جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهتیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې

تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹ مه: د عامې روغتیا وزارت له لورې په تازه خپاره ارقامو کې د ۴۰۸ مثبتو پېښو په ثبتیدو سره په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر ۷۰۷۲ ته ورسېدې.

په دې شمیرو کې مرکز کابل د لوړو شمیرو په سر کې دی چې ۱۶۲ مثبتې پېښې لري.

هرات د ۹۵ مثبتو پېښو په ثبت په دوهم کتار کې دی
او پاتې نورې پېښې د هیواد په نورو مختلفو ولایتونو کې دي.

دوی وایي په دغه ۲۴ ساعتونو کې ۳ تنه مړه شوې او ۲۳ نور بیا روغ شوي دي.

دا په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو لوړ شمیر دی چې په ۲۴ ساعتونو کې ثبتیږي.

وزارت همدا راز وایې چې که هیواد وال د قرنطین او روغتیایې سپارښتنې په پام کې ونه نیسې نو دا پېښې به لا لوړې کچې ته لاړې شي

عامې روغتیا وزارت دا خبرداری په داسې حال کې ورکوې چې په ځینو ولایتونو کې د چارواکو له لورې قرنطین لغوه شوی دی.

تازه په کندهار ولایت کې هم پریکړه شوې چې، سر له سبا د ۲۴ ساعتونو لپاره په دې ښار کې قرنطین لمنځه لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب