جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+کوچیانۍ پانګه قاموس ته لنډه کتنه | ملیار همدم

کوچیانۍ پانګه قاموس ته لنډه کتنه | ملیار همدم

سریزه:

د ژبې په بډاینه او ژوندي ساتلو کې د نورو هغو ترڅنګ یو هم د یوې ژبې وییپانګه ده، چې ژبه له مرګ او له منځه تللو ساتي. خان خادم کوچي د کوچیانو د ژوند او ژواک په اړه دا قاموس لیکلی. ویيپانګه د دې کتاب وروستۍ برخه ده، چې د کتاب تر نیمایي ډېره برخه د کوچیانو په ژوند، کلچر، رواجونو، عقیدې او همدا ډول د دوی د ژوند په نورو چارو را څرخي.

لیکوال د سر خبرو تر سرلیک لاندې دا اعتراف کوي چې ده خپل اثر په معیاري لیکدود نه دی لیکلی او کوچیان یې د کلیوالي ادب یوه ستره برخه بللي او د هغوی د پېژندګلوۍ لپاره یې د دوی له خپلو لهجو ګته اخیستې.

 د کتاب لنډه پېژندنه:

نوم: کوچیانۍ پانګه
لیکوال: خان خادم کوچی
د چاپ ځای: دانش خپرندویه ټولنه
د چاپ نېټه: ۱۳۷۹ ه.ش کال
چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه

د لیکوال پېژندنه:

یاد کتاب کې د لیکوال د ژوند په اړه څه نه دي ویل شوي، چې خان خادم کوچی څوک و، چېرې یې ژوند کړی؛ خو یوازې دومره ویل شوي چې خادم د کوچیانو په اړه یو بل اثر هم لري چې په ۱۳۶۸ کال کې چاپ شوی.

د قاموس شکلي جوړښت:

  • د کتاب پېژندنه
  • د خپرندویې ټولنې یادښت
  • کور ودانی
  • دالۍ
  • فهرست

مخکې له دې چې لیکوال د کوچیانو په اړه خبرې پیل کړي د علامتو او اشارو په برخه کې یې یوازې یوه  یادونه کړې ده، چې په ځينو ځاینو کې د دې پر ځای چې ( زمري له بریالي سره خبرې وکړې) لیکوال دا جمله داسې افاده کړې ( پ له پ سره خبرې وکړې).

د ژبې له پلوه یاد قاموس:

د ژبي له پلوه قاموسونه پر څلور ډوله وېشل کېږي، چې  یو ژبیز ، دوه ژبیز ، غبرګ ژبیز او څو ژبیز قاموسونه دي. بیا دوه ژبیز قاموسونه هم پر دوو برخو وېشل کېږي:

الف: یو اړخیز دوه ژبیز قاموسونه، چې په انګریزي کې ورته (Dictionary unidirectional bilingual) ورته وايي.

ب: دوه اړخیز دوه ژبیز قاموسونه، چې په انګریزي کې ورته (bidirectional bilingual dictionary) وايي.

په یو اړخیز دوه ژبیز قاموس کې د راغلو لغاتونو او کلماتو تشریحات په یوه ژبه وړاندي کېږي، نو ځکه يې یو اړخیز دوه ژبیز قاموس بولي.

په دوه اړخیز دوه ژبیز قاموس کي د راغلو لغاتونو او کلماتو او تشریحات په دوو ژبو وړاندي کېږي. چي یوه خپله هغه اصله ژبه وي، چي قاموس پرې لیکل شوی وي.

دوهمه د ژباړې او ترجمې ژبه وي. اصلي ته په انګریزي کې (Source language)  وايي. او د ترجمې ژبې ته (Target language) وايي.

کوچیانۍ پانګه قاموس د ژبې له پلوه یو ژبییز قاموس دی. د یوې کلمې د تشریح لپاره يې د پښتو د نورو لهجو بېلګې راوړي دي.

د چاپ د اندازې له مخې د قاموسونو ډولونه پر درېیو برخو وېشل کېږي:

الف- معیاري

ب- لنډ

ج- جیبي

د چاپ د اندازې له مخې کوچیانۍ پانګه یو معیاري قاموس دی، چې په شپږ سوه مخونو کې زر ټوکه چاپ شوی.

د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه قاموسونه پر درېیو ډولونو وېشل کېږي:

الف- ایا قاموس د هغو کسانو لپاره لیکل شوی دی، چې ټول په یوه ژبه خبرې کوي؟

ب- ایا قاموس د هغو ځانګړو ډلو ویونکو لپاره لیکل شوی دی، چې په دوو مشخصو ژبو خبرې کوي؟

ج- ایا قاموس په نړۍ کې د ژبې د ټولو ویونکو د استفادې له پاره لیکل شوی دی؟

د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه دا یو عام قاموس دی، چې لیکوال هڅه کړې چې د ټولنې ټولو وګړو ته د کوچیانو تصویر وړاندې کړي.

یاد قاموس د الفبا سیستم پر اساس ترتیب شوی

د کوچيانۍ پانګې (قاموس) ښېګڼې:

  • دغه قاموس د قاموس پوهنې د قواعدو له مخې په عامو قاموسونو کې راځي.عام قاموسونه هغه قاموسونه دي، چې هرڅوک او د هر مسلک خلک پرې پوهیږي. ژبه یې ساده، روانه، اصطلاحات او کلمات یې د درک او فهم وړ دي.
  • لیکوال مخکې له دې چې کوچیانۍ ګړنې او د د دوی وييپانګه تشریح کړي، لومړی یې کوچیان معرفي کړي او د کوچیانو اړوند موضوع ګانو باندې یې بېل، بېل بحث کړی.
  • د کوچیانو د ویيپانګې او ګړنو د راټولولو لپاره لیکوال کلي په کلي ګرځېدلی او هره موضوع یې د دوی له خولې تشریح کړې.
  • د کوچیانو په بېلابېلو لهجو د دې کتاب لیکل یوه بله ښه ځانګړنه ده، چې د کوچیانو ریښتینی انځور یې وړاندې کړی.

د کوچیانۍ پانګې (قاموس) نیمګړتیاوې:

  • څرنګه چې د لیکدود او تلفظ برخه کې درې لارې معمول دي، لکه (فونټیک، سیلابیک او صوتي) نو لیکوال یوه لاره هم نه ده کارولې.
  • د یاد قاموس بله نیمګړتیا دا ده چې د ویي مانا یې په ګړنو، متلونو او بېلګو کې تشریح کړې؛ د ویي مجرده او مشخصه مانا یې نه ده ذکر کړې.
  • دا چې یاد قاموس په الفبایي سیستم ترتیب شوی؛ خو د (دال) ویي په برخه کې تر ډېره هغه کلیمې راوړي چې دال پکې د اضافت توري حیثیت لري. لکه: د بل په مټ، د بل په خوله…

1 COMMENT

  1. زما په فکر لیکوال دا سم کار کړیدی ، چې د دال ویې په هغې برخه کې راوړې چې هلته دال پکې د اضافت توري حیثیت لري. که داسې نه وي نو بیا هغه کلیمې به بل ډول لیکل شوې او بله معنی به یې ورکوله . له بلې خوا په کمپیوترې سیستم کې لغاتونه او ویې د الفبا په ترتیب سره اتومات راځي او دا کار د مطلوبو کلمو په پیدا کولو کې نورې آسانتیاوې رامنځته کوي .
    مونږ باید لومړي خپله ژبه ښه زده او معیاري کړو او بیا وروسته هغه بیا نورو ژبو ته وژباړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب