جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتمنا: د اختر لمانځه کې دې ملا امامان د خلکو تر منځ...

تمنا: د اختر لمانځه کې دې ملا امامان د خلکو تر منځ واټن وساتي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت په اختر کې هم له کورونو څخه د خلکو په نه راوتلو ټینګار کوي، بلخوا د هرات روغتیايي چارواکو له دیني علماو غوښتي چې د اختر د لمونځ کوونکو تر منځ یو نیم متر ټولنیزه فاصله وساتي.

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا وايي، د امکان په صورت کې دې د کوچني اختر لپاره ځانګړي شوي ټول ځایونه په ضد عفوني موادو ومینځل شي او دوا پاشي دې پرې وشي.
ښاغلی تمنا وايي، له ۶۵ کلنۍ پورته کسان باید د کوچني اختر په لمانځه او نورو مراسمو کې ګډون ونکړي او د اختر لمونځ دې هم په لنډ ډول ادا شي: (( د اختر په ورځو کې دې له غېږ ورکولو او ښکلولو څخه ډډه وشي او له عیدګاه یا جوماتونو څخه د راوتلو پر وخت دې هم یو نیم متراجتماعي فاصله مراعت شي.))

د هرات د عامې روغتیا رئيس همداراز له خلکو غوښتي چې د اختر له چکرو دې تېر شي ګني کورونا به په خطرناک ډول خپره شي.
هرات کې د کورونا مثبتې پېښې له ۱۱۵۳څخه اوشتې دي، خو د د غه ښار په شمول ګڼو ښارونو په لارو کوڅو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې تر څنګ جوماتونو کې هم راټولېدنه زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب