستان د شرابو دغې سترې فابریکې ۱۰ میلیونه لېټره شراب تولید کړي دي.
د پاکستان مري بریوري د شرابو فابریکه چې په ۱۸۶۰ میلادي کال کې (۱۶۲ کاله مخکې) جوړه شوې د راولپنډۍ په نېشنل پارک روډ پرته ده چې د ډي اېن بي په وینا ۱۸۶۰ کسان په کې په کار بوخت دي.
که څه هم چې په پاکستان کې قانون د دغه هېواد خواوشا ۹۷٪ خلکو ته د شرابو د ممانعت خبره کوي، لاکن د دغې فابریکې اجرایه رییس د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی د تولیداتو ۹۹٪ په هېواد کې دننه مصرف کیږي.
هغه ملایان یی پری خبر ندی که څنګه ، کوم چه پاکستان د اسلام قلعه یادوی او نړی ته د کفر او اسلام فتوی صادر وی او په ځبل کور کی هسی کیسی روانی دی