جمعه, مې 3, 2024
Homeادبادبیات او ټولنیز تصویر| فهیم بهیر

ادبیات او ټولنیز تصویر| فهیم بهیر

د ادبیاتو د پېژندنې په اړه په بېلابېلو ټولنو کې بېلابېل تصورات موجود دي، چې د همغې تصوراتو په اساس دوی ادب تعریف یا تفسیروي.

زموږ په ټولنه کې هم ډیری کسان د ادب د اصلي معنا پر ځای د ا کلمه پر نورو معناوو کاروي. په همدې اساس د دوی دا تصور ډېر ځل د ادب په اړه داسې غبرګونونه را پاروي، چې هم په ټولنه کې  ادب ځپي او هم شاعر او لیکول. د ادب په اړه دا تصورات  په وروسته پاتې ټولنو کې ډېر وي. په دې اساس کله کله ادب د موضوعي اړخ له مخې داسې پېژندل کېږي، چې ماهیئت ته یې زیان رسېږي او کله په کې نورې داسې برخې را ګډې شې، چې د ادب اصلي بڼه په کې ورکه شې؛ نو د همدې له پاره په لاندې برخو رڼا اچوو:

۱ ـ  ادب:  ادب عربي کلمه ده، چې ادبیات یې جمع  ده.  د ادب د کلمې په اړه ادبپوهانو بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي؛ چې د وخت په تېرېدو نوې پېژندنې یې وړاندې شوې دي خو مشترک ټکې په کې تخیل دی. هر کله چې په یوه لیکنه کې د تخیل څپه پرته وي: نو ادبي ده.

اوس به د ادب او ادبیاتو په اړه هغه پېژدنې وړاندې کړو چې په اړه یې پوهانو نظرونه ورکړي او د  ادبیاتو څېړنیزو اثارو کې ورته هم اشاره شوې ده:

ادب عربي کلمه ده، چې ځینو فرهنګو یې لغوي مانا داسې کړې ده: روزنه، ښه معاشرت، ښه کړه وړه، اخلاق او نمانځنه . په ځینو کې یې معنا  پوهنه، ځیرکي، فرهنګ او هنر راغلې ده«هاشمي،۱۳۹۳: ۵۰».

همدا ډول استاد روهي ادبیات داسې تعریف کړي دي: « ادب یو ژبنی هنر دی، چې واقعیتونه په انځورونو کې وړاندې کوي. د انځور(تصویر یا ایماژ) څخه مقصد دا دی چې ادب واقعیت کټ مټ او په مستقیمه توګه نه بیانوي؛ بلکې د ادبي اثر د لیکونکي له خوا په ښکلي او احساس پارونکي شکل وړاندې کېږي …. د ادبي اثر (شعر، کیسه ، ډرامه، طنز او داسې نورو) تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی که یو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او د اورېدونکي یا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي؛ نو هغه ادبي اثر نه دی»«روهي،۱۳۸۴: ۹».

د ادب په اړه ځینې ادبپوهان په دې اند دي، چې ادب د انسان د روح روزونکی دی. د استاد روهي په اند هنري ادبیات زیاتره د انسان د نفساني حالاتو، انګېرنو، او ارمانونو څرګندونکي دي او د عواطفو په تصفیه کولو سره پر انسان دومره اغېزه کوي، چې ساینس او فلسفه هومره اغېز نه شي درلودای.«روهي،۱۳۸۴: ۱۱ ».

ځینې مشهور بهرني لیکوال د ادب په اړه  وايي:

هیډسن : «د ادب کار دا دی چې معلوماتو کې یې ترقي یا وده وي او کنه، خو چې په کوم ډول یوه موضوع پیش کوي، هغه دومره خونده وره وي چې د انساني جمالیاتو تنده ماته کړي»

میتهو ارنلډ : « ادب د انساني ژوند تفسیر دی»«هاشمي،۱۳۹۵: ۱۵».

استاد حبیبي د برېتانیا د انسکلوپیډیا نه دا تعریف راوړی: « د انسان د احساساتو، افکارو او جذباتو ترجماني… خو په داسې ډول وینا او خواږه بیان سره چې پر نورو اغېز وکړي او خونده وره وي»«وزیري،۱۳۹۱: ۱۱».

د بدیعي ادب په اړه د ادبپوهنې څانګې لیکوال لیکلي دي؛ « بدیعي ادب د هنر یوه داسې نوعه ده، چې د خلکو په ذهن او روحیاتي نړۍ باندې زښته ډېره اغېزه  کوي، د تفکر طرز او احساس یې روزي او د انساني اخلاقو او بشري عواطفو په سمون او هغو ته په سالم تشکل ورکولو کې لوی لاس لري»«هاشمي،۱۳۹۳: ۵۷».

په پورتنۍ پېژندنه کې  د ادبپوهانو له خوا د احساس یا عواطفو موضوع  رامخکې شوه او دا یې د ادب مهمه ځانګړنه بللې ده او د همدې ځانګړنې له مخې د ارواپوهنې او ادب اړیکې سره نښلول کېږي او د ادب په رامنځته کېدو کې  د انسان د دروني احساساتو رول څرکندوي.

په ادب کې د هنري ارزښت موضوع مهمه ده، که په کومه وینا یا لیکنه کې هنري ارزښت وي ادب بلل کېږي، که هنري ارزښت ونه لري؛ نو ادب نه ګنل کېږي. د هنري ارزښت د ځانګړنې په اړه لیکل شوي دي: « هنریت یا هنري ارزښت هغه ځانګړنه ده، چې ادبي او نورې عامې عادي لیکنې سره بېلوي. د هنري یا ادبي نثر په لیکنه یا د نثري ادب په پنځونه کې د لیکوال ذوق، احساس او تمایل د یو مطلب یا واقعیت د افادې له پاره بنسټیز ارزښت او اهمیت لري. لیکوال هغه څه چې لیدلي، اوریدلي، احساس کړي او یایې په ذهن او خیال کې تېریږي بیانوي؛ خو د تحقیقي او علمي لیکنو په څېر دلیل راوړلو ته هیڅ اړتیا نه لري»«هاشمي،۱۳۸۹: ۳۹».

په دې پېژندنه کې هم د هنري ارزښت په موضوع کې د انسان دروني احساسات رول لري او همدا برخه ده، چې د ادب په ایجاد کې پوره ونډه لري.

د ادب د موخې  او غرض له پاره دوه نظریې «ادب د ادب له پاره او ادب د ژوند له پاره» ډېرې عامې دي.  اوسنۍ ادبپوهنه دا نظریه «ادب د ادب له پاره» ردوي او د دویمې نظریې ملاتړ کوي. د دویمې نظرې پلویان په دې اند دي، چې ادب د خوښۍ او خوند تر څنګ د ژوند په اړه زموږ معلومات زیاتوي یانې د ژوند په پېژندلو کې موږ سر مرسته کوي. د ادب د ښکلا او روحي تسکین تر څنګ د ټولنیزو او اخلاقي مسایلو  د روزنې او اصلاح دنده هم تر سره کوي، د وګړو ذهنونه روښانه او د ښه ژدوند کولو لارې چارې هم ور زده کوي.

د ادب پوهنې څانګې لیکوال لیکي: « ادیب د ټولنې عادي وکړی نه دی، هغه څه چې په ورځنې ژوند کې پېښږي یا هغه ناخوالې ستونزې او ربړې چې ټولنه او اولس ور سره مخامخ دی د ادیب پر احساس او عاطفه ژوره اغېزه کوي. ادیب چې د خپلې پوهې او استعداد په ځواک له هغو څخه کومه منطقي نتیجه اخلي او بیا یې د خپل تخیلي قوت په ملتیا په مناسبو الفاظو د شعر یا هنري نثر په کوم کال او فورم کې خلکو او ټولنې ته وړاندې کوي همدغه تخلیقي ادب دی.

ادبیات په واقعیت کې د ټولنیز ژوند په باب د ادیب تجربې وي. په ادب کې د ټولنیز ژوند ډېر اړخونه په یوه او بله بڼه انځور شوي وي، چې د خلکو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ویلی شي. ادب د ژوند په باب زموږ تجربې زیاتوي او موږ له واقعیتونو سره له نږدې اشنا کوي.

په ادبیاتو کې د پوهنې او ټولنیزې روزنې اصلاحي  اړخونه یو له بله نه بېلیدونکي اړیکې لري. یوازې د خوند اخیستنې او ساعت تېرۍ له پاره د ادبیاتو تخلیق رامننځته کول او مطالعه کول یو بې ځایه او بې عاطفي کار دی» «هاشمي، ۱۳۹۳: ۶۷».

۲ ـ اخلاق : زموږ په ټولنه کې اکثره وکړي له ادب څخه د اخلاقو مانا اخلي. اخلاق هم د ژوند له پاره مهمه الهي تحفه ده، چې په دې اړ د حضرت محمد(ص) د نیکو اخلاقو په اړه په قرانکریم کې یادونه شوې ده. اخلاق هغه انساني جوهر دی، چې د خلکو په منځ کې د مینې او خوښۍ اړیکې ټینګوي. د اخلاقو په اساس هم فرد په ټولنه کې ستر شخصیت درلودای شي او هم ټولنه له هر ډول بد بختیو څخه ژغورل کېدای شي.

له حضرت محمد «ص» څخه پوښتنه وشوه، چې کوم عمل د نیکو اعمالو څخه دی؟ مبارک وفرمایل: نیک خوی. له ابوذر څخه روایت دی: له حضرت محمد «ص» څخه مې اورېدلې چې ویل به یې لومړی اعمال، چې د انسان د میزان په تله کې اېښودل کېږې او حساب ور سره کېږي هغه سخاوت او نیک اخلاق دی«غزالي،۱۳۹۵ : ۱۸».

په ټولنه کې د مودب انسان د کړو وړو توصیف کېږي. زما په اند دلته مودب کلمه د هغه کس له پاره استمالېږي چې نیک اخلاق ولري. د نیک اخلاقو انسان وینا،  فردي او ټولنیز چلند د نورو وګړو سره لوی توپېرې لري او  همدې ځانګړنو په اساس د ټولنېس د نورو وګړو پاملرنه جلبوي. په ټوله کې شاعران او لیکوال اکثره هغه وګړي دي، چې تل یې د ټولنې د هوساینې او انساني ارزښتونو له پاره د تخیل په نړۍ  کې یو څه راټول کړي او هغه پیغام یې خپلو وګړو ته وړاندې کړی دی؛ نو کېدای شې په همدې اساس ځینې وګړي د اخلاقو او ادب اړیکي له همدې ځایه تړي. له پخوا راهیسې  ګنې پوهنې او پوهنیز مسایل سره ګډې اړیکې لري؛ خو یو څه نه ؛ بلکې سره بېل دي. هر ادیب (شاعر او لیکوال)  ښه اخلاق درلودی نه شي او هر ښه اخلاق لرونکی انسان ادیب نه شي کېدای.

د ادیب وینا او لیکنه د هنریت په اساس اغېزناکه وي پر مخاطب اغېزه کوې، د ښو اخلاقو لرونکی انسان وینا او لیکنه هم مودبه وي، د مقابل لوري احساساتو ته درنښت لري نو په دې اساس دا وینا هم په خلکو ښه لکېږې؛ د ښو اخلاقو خاوند ته په ټولنه کې  د لوړ ادب لرونکی انسان خطاب کېږي.

شاعران یا د تخیلي نړۍ هستونکي  پنځګر د ټولنې د بقا او انساني کرامت د درنښت له پاره ډېر څه په خپلو پنځوونو کې وړاندې کوي. دوی د ټولنې هغه وګړي دي، چې د نورو په درد ژاړي او د نورو غم خپل بولي:

کاش!

کـــــــــــاش کـــــــــــــــه زه اور وای

ځان مې شیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــندلو

په نغـــــــــــــــــــــــــــــــــرو کې

د وږو خــــــــــــــــــــــــــــــــــلکو

د یخــــــــــــــــــــــــــــــــــو خونو

«««

او که موســــــــــــــــــــکا وای

نو ټولیــــــــــــــــــــــــــــدلم

د ګل له شـــــــــــــــــــــونډو

او خـــــــــــــــــــــــــــوریدلم

څیـــــــــــــېـــــــــرو سینو ته

د پرهــــــــــــــــــــــرونو

که زه کــــــــــــــــــوثر وی

نو څـــــــــــــــــڅیدلم

په هغو ټنـــــــــــــــــــډو

چې څاڅکي څاڅـــــــــــکي

د خــــــــــــولو توی کړي

د پګړو، ول ته

د محنــــــــــــــــــــــــــــــتونو

له سمــــــــــــــــــــــــــــــــندره

د همـــــــــــــــــــــــــــتونو

«اکبر،۱۳۷۹: ۸۸».

شاعران او لیکوال د تاریخ په اوږدو کې هغه کسان دي، چې د ټولنې د بدبختیو او له هغه ستونزو سره چې خلک لاس او ګریوان دي د هغو په اړه غږ پورته کړی. خلک یې راویښ کړي په ځینو ټولنو کې پاڅونه او لوی بدلونونه د همدوی  د پنځونو په اساس رامنځته شوي دي او په پایله کې د هوساینې هغه لمر را ښکاره شوی چې ولس په کې د ارامۍ نفس اخیستی دی.

یو شاعر«الفت صیب» د خپلې ګناه په اړه وايي:

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي

نه مې چاته ورک شه یا ګم شو کله ویلي دي

نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نیسه

زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه

نه یمه منکر په مظلمانو مې ژړلي دي

دا ګناه د سترګو که د زړه ده نه پوهېږمه

بد مې چې لیدلي دي خدایږو بد مې هم ګڼلي دي

« روهي،  ۱۳۸۴ :۹۶».

که په لنډه توګه ووایو د شاعر او د لیکوال پنځونې د خپلې ټولنې په موضوعاتو وې، هلته ظلم، ستم، ناوړه دودونه او ګڼې بد بختۍ غندي او د ټولنې وګړي یوالي، میني ته را هڅوي او پر دوی کې داسې انګېزه را پاروي، چې د ګډو موخو یا د ټولنیزو ګټو پایله له ځان سره ولري. په دې اساس ځینې کسان د ادب څخه د اخلاقو مانا اخلي یا اخلاق د ادب په مسیر یا ادب د اخلاقو په مسیر راپېژني.

فصاحت او بلاغت: یو شمېر کسان د وینا پر مهال روانه او خوږه ژبه لري، چې د غونډې ګډونوال یا اوریدونکو باندې یې خبرې خوږې او په زړه پورې لګېږي. یو شمېر دینې عالمان، استادان، ژورنالستان او ځینې قومي مشران او ځینې نور کسان حتی چې لیک او لوست یې هم زده نه وي، په زړه پورې وینا یا د حال د غوښتنو مطابق ښه وینا کوي. ځنې کسان بیا د دوی په اړه وايی چې لوړ ادبیات لري.

فصاحت د معانی علم پورې اړه لري. لغوی مانا یې څرګندوالي دی او په اصطلاح کې هر کلمه یا وینا چې مطلب او معنا یې ښکاره وي، فصیحه کلمه یا وینا ورته ویل کېږي . د بلاغت لغوی مانا اخر، انتها او اخري پوړ ته رسېدل دي او په ادبي اصطلاح کې د حال له غوښتنې سره د وینا او کلام سمون ته بلاغت وايي«هاشمي، ۱۳۹۳:۳۰۱ ».

یانې بلاغت هغه وینا ده چې د ځای او موقع د مخاطب او ویونکي له حال سره برابره وي، بلیغه وینا ګڼل کېږي. ځینې فکر کوي چې فصاحت او بلاغت سره یو دي مګر توپیر لري یانې: فصاحت د وینا صنعت او ستاینه ده او بلاغت یې د معنا «هاشمي،۱۳۹۳: ۳۰۲».

استاد ناګار د فصاحت په اړه لیکي: « فصاحت د بیان او خبرو د اظهار، اغېزمنۍ او راښکون یوه وسیله ده. د فصاحت نمګړتیا په یوه مهذبه ټولنه کې عیب شمېرل کېږي؛ ځکه له دې پرته نشو کولای خپل مخاطب ځان ته متوجه او ذوق یې  لوړوافکارو ته ورسوو، چې د ټولنې او انسانیت له پاره د خیر ګامونه اوچت کړي. فصاحت تر ټولو ړومبی د خپل اورېدونکي احساسات او د ژوند ولولې په څپو راولي، زړه او روح ته یې تازګي بخښي؛ نو کله چې په کې د ژوند بهیر پیاوړی شي، د انسانیت او ټولني درنو مسولیتونو ته اوه ورکولای شي دا د یو شاعر او خطیب دنده ده»«ناګار،۱۳۹۸: ۴۴».

نو زموږ د ټولنې اکثره خلک په دې باور دي، چې د چا خبرې اغېز منې یا رواني او خوږ وي د لوړو ادبیاتو درلودونکی دی. د ځینوسیاسي ګوندونومشران او یو شمېر چارواکي او قومي مشران په دې برخه کې دومره زیات مهارت لرې، چې د خپلو ویناو له امله ګڼ شمېر پلویان پیدا کوي او بیا له هغوی څخه د ځان یا د خپلې موخې په توګه کار اخلي.

نو هغه کسان چې بلیغه او فصیحه ژبه لري، د وینا پر مهال خوږه او روانه ژبه کاروي د دوی ژبه حتمي  د اولسي ادب رنګ لري د دوی په خبرو کې د اولسي ادب منطق پروت دی. کله کله دوی د خپلو خبرو د اِغېز په هدف ځینې وړې کیسې او خاطرې شریکې وی یا داسې مثالونه راوړي، چې هم د دوی پیغام ګډونوالو ته وړاندې شي او هم پرې اغېزې وکړي؛ نو پر داسې وینا کې د ادب رنګ نغښتی دی او ادبي ګڼل کېږي.

په متن او وینا کې د سختو لغاتو کارونه: ځنې لیکوال په خپلو لیکنو کې او ځنې ویناوال په خپلو خبرو کې داسې لغات کاروي چې لوستونکی او اوریدونکی یې پر مانا نه پوهېږې؛ خو  ځینې بیا وايي، چې د دوی ادبیات ډېر لوړ دي.  د ځینو کسانو په اند د کوم لیکوال یا ویناوال، چې لوړ ادبیات ولري د هغوی پر مانا څوک نه پوهېږي. په متن او وینا کې د سختو کلمو راوړل یو ستر عیب دی. موږ چې څه لیکو یا څه وایو هغه د یوې اړتیا له مخې او خپل لوستونکي یا مخاطبین لرو؛ نو د داسې لیکنو لیکوال او ویناوالو ته ادیب نه ویل کېږي او نه یې لیکنې او وینا وې ادبي رنګ لري.

کله چې په متن او خبرو کې سخت کلمات وکارول شي، متن او وینا پر لوی لاس سختوي لوستونکی سم لوستلای نه شي او پر معنا یې هم نه پوهېږي له بلې خوا  مخاطب باندې هم هغه وینا تاثیر نه کوي، چې ژبه یې سخته وي؛ بلکې ترې کرکه کوي. د اوږدې جملې او سختې کلمې د متن پر معنا سیوری غورځوي مخاطب او لوستونکی یې نه شې لیدلای.  موږ د پښتو ژبې په ادبي دورو کې داسې نثرونه لرو، چې ژبه یې سخته او اوږدې جملې لري. سره له دې چې د جملې په پای کې د سجعې کلمې د اغېز له پاره کارول شوي دي؛ مګر بیا هم اوسمهال په ادبیاتو کې نه شمېرل کېږي.

موږ په لرغونې ادبي دوره کې هم نثر لیکونکي لرو، په منځنۍ دوره کې هم ، خو اوسمهال په ادبي تاریخ کې هغه نثرونه راوړل کېږي چې هنري نثر وي نه ساده نثر. موږ په خپله ژبه کې د نظم د تاریخ ترڅنګ باید دنثر تاریخ هم ولرو.  د هرې دورې پر مهال چې ساده نثرونه لیکل شوي یا هنري هغه کیدای شي د نثر په تاریخ کې وڅېړل شي. دا هم د خیرالبیان یوه نمونه چې د فني نثر په نوم هم یادېږي: « ګوره کړی مې دی خیرالبیان، په څلور ژبې، موافق له قرآن. پکی دی بیان د رښتیا د دروغ د حلال د حرام او بیا دی کړونکړ د هر مقام په تا دې وې اعلام».

سره له دې چې په متن کې د اږدو جملو او سختو کلماتو کارونه یو عیب دی ؛مګر د ځینو په اند دا روش د لوړ ادب استازیتوب کوي.

خیالبافي او د وخت ضایع: د ارستو له وخته شعر هغه کلام ته ویل کېږي، چې مخیل وي. د تخیل په اساس شاعر خپل شعر پنځوي. د نوموړي شعر انځورونه، بدیعي صنعتونه او ګڼ شمېر هنري اړخونه کې د تخیل ځواک مهم دي. نو کله چې شاعر او لیکوال په خپل شعر او لیکنه کې له دې جوهر څخه کار اخلي یا هنري پنځونه کوي دټولنې  د ځینو کسانو په اند تشه خیالبافي ده او د حقیقي ژوند سره هیڅ تړاو نه لري او  د داسې اثارو لوستل د وخت ستره ضایع ده.؛ خو ادبیات د اجتماعي علومو هغه څانګه ده چې ټولنیز حقایق او واقعیتونه د ژبې په وسیله د ذهني تصویرونو د لارې داسې وړاندې کوي چې په لوستونکي او مخاطب اغېزه وکړي.

ارستو وايي: « په ادب کې منطقي رښتیا خو نه وي ، ولې ادبي صداقت یا ادبي رښتیا په کې موجوده وي»« هاشمي،۱۳۹۳: ۵۲».

ادیب او شاعر د خپلې هنري ژبې په اساس په انسانانو کې انګیزه رامنځته کوي، داسې ژبه کاروي، چې د هغوی پر احساساتو او روان اغېزه وکړې او هغه هدف چې شاعر او لیکوال لري هغه ورته په خوږه ژبه ورسوي. یو مهال مې د شین ټاغي ناول لوسته مګر کله چې یو کس ولېده له ما نه یې واخیست او ټیګار یې وکړ، چې د داسې کتابونو لوستل ګټه نه لري؛ بلکې د وخت ضایع ده. مګر د شین ټاغي ناول موضوع  د خپل هېواد د وضعیت یو انځور وړاندې کوه، او حتي داسې پېښې مې په ک،ې ولیدې چې په عیني ژوند کې موږ سره مرستې کوي.  دا چې شاعر او لیکوال د ټولنې  وګړو ته د فکر ورکولو بهیر کې څومره ونډه  لري؟ ځینې پرې نه پوهېږي او  پرې  سترګې پټوي. ادیب او شاعر همیشه د ټولنې د پرمختګ، د اداري فساد، ظلم او استعمار پر وړاندې مبارزه په خپلو پنځونو کې منعکس کړې ده یانې د دوی په اثارو کې  د ژوند سره تړلي ټول موضوعات په هنري ژبه وړاندې شوي دي. ادب خپله ښونېزه او روزنیزه جنبه لري. ادب د ټولنیز واقعیتونه او حقایق د ژبې په واسطه د ذهني تصویر له لارې وړاندې کوي. ادبیات هم موږ ته ټولنیز بېلابیل موضوعات په داسې بڼه وړاندې کوي، چې زموږ ادبي یا ذوقی تنده هم خړوبه شي. د دې تر څنګ د همدې خوږې ژبې به اساس یا د یو داستان د اغېز له امله په وګړو کې لوی بدلون رامنځته کېږي او بیا د عملي موخو له پاره هڅې کوي.

داچې ولې ادبیات لولو؟ په اړه یې استاد ښکلي لیکلي دي: «ادبیات له موږ سره د ژوند په پېژندلو کې مرسته کوي… کیسې، ناولونه او شاعري راته هغه تجربې بیانوي، چې موږ ور سره نه یو مخ شوي او که ور سره مخ شو؛ نو څنګه چلن ور سره وکړو؟

موږ یوازې په فزیکي نړۍ کې ژوند نه کوو؛ ؛بلکې تر نیم زیات ژوند مو  خیال په دنیا کې تېرېږي. لیکوال یا شاعر د خپل تخیل په مرسته ځان ته د شعر یا کیسې شیش محل جوړوي؛ خو دا یواځې د لیکوال او شاعر  نه وي؛ بلکې لوستونکي ته هم اجازه ورکوي چې په کې و اوسې.

… تخیل راته هغه دنیا جوړه وي چې موږ یې غواړو.مطلب دا چې په هنر کې د بشري خواهشونو زبردسته ننداره کولی شو او که د تاریخ یا ارواپوهنې په نامه کوم علمي کتاب لیکو؛ نو باید ادبیات ولولو چې انسان څه غواړي؟ د ارستو د خبرې یوه ضمني مانا دا هم ده. چې ادب موږ د ژوند پر بلاوو باندې د بر لاسي له پاره هم لولو. موږ غواړو چې له خطرو پرته خونړۍ تجربې وکړو . موږ غواړو چې په خپلو ویرو غالب شو او د دې غلبې له پاره د مرګ د خطر له امله عملي هڅه نه شو کولی؛ نو ادب داسې یوه ارامه لار ده، چې موږ ته د زړورتیا احساس راکوي«ښکلي،۱۳۹۶: ۶».

دا هم د اجمل خټګ بیتونه، چې په هنري بڼه  یې کوم پیغام ټولنې ته وړاندې کړی دی:

غټان غټان، نیکان نیکان پیدا دي

دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي

ځئ هغو خوارو له جنت وګټو

څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي

***

لکه ټپه د یو ماشوم شپونکي د خولې نه ووزي

په کاڼو بوټو کې خورېږي ځي ورکېږي چرته

لکه وږمه د خوشبیو ډګه د اغزو په منځ کې

په پاڼو پاڼو کې ګډېږي ځي خورېږې چرته

***

لکه یو پاکه پلوشه د سحرني ستوري نه

په توربخن سحر را لوېږي ځي تېرېږي چرته

یا لکه اوښکه په لیمو کې د نیمزالې کونډې

چې بې اسرې غوندې ښکارېږي ځي پټېږي چرته

«روهي،۱۳۸۴ : ۲۵۶».

همدا ډول استاد غضنفر د ډاکتر اکبر د یو بیت «ستوري لاندې نه راځي – بر پسې خیبر یوسه» په اړه یوه اوږده لیکنې کړې، یو ځای د بیت پیغام ته اشاره کوي:«… په دې ډول وینو چې ستوري او خیبر ضمنې معناوې لري، داسې ضمنې معناوې چې د شعر د اصلي مطلب له رسولو سره مرسته کوي. د اسمان ستوري لاندې نه راځي، لوی شخصیتونه نه راټېټېږي، بختور کسان نه غواړي چې د کمبختو ځای ته راشي. موږ  باید په خپلو تېرو بریاوو بسنه ونه کړو، د بخت او بري په لور مزل راته په کار دی. موږ په هغه ژبه کې چې معلومات ور باندې لېږدوو(لکه د خبرو اترو یا علم ژبه) د کلمې له مشهورې اصلي معنی کار اخلو خو په شعر کې د کلیمې په مشهورې او اصلي مانا سر بېره د هغې موسیقي ته پام ساتو له ضمني ماناوو یې استفاده کوو«غضنفر، ۱۳۹۳: ۴۴۸».

په پښتو ادب کې معاصره دوره د شلمې میلادې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پیل شوه، هغه مهال شاعرانو په شعوري توګه هڅه کوله، چې خلک راویښ او بېداره کړي؛ ځکه د امیر عبدالرحمن خان پر مهال ځینې ادیبان او شاعران بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوې وو. هلته یې د عصري ژوند ګڼې اسانتیاوې او پرمختګونه ولیدل. کله چې د امیر حبیب الله خان د واک پر مهال بېرته راستانه شول؛ نو دوی هڅې پیل کړې. د عصری ژوند له پاره یې ګڼ شمېر پیغامونه په خپلو شعرونو کې وړاندې کړل تر څو موږ هم د یو نوي بدلون سره مخ شواو ټولنه مو پرمختک وکړي.

په دې اړه د روښانتیا پړاو د ادبیاتو د ځانګړنو په اړه استاد روهي لیکي: « د شملې پېړۍ په پیل کې د افغانستان په ادبیاتو کې موډرنیزیشن په پراخه اندازه منعکس شوی دی. د هغه وخت ادبي نوښتګرو په شعوري توګه هڅه کوله چې له ادبیاتو څخه د ملي او دموکراتیکو هدفونو د تحقق د پاره د یوې اغېز ناکې وسیلې به توګه کار واخلي. د دې وخت د ادبیاتو سوژه، هېواد پالنه خپلواکي غوښتنه، د اختناق او فساد رټنه، د فاناتېزم(تعصب) او ارتجاع غندنه، د مثبتو علمو او ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرونه ، د ملي وحدت ټینګونه، د عصري ژوند له غوښتنو سره د دونو او انګیرونو سمونه، د مطلقیت او سټاټسکو(اوسني حالت ساتنې) پر ضد د خلکو پارونه، د انګریزي استعمار په مقابل کې د ختیځ په تېره د مسلمانو ملتونو پاڅونونه او داسې ور ملي، اسلامي او بشري ارزښتونه او ارمانونه دي«روهي، ۱۳۸۴ : ۵۷».

نو د ادبي اثارو لوستل د ژوند پېښو او شرایطو په اړه موږ ته درسونه راکوي او تر څنګ یې زموږ ادبي تنده داسې خړوبه کېږي،چې  له لوستلو یې خوند اخلو او د نفس یو ه تازګي هم احساسولی شو.

سندر غاړی: یوه ورځ په کلي کې یو مجلس و،  لوی او مخور کسان په کې ناست و، یو ځوان وویل: کاشکې شاعر شم. نورو ورته وویل: خلک څه غواړي او ته څه. شاعري څه ده. اوس لا غواړی، چې سندرې ووایې. زموږ په خپلوانو کې څوک سندر غاړی تېر شوی، چې ته یې ارمان کوې؟

نوموړي که هر څومره هغوی ته قناعت ورکاوه، چې سندرغاړی او شاعر سره بېل دی، شاعر په دې مانا نه دی چې هغه دې سندرې وايي؛ مګر هغوی قناعت نه کاوه.

زموږ په ټولنه کې مسلط عنعنات نه یوازې ښځینو ته اجازه نه ورکوي، چې شعر ووايي؛ مګر ډېر نوي ځوانانو پر وړاندې یې هم ستونزې رامنځته کړې دي. ډیری ځوانان د ښه شعر ویلو استعداد لري، مګر د کورنۍ د غړو له امله نه شي کولای شعر ووايي یا یې اثر چاپ شي. په همدې اړه په جادوګر هنر کې لیکل شوي دي: « کله چې ټولنه د یو چا په اړه د معلوماتو تږې وي او  معلومات ونه مومي نو خپله تنده ډېر ځله په افسانو ماتوي. د نوموړي کس په باره کې کیسې جوړې شي او اوازې خپرې شې. د رحمان بابا په باره کې موجودې کیسې د همدې تندې د ماتولو یوه هڅه ده. زموږ د ادب مورخانو د دغو کیسو د رښتیا دروغ معلومولو کوښښ کړی دی. دغه کیسې له دې اړخه هم د مطالعې وړ دي چې زموږ خلک د  درحمان بابا په اړه څه تصور لري. په دغه تصور کې رحمان بابا بزرک، صوفي، موسیقي شوقي و د دینا له چارو بې پروا ، ملنګ طبیعته او عاشق معرفي کېږي.

زموږ په ټوله کې د شاعر په باره کې څلور لویې اسطورې موجودې دي. یو تصور دا دی چې شاعر د کشف او کرامت او الهام څښتن دی. بل تصور شاعر سندرغاړی او موسیقار ګڼي. له درېیم تصور سره سم، شاعر مبارز روښنفکر دی او څلورم عام تصور دادی چې شاعر عاشق دی.

دغو تعبیرونو په خپل وار په شاعرانو اثر کړی او د دوی د شعر او شخصیت په جوړولو کې یې اغېز ښندلی دی. د خپلې ټولنې د نورو اقشارو مثلاً ډاکترانو، انجنیرانو، نجارانو، یا ملایانو په نسبت په شاعرانو کې د هغو کسانو شمېر زیات پیدا کولای شو چې د ملنګانو، د عاشقانو، د سندر مارو او د اجتماعي مبارزانو ځانګړنې لري»«غضنفر،۱۳۹۳: ۱».

نو زموږ په ټولنه  کې خلک شاعر او سندر غاړی په یو مفهوم پېژني. دلته لویه بد بختي دا هم ده، چې د سندر غاړو سندرې خلک خوښوي سندر غاړو سره مینه لري مګر که د کورنۍ کوم غړی د سندرو ویلو استعداد یا ذوق  ولري بیا یی مرۍ د ټولنیز دود په چاړه پرې کوي تر څو یې غږ غلي وي. نو همدې مسلط تصور د نوو شاعرانو پر وړاندې لویه ستونزه رامنځته کړې ده او حتی نژدې خپلوان او د کورنۍ غړي یې غواړي، چې د هغه د شعر ښاپېرۍ ووژني. د دې تر څنګ کله کله پر شاعر ځنې نور تورونه لګوي، چې هغه هم د دود او رواج له مخې شرم او بدنامۍ ګڼل کېږي.

تخلیقي پنځګراو ګواښ:  شاعر او لیکوال د ټولنې په بدلون او پرمختګ کې رول لري. په خپلواثارو کې داسې پیغامونه استوي، چې پر هغوی اغېزه وکړي او وې پالي. کله چې شاعر او لیکوال په خپله ټولنه کې ناوړه مسایل، غمېزې او نورې بد بختۍ وویني؛ نو هغه غندی او وګړي را پاروي تر څو پر وړاندې یې ودرېږي.  کله کله د مسلط نظام او دودیزو مسایلو په اساس ښکاره څه نه شي ویلی؛ بلکې په هنري بڼه ځینو مسایلو ته د نقد په سترګه ګوري او د نظام او ټولنې کړنې غندي او د حل غوښتنه یې کوي.

د تاریخ په اوږدو کې همداسې ډېر لیکوال او شاعران په دې لاره کې قرباني شوي هم دي.  کله کله د وخت او حالاتو د سمون او غوښتنې په اساس د دودیز مسایلو په اساس له ګواښ او قربانۍ سره مخ شوي دي، چې اوسمهال هم د دې ستونزې سیوری لیدل کېږي.

اوسمهال هم داسې ګڼ موضوعات شته، چې  شاعر او لیکوال  د ویرې په اساس یې نه شې لیکلی. کله کله شاعر او لیکوال د اصلي ادب د ایجاد په اساس هم تر نېوکو او ګواښونو لاندې نېول کېږي.

استاد روهي لیکي: « ادب یوازې د حکومت له خوا نه؛ بلکې پخپله د نوښتګرو لیکوالو او شاعرانو هم ټولنیز او کلتوري ریفورم ته وقف شوی دی. کومو لیکوالو او ادبي څېړونکو چې له سیاست نه د ادب د جلا کولو په لاره کې ګام اخیستی دی له سختو انتقادونو سره ه مخامخ شوي دي او دبي تفاوتۍ، ذهني عیاشۍ او معامله ګرۍ تورنه ور باندې لګیدلي دي«روهي،   ۱۳۸۴  : ۳۱۴».

یانې که په لنډه توګه ووایو د اصلي هنر ایجادګر هم په ټولنه کې تر نېوکو لاندې راځي او کله کله د ځینو ټولنیزو انګېرونو د سمون  قرباني شي. د دې تر څنګ هغه موضوعات چې د هر نظام یا جریان تر واک لاندې وي هلته هم د شاعر او لیکوال د پنځونوپر وړاندې ګڼې ستونزې شته دي.مګر ځینې داسې بریالي لیکوال شته چې له هېواد نه بهر او داخل کې اوسېدل  هم يې  انتقاد کړی، هم یې اصلي هنر ایجاد کړی او هم ژوند.

زما په اند د ټولنیز تصور داسې سیوری اوسمهال د شعر په پرتله په داستاني اثارو کې زیات لیدل کېږي.

خوشحال خټک وايي:

خوبه مه راځه په ملک زما د ســـترګو

ګڼه ځای به دې په وینو کې لت پت شي

«زیور۱۳۸۶: ۱۵۷».

شاعر ، لیکوال او ټولنیز شخصیت:  شعر ویل او لیکوالۍ د هر چا کار نه دی؛ بلکې په دې برخه کې یو شمېر کسان دا استعداد،  او وړتیا لري. په ټولنه کې شاعر او لیکوال ستر شخصیت لري، په درنه سترګه ورته کتل کېږي. کله کله داسې هم وي، چې اصلي شاعر او شعر پر ځای خلک ډیری مهال ناظم او نظم خوښوي. هغه څوک چې د شعر په ماهئیت پوهېږي، هغوی د شعر او شاعر ته په درنه سترګه ګوري. زموږ په ټولنه کې هم  د اصلي هنر پر ځای کله ـ کله نور اړخونه پالل کېږي.

یو شمېر تکړه لیکوال او شاعران شته، ځو د ځینو سیاسي او نورو عواملو په اساس یې خلک شعر او هنر ته هغسې ارزښت نه ورکوي. دلته اوسمهال هم د هنر پر ځای ځنې نور اړخونه پالل کېږي. همدا اوسمهال  هغه شاعران او لیکوال ډېر پالل کېږي چې هغوی لوړ منصب، ښه اقتصاد، سیاسي او قومي ملاتړ ولري.

همدا اوسمهال د هغه لیکوالو او شاعرانو په اړه ډېرې لیکنې کېږي چې هغوی ستر نومیالي وي نه یوازې د ادب له پلوه بلکې د نورو اړخونو له مخې هم. کله کله څوک د میني له امله د هغوی په اثارو لیکنې کوي توصیف یې کوي. کله کله د هغوی د لوړ منصب او خوشحالولو له پاره، کله د سیاسي موخو او اهدافو له پاره. ډیری مهال همداسې لیکوال او شاعران بیا د دې ټولنې د ادب ټیکه داران شي.

کله کله ځینې  سیاسي چارواکې او ادارې هم د لیکوالو او شاعرانو څخه د ځان په ګټه کار اخلي. هغه مینه او اړیکې چې د ټولنې نور وکړي د لیکوال او شاعر سره لرې د هغې د ملاتړ په هدف. کله کله د شاعر او لیکوال د نقد او نظر د غلي کېدو په هدف دا هڅه کوي.لیکوالۍ ستر ارزښت لري لیکوال د ټولنې پر وړاندې مسولیت لري. که لیکوال نه وي موږ به په هغه بڼه ژوند کاوه لکه څنګه چې پخوانی انسان و.

اوسمهال هم په یو شمېر ټولنو کې ادبي جایزې هغه چا ته ورکول کېږي چې لوړ موقف، سیاسي، اقتصادي او قومي  ملاتړ ولري.  د هغوی په ویاړ ادبي غونډې جوړېږي، د هغوی اثار چاپېږي، د ستایینو په اړه لیکنې او مقالې خپرېږي حتی په ښونیز نظام او ملي مسایلو کې د هغوی د شعرونو او نورو لیکنو څخه ګټه اخیستيل کېږي. کیدای شې دلته ځینې نور لیکوال او شاعران وي چې اثار یا پنځونې د هغوی پر پرتله په هنري یا علمي لحاظ لوړې وي.

په ځینو ټولنو کې د شاعر د شعر د پنځونې پر ځای هغه نظمونو ته زیات ارزښت ورکول کېږي چې  د خلکو احساسات راپاروي. ولسي خلک د شعر په نسبت نظم ډېر خوښوي. په مشاعرو او ادبي غوڼدو کې اکثریت خلک نظم خوښوي ځکه د شعر په معنا څوک نه پوهېږي. د نمونې په توګه د یو نظم څو بیتونه وړاندې کوم چې اوسمهال د هرکس په کمپیوټرو او مبایلونو کې ثبت دي او په سیمو کې ډیری کسان یې خوښوي:

د پارلمان وکیله ساه دې وځه

ته د کرزي لالا سلام څه کوې

ته له تودې بړستنې نه راوځې

بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې

دا د بمونو شور دې نه ویښوي

په خپله خاوره او خپل قام څه کوې

(مرهون،۱۳۹۴ : ۲۱۶).

ماخذونه

۱ –  اکبر،اکبر. (۱۳۷۹). ګوتو خاپي. پېښور: شینواري پرینټینګ پریس.

۲ – درانۍ، مومنه(ژباړونکې). (۱۳۹۵). اخلاق د امام غزالي له نظره.جلال اباد: هاشمي خپروندویه ټولنه.

۳- روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ زیور، زیور الدین.(۱۳۸۶). د پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره.پېښور: د ساپي  د څېړنو او خپرونو مرکز.

۵ ـ ښکلی ناګار، فضل ولي.(۱۳۹۸). معاني. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۶ ـ غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۳هـ ش). جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۷ – مرهون، محمود:(۱۳۹۴) ل- ل کال، د پښتو شعر مانوي توکي: کابل، مستقبل خپرندویه ټولنه.

۸ ـ ناګار، فضل ولي.(۱۳۹۸).معاني. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۹ – وزیري، محمد اقبال.(۱۳۹۱). د ادبیاتو تیوري. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره.

۱۰ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵). ادبي تیوري. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۱ـ هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۳). د ادبپوهنې څانګې. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب